میزان 30, 1401 10:22 Asia/Kabul
  • په زابل کې د لرغونو آبدو د لمنځه تلو له کبله د فرهنګیانو اندیښنې په زیاتېدو دي

زابل د افغانستان په سویل کې له هغو ولایتونو دی چې ډيری لرغوني آثار او آبدې په کې شتون لري. خو تازه په تازه کې فرهنګیان او لیکوالان وايي چې د دې ولایت یوشمیر ډیرې لرغونې آبدې او آثار د نه پاملرنې له کبله د منځه تلو له ګواښ سره مخامخې دي.

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي او فرهنګیان وايي چې د زابل بالاحصار چې ۲۵۰۰ کاله مخینه لري د ورښتونو او جګړو له کبله د ورانېدو په حال کې دی او که چیرې یې د بیارغونې لپاره اقدام ونشي، وروستۍ خښتې به یې هم له منځه ولاړې شي.

دوی له حکومت څخه غواړي ترڅو د بالاحصار ترڅنګ د نورو لرغونو ځایونو بیارغونې لپاره هم چې اوس مهال د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي ګام پورته کړي.

په همدې حال کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس په دې ولایت کې د لرغونو آبدو د بیارغونې له هڅو خبر ورکوي.

دوی وايي چې دا ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې چې له منل کیدو وروسته به یې د بیارغونې چارې پیل شي.

مخکې له دې په یوشمېر ولایتونو کې د تاریخي او لرغونو ځایونو د لمنځه تلو اندیښنې را ولاړې شوې وې. هیوادوال له حکومت څخه غواړي ترڅو د لرغونو ځایونو په ساتنه او همدا شان د ګرځندوۍ صنعت ته لا ډیرو آسانتیاو برابریدو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.