عقرب 15, 1401 10:55 Asia/Kabul
  • د خرقې شریفې د زیارت کیسه

خرقه شريفه د افغانستان په کندهار کې پرته ده. دا متبرکه خرقه چي د حضرت رسول اکرم (ص) او د ده مبارک د کاله د اهل الاطهارو په مبارکو لاسونو گنډل شوې ده، د اوښ د پستو وړيو قاقمي چپنه ده.

 دواړه لستوڼي یې تر لمنې لنډ دي. رنگ یې شين بخن دی او تېزه ځلا لري . استر او د لمنې حشه نه لري، تر عادي جگوالي (قد) لنډه ده. د مخ دوه بره یې څه شړېدلي او په وړين تار یې گنډلي دي. دا سپېڅلې او مبارکه خرقه به ده مبارک (ص) د ژوند تر وروستيو کلو پوري، د حجت الوداع، رنځ او رحلت په نږدې ورځو او شپو کې پر اوږو کوله يا اغوستله . ده مبارک (ص) تر رحلت څه وړاندي حضرت عمر فاروق (رض) او حضرت علي (رض) ته دا وصيت وکړ، چي دغه خرقه به ابي عمرو اويس بن العامر القرني ته وسپارئ ، چي ناليدلى پر ما مين شوى دی .

د ده مبارک (ص) د وصيت سره سم حضرت عمر (رض) او حضرت علي (رض) دا متبرکه خرقه يمن ته يووړله اوسيدالتابعين ويس قرني صاحب ته يې وسپارله. ده د دې زېري په اورېدو سره د رب العالمين دربار ته پر سجده شو. د شکرانې دوه رکعته لمونځ یې اداء کړ او دا پاکه خرقه مبارکه یې واغوسته او د ژوند تر وروستي وختونو پوري یې له ځانه سره ګرځوله.

حضرت ويس قرني کله چي په ٣٧ هـ س کال کې د معاويه په وړاندي د حضرت علي (رض) په ملاتړ د صفينو په جنگ کې او په بل روايت په ٣٢ هـ س کال کې شهيد شو، دا مطهره خرقه د مکې معظمې په حرا غار کې خوندي کېدله، بيا د شيخ دوست محمد پر لاس بغداد ته يووړله شوه او د يلدام بايزيد بن سلطان مراد بن سلطان ارخان بن سلطان قرا عثمانلو تر پاچهۍ پورې په بغداد کې پرته وه او وروسته د گوډ تېمور په امر د بغداد څخه سمرقند ته ولېږله سوه.

په ١٠٢٤ هـ س کال کې د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد اوغلان غوښته چې دا مطهره خرقه د شيخ محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د سمرقند څخه چيني ترکستان ته يوسي، خو پر دغه مهال شيخ اقامحمد او شيخ نظرمحمد دا متبرکه خرقه بلخ ته راورسوله او تر ١١٠٩ هـ س کال پورې هلته پرته وه. خو د علامه رشاد څېړني بيا ښيي، چي بلخ ته تر راوړلو وړاندې دا مبارکه خرقه په بخارا کې پرته او د خپلې دې ادعا د استناد له پاره د امير البحر سيدعلي او خواجه بهاؤالدين حسن بخاري نثاري روايتونه راوړي.

امير البحر سيدعلي، چي په ٩٦٣ هـ س کال سمرقند ته تللی دی، وايي : هلته ده د هغه قران شريف زيارت وکړ، چې د حضرت علي (رض) په خط د حضرت عثمان (رض) په خلافت کې ليکل شوى و. دغه راز يې هلته د صلى الله عليه وسلم مبارکې کڼاوې هم ولېدلې . دا متبرکات په گورامير کي پراته وو. دغه راز خواجه بخاري نثاري په خپل کتاب مذکر احباب کې چي د ٩٧٤ هـ س کال تاليف دی، دنبوي خرقې ستون (موجوديت) په بخارا کې ښيي او ميا فقير الله ننگرهاري ثم شکارپوري په خپل٧٤ مکتوب کې،چي د حاجي مولاداد کندهاري په نامه لېږل شوى دی، کاږي : ((... ولي بغداد جاء بها اولاد شيخ دوست محمد واحفاده الى البلدة الفاخره بخارا...))

ارواښاد عزيزالدين وکيلي (د کندهار خرقې شريفي تاريخچه) نومي کتاب کي کاږي : په ١١٠٩ هـ.س کال کې دوو کسانو شيخ محمد ضيا او شيخ نياز غوښته، چې دا نبوي خرقه د بدخشان او چترال له لاري هندوستان ته يوسي، خو د بدخشان حاکم مير يار بېگ، کله چي له دې ناوړه نيت څخه خبرېږي، خپل سپاره گماري، څو داسپېڅلى امانت راوگرځوي او د گوزگون په کلا کې ئې خوندي کړي، او له دغي ورځي راهيسي د گوزگون د ښار نوم فيض آباد شو.

په ١١٨١ هـ.س کال د ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا اشرف الوزرا شاه ولي خان له شپږو زرو سپرو سره له کندهاره بلخ او بدخشان ته واستول شول. څنگه چه د بخارا حکمران شاه مراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي ياغيان پارول، په دغه کال په خپله لوى احمد شاه بابا د هرات له لارې ميمنې او اندخوى ته ولاړ او بلخ او شبرغان یې د ياغيانو له شره پاک کړل . دغه راز په دغه کال ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د نبوي متبرکي خرقې د لاښه خونديتوب له پاره حکم وکړ، څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز او پلازمېني اشرف البلاد کندهار ته راورسوي . د دې حکم د تطبيق له پاره شاه ولي خان بامېزى له خپلو سپرو سره بدخشان ته واستول شو .

د تاريخ سلطاني مؤلف سلطان محمد خان خالص په دې اړه کاږي : کله چي دا مطهره خرقه د کندهار خواته راوړل کېده، په وروستۍ شپه د دې متبرکي خرقې صندوق د اوزبکو متوليانو له خوا پرانيستل شو او د خرقې داوږو تر منځ د صلى الله عليه وسلم د مبارک لمس پر محل د نبوت مُهر د نوموړو متوليانو له خوا اخيسته شوی او بخارا ته وړل شوی دی . (تاريخ سلطاني ١٤٤ - ١٤٥ مخونه)

دا مطهره خرقه له فيض آباده څخه تر کندهاره پورې په څو مزلو کې اېښوول شوې ده، کله چي کابل ته راورسېدله، لومړى پلا د ده اوغانانو په مسجدي سراى کي او وروسته د کابل د اوسني ښار په لوېديزه کې پر يوه ډبره د غره په لمنه کي کښېښووله شوه، چېري چې اوس د سخي شاه مردان زيارت جوړ دی. په ١١٨٧ هـ.س کال کې دغه زيارت ته نژدې يو څا هم وکيندل شوه او د توتو څو نیالګي هم کښېنول شول او د شاه مردان چمن یې باله .

د ١١٨٢ هـ.س کال د لومړۍ خور پر نهمه د شنبې په ورځ دا مطهره او متبرکه خرقه اشرف البلاد کندهار ته راوړل شوه او د احمد شاهي ښار د لمر خاته خواته په زاړه جامع کې امانت کېښودل شوه. په ١١٨٣ هـ.س کال کې د دې واجب التعظيمي متبرکې خرقې د تولى له پاره ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د کندهار د يوې درنې کورنۍ څخه د حاجي ملا زلال لمسى، د حاجي ملا شکر زوى حاجي عبدالحق اخوندزاده الکوزى وټاکه، چي د شاه زمان سدوزي په زمانه کي لا ژوندى وو.

لوى احمد شاه بابا د دې مطهري او سپېڅلي خرقې د اېښودلو له پاره دوه پوړيزي ودانۍ ته خټگران او بنايان وګمارل او دا گمان یې و، چي د دې ودانۍ په لومړي يا کښته پوړ کې به د ده مقبره وي او په لوړپوړ کي به دا نبوي خرقه اېښودل کېږي، خو د ستر ټولواک تر مړيني وروسته د ځينو ځيرکو او مدبرو علماوو په مشوره تېمور شاه سدوزي دا پرېکړه وکړه، چې دا مطهره نبوي خرقه بايد د پاچهانو له نامه او زيارتونو سره تړلې ونه ګڼل شي، ځکه بيا هر پاچا د دې خرقې وړلو او لېږلو ته زړه ښه کوي . نو په دې غرض د لوى احمد شاه بابا په حکم رغېدلې دوه پوړيزه ودانۍ د ده مقبرې ته ځانګړې شوه او د هغې ودانۍ لمر خاته خواته يوه بله ودانۍ د خرقې شريفي له پاره جوړه شوه، چي په ١١٩٠ هـ.س کال دغې ودانۍ ته دا مطهره او متبرکه خرقه له زړې جامع څخه راوړل شوه او تر ننه پوري دلته پرته ده.

تگ