د پښتو ژبې نامتو افغان لیکوال وفات شو
د طالبانو سرپرست حکومت د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې د وتلي لیکوال پوهاند محمد سیال کاکړ د مړینې خبر اعلان کړ.
د طالبانو سرپرست حکومت د علومو اکاډمۍ خبر ورکړی چې د پښتو ژبې وتلی لیکوال پوهاند محمد سیال کاکړ د اوه اویا کلونو په عمر وفات شوی دی.
د يو بل خبر له مخې دغه مشهور ليکوال د پاکستان د کويټې ښار په يوه روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.
په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني کاکړ ته د سید جمال الدین اسدآبادي مډال ورکړ.
پوھاند ولی محمد سیال کاکړ په ۱۹۳۵ کال کې د پاکستان په پشین سیمه کې زیږیدلی و. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي او بیا یې په کوټه او پنجاب کې لوړې زده کړې بشپړې کړې وې.
کاکړ د ادبیاتو په برخه کې له څلویښتو زیات کتابونه پریښی دی.
سیال کاکړ پر پښتو سربېره په فارسي، اردو، بلوچي، پنجابي، براهوي او انګلیسي ژبو خبرې کولې.
پوهاند سيال کاکړ د پښتو ژبې تر څنګ په فارسي ژبه هم "گنجینه ادب" او "خزینه دانش" کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي.