عقرب 17, 1401 19:13 Asia/Kabul
  • پر افغان خاوره د انګرېزانو حمله؛ د ۱۰۰ کاله پخوا عکس:

"دغه عکس د بریتانیا مېل ورځپاڼې خپاره کړي. او ورسره لیکلي یې دي چې بریتانیايي پوځیان له نن څخه ۱۰۰ کاله پخوا (د ۱۹۱۹ او ۱۰۲۰) ترمنځ د پښتنو قبایلو (وزیرو او مسیدو) پر ضد جګړې ته روان دي.


بریتانیايي پوځیان وروسته له دې د وزیرو او مسیدو ځپلو ته واستول شول چې دغو قبایلو د افغانستان د نوي خپلواک شوي حکومت په ننګه پر بریتانیايي پوځیانو حملې پیل کړې.

مېل ورځپاڼه لیکي، په ۱۹۱۹ کې د افغان – انګلیس جنګ له پای ته رسېدو وروسته تقریباً ټولو قبایلو پاڅون پیل کړ چې د افغانستان له نوي دولت سره یوځای شي. بریتانیايي پوځیانو یو کال د وزیرو او مسیدو پر ځپلو تېر کړ...".

تگ