عقرب 24, 1401 10:54 Asia/Kabul
  • (آی خانم) د افغانستان یو لرغونی او زړه راښکونکی ښار

کله چي ستر سکندر له ميلاده ۳۳۰ کاله وړاندې، افغانستان پخپله امپراتورۍ کې راوست، په دغه وخت کې د سکندر يوناني امپراتورۍ د یونان له خلیج څخه تر هیمالیا پورې مساحت لاره او ۱۰۰۰ستر ښارونه په کې وو.

 

په دغه ښارونو کې [ای خانم ښار] مشهور و چې د اوسني افغانستان په شمال کې د تخار د آمو او کوکچې سیندونو سره یو ځای کیږي.

دغه ښار د شمال ختیځو سیمو د ساتنې په موخه جوړشوی چې د پراخو استحکاماتو، ودانیو، عامه او نظامي کلاوو لرونکی

د نړی ستر ښار هم و. په يو نيم کلوميټر کې جوړ دغه ښار شاوخوا خټينه ساتونکې کلا هم لرله چې ويل کېږي پر ټولو دېوالونو يې پر مصري کاغذونو فلسفي جملې ليکل شوې وې.

د هغه مهال د سکندر جنګي کلاوې او ښارونه داسي ځای ودان وو چې اړخونو ته به یې سیندونه/غرونه او يا بله طبعي دېوال لاره نو دغه ښار له همدې امله دلته ودان شو.

په ۱۲۶ مخ زېږدیز کال کې د چین یو سیلاني او  تاریخپوه ځنګ کیان د باختر سیل کړی او وايي: "ددغه ښار د ساکانو سیمي تر ټولو شتمني او خوشاله وې.."

روايت دی چي د ياد ښار بنسټګر [کينياس] و او دا خبره يې ډېره مشهور ده چې: "په ماشومتوب کې ادب زده کړه، په ځوانۍ کې نفس قابوکول، په زړښت کې انصاف او په سپينه ږيره ښې مشورې ورکوه، بيا چي مړ شې نو پښېمانه به نه يې".

تگ