عقرب 24, 1401 11:25 Asia/Kabul

(خوسی) په افغانستان کې یوه کلیواله لوبه ده چې د تنکیو ځوانانواو ځوانانو له خوا په ازاده هوا کې ترسره کيږي.

په دغه لوبه کې دوه ډلې وي چې یو د بل په وړاندې لوبیږي . لوبه داسې وي چې هر کس خپله یوه پښه په لاس کې نیولي وي او په یوه پخه حرکت کوي او هغه لاس چې يې خلاص دی په هغه د مقابل لوري لوبغاړي سره جنګیږي. د هرچا له لاسه چې پښه خلاصه شوه او يا په ځمکه پرېوت نو هغه سوځېدلی حسابیږي. هره لوبډله یوه(خوسۍ) لري چې لوبډله کوښښ کوي ترڅو هغه له نورو وژغوري او (خوسۍ) کوښښ کوي تر څو د مقابل لوري له خوا ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي او نومرې وګټي. که خوسۍ هم دنورو غوندې وسوځېده نو سیاله لوبډله نومره اخلي.

تگ