د لوګر د عينک لرغوني او د بودايي پېر سپېڅلي ځای په اړه تر اوسه خبر نه یاست؟
د مرکزي افغانستان لوګر يوه غره ته څېرمه سيمه کې د مسو يو لوی کان دی چې په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی او په نړۍ کي دوه یم لوی کان بلل کېږي.
له نن څخه۱۸۰۰ كاله وړاندې، کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په لومړۍ ميلادي پېړۍ کې په افغانستان کې ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونې ټولنه يې هر اړ خيز تاثيرات وښندل. د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کې ایسار پاتې نه شول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير درياب اوتاجکستان پوري ټولې سيمې یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستلې. د نړۍ له بېلا بېلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په مرکزي افغانستان کي د ودانو شویو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د لوګر د عينک لرغوني او د بودايي پېر سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول.
ګومان کېږي چي د لوګر د عينک بودايي مرکز به ښايي پخوا تر دې درې زره کاله وړاندي د نورو دينونو عبادت ځای و او وروسته به په بودايي سپېڅلي ځای اوښتی وي.
د عينک په اړه علامه حبيبي ليکي چي [د مِسو کوچنۍ زېرمي] ته وايي خو ژبه یې نه ده څرګنده کړې.
په ۱۹۷۴ع کال کي روسی زمکپوهانو د کابل حوزه تر کیندنو او نقشه اخېستلو لاندې ونیوله چي په پایله کې د عینک، دربند او جوهر د مسو کان کشف شول. له ۱۹۷۴-۱۹۷۶او له ۱۹۷۸-۱۹۸۹پورې شوروي اتحاد د یوه جیولوجیکي ماموریت کي وسپړل شو خو دا کار په ۱۹۸۹کال کې د روسي سلاکارانو له وتلو وروسته ودرید او ورپسې جګړو هم د نور کار مخه ونیوله.
د عينک د ميسو د کار په دوران کي د بودايي دين ۱۵مسجمې تر لاسه شوې او د کورنۍ جګړې پر وخت ډول-ډول قاچاقبران راغلل او په دغه سيمه کي تر دې ورستيو پوري کندنې او غلاوې وکړې.
دا نو څرگنده نه ده چي په دغه سیمه کې څومره تاریخي او لرغوني توکي ورک شول او څومره شته خو یوه خبره د پام وړ ده چي دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو د دغې سیمي لرغونتیا په اثبات ورسوله.
په ۲۰۰۸ع کال کې د افغانستان دولت له يوې چينايي MCC کمپنۍ سره د دوو میلیارده ډالرو په پانګونه د مسو قرارداد وکړ خو داسې ښکاري چې ګټه به یې یوازې چین ته رسیږي او دغه بې جوړې لرغونی سایټ به له منځه یوسي.
د افغانستان د دولت اټکل دی چې د دغه کان تر ټولو لویه کچه په کال کي۲۵۰ زره ټنو ته ورسېږي، په نړیوالو بازارانو کې د مسو بیې ته په پام سره به د دولت کلنی عاید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو پورې ورسوي.
مس چې د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختګ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي، د ځینو احصاییو له مخه د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل شوی دی.