د ارواښاد ګل پاچا الفت شخصیت وپېژنئ!
د ارواښاد الفت شخصیت اود ژوند طریقه د هغه د پوهې او علمیت ښکارندوى و. نوموړی د انسانی او اسلامی اخلاقو نمونه او مثال سړی و.
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پیاوړى لیکوال، د خداى بخښلى میر سید پاچا زوى و، چې په ۱۲۸۸ هـ ل کال، دافغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالى د عزیز خان په کڅ کې زیږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعلیمي رسم سره سم د دیني او عربی علومو مروجه تعلیم له جومات څخه پیل کړ او د هغه خاص ذکاوت او استعداد له برکته چه خداى(ج) ورکړى و، په ډېر لږ وخت کې يې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حدیث او تفسیر کتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه ولوستل. ددیني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعو څخه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هـ ل کال کې د انیس د ملي ورځپاڼې په دفترکې د کاتب په توګه مقررشو او تقریباً ۳۴ کاله د دولت د رسمیي مامور او د شورا د وکیل په توګه په خدمت بوخت و.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموریت د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې په کال ۱۳۴۳ هـ ل د قبایلو مستقل ریاست و. الفت صاحب د رسمي ماموریت په څنګ کې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد هم و. په ۱۳۲۸ هـ ل کال د شورا په اوومه دوره کې، الفت صاحب د ننګرهار د خلکو له خوا د وکیل په حیث انتخاب او په شورا کې د دوه یم معین په توګه و ټاکل شو.
په کال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره کې الفت صاحب د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د خلکو له خوا وکیل وټاکل شو. د شورا په دولسمه دوره کې بیا دننګرهار د وکیل په حیث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هـ ل کال په لویه جرګه کې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلکو وکیل و.الفت صاحب نه یوازې د خاص ذکاوت او استعداد خاوند و، بلکې دلیکوالۍ د خاص قدرت او شعري روانې قریحې څښتن هم و. الفت صاحب په رسمي ماموریت سربېره دیني، اجتماعي، سیاسي، او انتقادي شعرونه او مضامین ولیکل او کتابونه او علمي رسالې يې تالیف کړل، چې ځینې تالیفاتو یې مطبوعاتي جوايز هم ګټلي دي. د پښتو ژبې دغه شاعر او لیکوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامین لیکلي چې له بده مرغه د دوى دري اشعار اوس په لاس کښې نشته.
د ارواښاد الفت صاحب تالیفات د نظم، نثر او ترجمې پنځه ویشت کتابونو ته رسیږي، چې ځینې کتابونه یې تر اوسه ندی چاپ شوی. د استاد الفت آثار په خواشینۍ سره تر اوسه په بهرنیو ژبو هم ترجمه شوي نه دي. الفت صاحب یو متواضع، حلیم، خاموش او لږ ویونکى سړی و..
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم
د وطن د شرف سپریم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم
د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم
د وطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو
په غیرت ګټلی شی به ولې کم خورم
د وطن داعتلا تږی یم ځکه
لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم
زه هغه یم چې تل ننګ په وطن خورمه
هغه نه یم چې رشوت سود او سلم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم