د پښتنو او بلوڅو د یو ځای کېدو ورځ
له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ د سنبلې په نهمه هر کال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له خوا لمانځل کیږی.
له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ د سنبلې په نهمه هر کال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له خوا لمانځل کیږی. په ۱۳۲۸ کال کې په کابل کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لر او بر قومي مشرانو او سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی و، د وږې نهمه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه. پخوا به د وږې نهمه په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته دغه ورځ له پامه وغورځول شوه او په وروستیو څو کلونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یوازې د یوې تشریفاتي غونډې په بڼه نمانځل کېږي.
په داسې حال کې چې له یوې خوا لر او بر پښتانه په لوی لاس افراطیت او جگړې ته هڅول کېږي او له بلې خوا یو شمېر مغرضو کړیو د دغه واحد قوم په جلا کولو پسې راخیستې ده، نو افغان حکومت باید د داسې ملي او تاریخي ورځو له نمانځنې څخه د لر او بر افغانانو په پیوستون او همغږۍ کې د یوه فرصت په توگه کار واخلي. پښتانه او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، گډ دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکات لري.
بلوڅان چی د تاریخ په اوږدو کی د پښتنو وړونو سره ښی نږدی اونه ماتیدونکې اړيکې او خپلوي لرونکي خلک دي ، یو د بل په غم شریک خلک پاتی شوي دي. دغه خلک دواړه د ګډ فرهنگ او کلتور لرونکي دی. بلوڅان افغانستان د خپل ځان له پاره خوندي او خپل ټاټوبۍ ګڼي.