عقرب 23, 1401 21:13 Asia/Kabul
  • د پښتنو تاریخي لویې جرګې او پایلې یې:

د پښتنو په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې قبیلوي جرګې نه پر یوې دودیزې سیاسي هغې اوښتې ده.

لویه جرګه له دوو تورو "لویه" او "جرګه" جوړه شوې، چې دواړه پښتو توري دي، خو ځینې بیا "جرګه" ترکي بولي چې په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د بانفوذه کسانو د غونډېدو په معنا ده.

لکه څنګه چې د افغانستان په رسمي معاصر تاریخ کې راغلي، لومړنۍ لویه جرګه د ۱۷۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې کندهار کې جوړه شوې او بیا په وروستۍ یوه سلیزه کې بېلابېلو موخو ته جوړې شوې دي. ځینو تاریخپوهانو په افغانستان کې د جرګو شمېر لسګونه ښودلی، چې تر ټولو مهمې یې په دې مطلب کې راخیستل شوې دي.

افغانانو د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې تر ننه په بېلابېلو پړاوونو کې د ملي او سیاسي موخو لپاره، تل جرګې رابللي او جوړې کړې دي.

تاريخ پوه شهسوار سنګروال نیازی ليکي:

د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې جرګو بېلابېل نومونه او بڼې خپلې کړي دي. په لاندې کرښو کې د افغانستان د تاریخ له بې شمېره جرګو د ځینو يې چې ټاکونکی رول يې لرلی، یو لنډیز او پېښلیک را اخیستل شوی دی.

سبها Sabha:

تر دغه نامه لاندې د جرګو تاریخ د باختریانو له مهاله را پیلېږي. د لرغوني افغانستان اریایي اوسېدونکو له کور او کلي نه راواخله تر ښاري ژوند پورې وخت ناوخت یو شمېر سیاسي او ټولنیزې ستونزې د همدغو جرګو له مخې هوارې کړي دي.

کله چې لرغونو آریایانو د هند نیمې وچې ته مخه کړه، دجرګې دغه دود یې له باختر نه له ځان سره هندوستان ته يووړ، چې اوس هم په هند کې د دغې جرګې نوم د "لوک سبها" په بڼه د هند د پارلمان په لاندینۍ خونې پورې پاتې دی.

سیمیتي Simathy

په افغانستان کې د لرغونو آریایانو په مهال د سبها جرګې تر څنګ د سیمیتي په نامه بله جرګه هم وه چې پوهانو، مخورو کسانو، ریشیانو (چې د جرګې چارې یې څارلې) او مذهبي شخصیتونو په کې برخه اخیسته.

د ریګویدا په سرودونو کې راغلي " ای اندرا! د سیميتي جرګه کې ستا هغه دوستان برخه اخلي چې د رمو او شتو څښتنان دي."

په دغه جرګه کې نه یوازې سیمه اییزې لانجې او ستونزې هوارېدې، بلکې په ملي کچه آن د هېواد ټولواک هم د دغې جرګې له لوري ټاکل کېده.

د کنشکا (۱۲۰-۱۶۰ ز) جرګه

کله چې کنشکا واک ته ورسېد د افغانستان یو شمېر وګړو په سر کې د ګندهارا، باګرام، او د لویې کاپیسا (کپاپیس) اوسېدونکو وړاندیز وکړ چې په بودایي مذهب کې باید بدلون منځ ته راشي.

بودیزم په شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې په هندوستان کې زېږېدلی و خو په افغانستان کې یې وده وکړه او پراخ شو، نو ځکه خو کنشکا د خلکو په غوښتنه یوه لویه جرګه چې د ګډونوالو شمېر یې ۵۰۰ کسانو ته رسېده د افغانستان د هغه وخت په ژمنۍ پلازمېنه کشمیر کې جوړه کړه.

په دغه جرګه کې د هېواد پوهانو، مذهبي سټو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه. دغه جرګه د هېواد د نامتو عالم او نوښتګر وازو میترا Vasou Mitra تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. نوموړی په فلسفي او مذهبي زده کړو کې د بشپړ واک او ځواک څښتن بلل شوی دی.

په دغه جرګه کې پر مخورو کسان سربېره د کنشکا مذهبي سلاکار پارسوا Parsva ، لیکوال او ادبپوه "اسواکوسا" او نورو ګډون درلود.

د غزني جرګه (۳۶۶ لمریز، ۹۷۷ زېږدي)

دغه لویه جرګه د لرغوني غزني په تاریخ کې په ځانګړي ډول د غزنویانو (تګیانو) په تاریخ کې د پام وړ ځای لري چې په پایله کې یې سبکتګین (ناصرالدین) د افغانستان پاچا وټاکل شو.

خو د جرګو په تاریخ کې چې کومې جرګې ډېر ارزښت لري، په تېره د افغانستان په اوسمهاله یا معاصر تاریخ کې، هغه د میرویس هوتک او احمدشاه ابدالي د پېرونو لومړنۍ جرګې دي چې حکومتونو له خوا نه دي رابلل شوي، بلکې دغو جرګو حکومتونه رامنځته کړي دي.

د ۱۷۰۹ زېږدي کال جرګه

لويې جرګې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان پر مهمو پېښو د غور لپاره بلل شوې دي

د دغې جرګې تاریخي ارزښت په دې کې دی چې صفوي واکمن شاه حسین د افغانستان یو شمېر سیمې لاندې کړې وې، او ګورجستاني ګورګین د کندهار واکمن ټاکل شوی و.

د ده د ظلمونو له بابته میرویس خان ۴ وارې صفوی شاه حسین ته شکایت وکړ. دا چې نوموړي د میرویس خان فریاد ته غوږ کېنښود، او یا یې په ګورګین وس نه رسېد، کره نه ده. هره خبره چې وه خو له صفوي درباره نهیلی میرویس خان د بیت الله په لور وخوځېد، او د عربو له عالمانو یې د ګورګین پر وړاندې فتوا ترلاسه کړه.

میرویس هوتک لومړی په کوکران کې یوه لویه ملي جرګه جوړه کړه، او وګړي یې د حجاز د مفتیانو فتوا ته راوبلل چې د ګورګین او صفوي دربار په وړاندې پاڅون وکړي.

دوه یمه ملي جرګه په "مانجه" کې جوړه شوه او د ټولو قومونو مشرانو میرویس هوتک د پاڅون د مشر په توګه وټاکه، او د خپلواکۍ د اعلان وثیقه د ټولو جرګه والو له خوا لاسلیک شوه. هم یې دا کار وکړ او هم یې په قرآن کریم لوړه وکړه.

د میرویس هوتک مشرۍ پر مهال ۳ جرګې جوړې شوي دي. درېیمه جرګه د میرویس هوتک د واکمنۍ، او د هېواد د خپلواکۍ ساتلو لپاره جوړه شوه. دا ځکه چې د هند ګورګانیانو او د پارس صفویانو ګواښ کړی و او نه یې غوښتل په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت جوړ شي. دغه جرګه د وخت د ګاونډیانو د بدو نېتونو پر وړاندې یو ملي ګام بلل شوی دی.

 

تگ