عقرب 10, 1401 12:31 Asia/Kabul
  • ایا پوهېږۍ چی د پښتو ژبې لومړنی فلم کله او چیرته جوړ شوی و؟

د پښتو ژبې لومړنی فلم ۸۰ کاله مخکې د بمبۍ په ښار کې جوړ شوی و.

ښاغلي حمزه شنیواري په ۱۹۳۸ کال کې غوښتل چې په پښتو ژبه کې یو فلم جوړ کړي. نوموړي‌ غوښتل چې دې فلم ته د “لیلا مجنون” نوم ورکړي.

د پښتو ژبې لومړنی فلم ۸۰ کاله مخکې د بمبی په ښار کې جوړ شوی و

دغه فلم د ځوان امیر حمزه یو ارمان و او دا ځوان په راتلونکو لسیزو کې د پښتو ژبې او ادب یو ځلانده ستوری شو.

نوموړي د دې فلم کیسه، پلاټ، دیالوګونه، او شاعري پخپله ولیکله او د موسیقۍ په برخه کې یې له خپلو ملګرو عبدالکریم عندلیب او رفیق غزنوي نه مرسته وغوښته. امیر حمزه د دغه کار لپاره پر بل چا باور نشو کولای او د ډایرکشن یا فلم جوړولو کار یې هم پخپله ترسره کړ.

حقیقت که هر څه وي،‌ دا منلی شو چې امیر حمزه په دې ټوله پروژه کې رفیق غزنوي‌ ته ډېره ونډه ورکړه،‌ آن دا چې د اصلي کرکتر رول هم رفیق غزنوي ولوباوه. رفیق غزنوي د نامتو پاکستانۍ سندرغاړې او ممثلې سلما اغا مورنی نیکه هم و. رفیق غزنوي په ۱۹۰۷ کال کې زېږېدلی. د راولپنډۍ له اسلامیه کالج نه یې لسم ټولګی ولوست او وروسته یې د لاهور اسلامیه کالج او همدار راز پنجاب پوهنتون کې زدکړې وکړې.

جواني دیواني،‌ پرېم پوجاري،‌ دهرم کي دېوي، پرېم یاترا،‌ اپني‌ نګریا،‌ تقدیر، بهو راني،‌ نوکر اور سکندر کې نام  د رفیق غزنوي ځینې مشهور فلمونه دي.

پخپله امیر حمزه خان شینواری هم د کامرې تر شا په ارام نشو کېناستلی ځکه یې خپله هم په دې فلم کې کوچنی رول درلود د. د فلم یوه بله ځانګړتیا د فلم موسیقي ده چې د حمزه شینواري د پیل کلونو د شاعرۍ یو خوند او څرک په کې شته.

بله جالبه خبره دا ده چې د سندرو لپاره کوم نامتو سندرغاړی غوره نشو، بلکې د فلم کرکترونو پخپلو غږونو کې سندرې ثبت کړې.‌ حمزه شینواري خپل غږ هم پکې وکارلو،‌ او همدا راز رفیق غزنوي، حبیب جان کابلي او وزیر محمد خان هم پکې سندرې وویلې.

په هر حال،‌ لیلا مجنون فلم په ۱۹۴۱ کال کې بشپړ شو او یو کال وروسته د پېښور کوټې په تیاترونو کې نندارې ته وړاندې شو.

تگ