عقرب 10, 1401 11:51 Asia/Kabul
  • د میرویس خان نیکه دوره

میرویس نیکه د افغانانو په دغه موده کي تل د خپلي خپلواکۍ له پاره ډېر زیار ګاللی او د پردیو په وړاندې بې تفاوته نه دی پاتې شوي چي په دغه قطار کي د روښاني تحریک قهرمانه هلې ځلي د تاریخ په پاڼو کي ډېر ارزښت لري چي په پایله کې یې د میرویس نیکه په قیادت او مشری د هوتکیانو ازادي غوښتونکي تحریک د سیمي حالت بدل کړ. تر دې چي په اصفهان کي د صفوي امپراتورۍ تاج په سر کېښودل شو، چي د دې لړۍ مخکښ میرویس خان د شالم خان زوی، د کرم خان لمسی، د مند کړوسی، د عمر کوسی او د جلال الدین کودی دی.

ښالم خان د سلطان ملخي توخي لور مېرمن نازو په نکاح کړه چی ور څخه څلور زامن حاجي میرخان، عبدالعزیز، عبدالقادر او یحی خان پیدا شول. له دې جملې څخه میر خان ( میرویس خان) هغه شخصیت و چي د غزني څخه یې تر قندهاره پوري خپل نفوذ قایم کړ.

په دغه اړوند سید جمال الدین افغاني وايي: ( ډېر د متین فکر او لوړو اخلاقو څښتن او ښه ژبور سړی ؤ).

کندهار هغه وخت د خپل جغرافیايي موقیعت له مخې د هند او ایران د دوو شاهنشاهیو تر منځ ډېر ارزښت درلود کله چې (د اصفهان د شیعه ګانو له خوا پر افغانانو ډول ډول ظلمونه کېدل نو میرویس خان نیکه د حج په سفر کې د دوی پر خلاف د جهاد کولو فتوا ترلاسه کړه. میرویس نیکه د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ د هند تیموري دولت دغه اقدام د خپل قدرت د زوال له پاره د خطر زنګ وګاڼه دا ځکه چي دوی ته د سوریانو، لودیانو او غوریانو د امپراطوریو برم، شان او شوکت ور څرګند و. سره له دې چي په ښکاره  یې د دوی خپلواکي قبوله کړه او په رسمیت يې وپيژندله، خو په پټه یې د اصفهان د دربار سره مفاهمه وکړه چې د دې پیښې د مخنیوي له پاره شریک زیار وباسي، خو میرویس نیکه د دوی تر منځ خپل موقف پیژنده.

میرویس نیکه په درېیمه جرګه کې د اولس مشران را ټول کړل او ورته یې د افغان اولس سیاسي دریځ د دوه  ختیځو او لویدیځو دولتونو تر منځ روښانه کړ او ویې ویل : ( که سره یو شئ او زما سره ملا وتړي نو د خپلواکۍ بیرغ به هسک وساتو او پرې به نه ږدو چي بیا د پردیو د مریتوب  کړۍ زموږ په غاړه کې ولویږي، هغه کسان چی هغوی د پردیو مریتوب مني موږ د هغوی سره هیڅ اړه نه لرو او نور دې زموږ په هیواد کي نه اوسي.

ملي جرګې چي د ملي مشر وینا واورېده نو ټینګه ژمنه یې ورسره وکړه چی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوری به د خپلي ملي خپلواکۍ او ازادۍ ساتنه کوي. هغه و چي ګرګین یې په یو خاص نظامي تکتیک له منځه یووړ. چي کله صفوي دربار د ګورګین د مرګ خبر واورېد،  یو استازی یې را ولیږه چی جامي خان نومیده او یو پیغام یې ورته ورکړ: صفوی دربار د ګورګین مرګ بخښي خو په دې شرط چي میرویس نیکه د صفوي دولت اطاعت ته غاړه کښېږدي، خو میرویس نیکه ورته په ډېره جدي توګه ځواب ورکوي او ورته وايي: ( څه فکر کوې چی عقل او حکمت یوازي په ناز او نعمت کې دی او زموږ په غرو کي کوم اثر نشته ، ستا پاچا که څه کولای شول، کړي به يې وای، دې بې ګټي خبر ته به اړ نه ؤ.)

میرویس نیکه امر وکړه چي دا درې استازي زندان ته بوزي او د زندان په تورو دروازو یې ورننه باسي، د میلسیون په وینا چې په دې کي د میرویس نیکه دوه موخي وې:

۱: چي د ایران د دربار ځواب وځنډیږي تر څو فوري اقدام ونه کړي.۲: بل دا چي د ایران دربار ته دا جوته شي چي د افغانانو د خپلواکۍ بیرغ ټیټېدونکی نه دی او د دوی تهدید د افغانانو په روح او مزاج څه اغیزه نه لري.

دا چې د لومړي استازي را استول د میرویس نیکه ازادي پال هوډ مات نه کړ، د اصفهان درباریانو د یو بل سیاست څخه کار واخیست او هغه دا چي محمد خان بلوڅ یې د سفیر په توګه را ولېږه چي دا شخصیت د میرویس نیکه پخوانی ملګری و او د حج په موقعه کي هم ورسره شریک و. ده غوښتل چی د خپلواکۍ تود نغری په دوستانه نصیحتونو سوړ کړي، خو افغان مشر دې استازي ته هم وویل: ( د الله جل جلاله شکر وباسه چي ستا د ملګرتیا حق مې سترګو ته دریږي، که دا نه وي تا به هم د نورو په څېر عاقبت لیدلی وای، زموږ د غرونو ازاد خلګ بیا د غلامۍ او مریتوب کړۍ په غاړو کي نه اچوي.)

کله چي دا خبري هم ناکامي شوې اصفهان د هرات حکمران چي د محمد خان بلوڅ پرځای مقرر شوی و، په کال ۱۷۱۰ م کال کي پر کندهار باندي یرغل ته را ولېږه، خو ماتې یې وخوړه او د سختې ماتي سره مخ شو. په ۱۸ میاشتو کي د اصفهان له لوري څلور تاړاکونه ترسره سول، خو څه پایله یې ورنه کړه، بالاخره اصفهان د کیخسرو په مشرۍ چي د ګورګین وراره و، د پنځوس زره پوځ سره چی دولس سوه پکښي خاص ګورجیان ول، چي خاص د ګورګین د انتقام په خاطر په پوځ کي داخل شوي وو، کندهار ته راغلل خو دا جګړه هم د میرویس نیکه او افغانانو په ګټه تمامه شوه او له دغه لوی پوځ څخه یوازي په سوونو کسانو په دې وتوانیدل چي ژوندي ولاړ شي، خو ټول پوځ د کیخسرو په شمول د افغانانو له قهره ډک تیغ څخه تېر شول او خپله خپلواکي یې په خپلو رقیبانو ومنله.

د میرویس نیکه له ابتکاراتو څخه یو دا دی چي د شاهۍ لقب یې قبول نه کړ او د یو ملي مشر په توګه یې  د حکومت کارونه پر مخ بوتلل.  ده په یوه تاریخي غونډه کې چې د ده د سترو کارنامو په ویاړ جوړه شوې وو، وویل: ( ما ددې له پاره ستاسو خدمت نه دی کړی چي پاچاهي وکړم پرتخت کښینم او خولۍ کږه کښیږدم، زه په دې ښه نه ایسم چي پر تاسي پاچاهي وکړم بلکي په دې ښه ایسم چی ستاسو خدمتګاري وکړم.  ماته همدا بس ده چي اولس راته مشر او نیکه ووايي نور نه جوهر غواړم او نه سره زر،  زما همدا بس ده چي ستاسو خدمت وکړم او تاسو د خپلو زامنو په څېر وروزم زما پاچاهي له لاسه نه کیږي، زه ستاسو یو کوچنی خادم یم.)

میرویس نیکه یو زیرک، پوه او دیپلومات شخصیت و. د ګاونډیانو په سیاسي اوضاع ښه پوهېدو او صفوي دربار یې ښه پیژنده، اته کاله یې د یوه مشر په توګه خپل سیاسي مشرتوب وکړ.

خلک یې خوښ وساتل او تل به یې د خلګو خواخوږي کوله او د یو مهربان پلار په څېر یې روزل نوموړې هستي په کال ۱۷۱۵ میلادي کي د دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې. (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)

 

د هوتکیانو د زوال عوامل

د هوتکیانو دا دوره چی د ۱۷۰۷ میلادي څخه شروع کیږي په دې کورنۍ کې تر ۱۷۴۵ پورې دوام کوي، خو دا چې د یو لړ عواملو له مخې چې ځینو مؤرخینو په لاندې ډول بیان کړي دي، دا کورنۍ هم له منځه لاړه:

هوتکیانو ددې پر ځای چي د خپل هېوا د ملي او سیاسي یووالی په خپلې خاوري دننه کي تامین کړي، د ایران نیولو ته یې مخه وکړه او په دې ډول د مرکز څخه لېري شو. د حکومت او سیاست په هنر نه پوهیدل، په دې اړه یو فرانسوي مؤرخ لیکي: د افغانانو د بهادرۍ نظیر د دنیا په تاریخ کی ډېر کم لیدل کیږي، هغوی د جګړې په چل ډېر ښه پوهیږي خو د حکومت کولو هنر نه ورځي، د بغاوتونو او بد امنۍ سبب ګرځي.

د  هوتکیانو ترڅنګ په هرات کي د ابدالي حکومت جوړیدل او بیا د دوی ترمنځي دښمني او د یووالي نشتوالی.

په اصفهان او کندهار کې د تره زامنو شاه اشرف هوتک او شاه حسین هوتکي ترمنځ بې باوري او د مرستې نشتوالی.

دغه عوامل د دې سبب شول چي نادرشاه افشار په کال ۱۷۲۹ میلادي اصفهان کی د شاه اشرف حکومت په ۱۷۳۱ میلادي کال کې د هرات ابدالي حکومت او په ۱۷۳۸ میلادي کال کې د کندهار شاه حسین هوتک حکومتونه یو په بل پسي له منځه یوسي.

تگ