میزان 30, 1401 09:47 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې د خټینو لوښو د صنعتګرو د پلور بازار په زیاتېدو دی

خټین لوښي چې له پخوا را په دې خوا په افغاني ټولنه کې ترې ګټه پورته کیږي، په دې وروستیو کې بیا د دې صنعت د بازار له کمرنګوالي او رکود څخه اندیښنې ډيرې شوې وې.

خو تازه په تازه بیا په ننګرهار کې کلالان د خپل بازار له تودیدو او تولیداتو له ډيریدو خبر ورکوي. دوی وايي چې اوسمهال خلکو ډيری خټينو لوښو ته مخه کړې او کار او بار یې هم د تیر په پرتله د پام وړ وده لرلې ده.

له بلې خوا هیوادوال د دې پخواني صنعت د ودې په موخه د خټینو لوښو په لا ډيرې ګټنې ټینګار لري. دوی وايي چې له کورنیو تولیداتو څخه په ګټنې له یوې خلکو ته د کار زمینه برابریږي او له بلې خوا هم د هیواد د اقتصاد د ښه والي لامل کیږي.

له دې سره په ننګرهار کې کلالان که څه هم له خپل کار څخه خوښ دي له نورو ځوانانو غواړي ترڅو د ناقانونه کډوالۍ پر ځای په هیواد کې دننه په کار بوخت شي.

دوی همداشان له حکومت څخه غواړي ترڅو له صنعتګرو لا ډير ملاتړ وکړي.

د کارپوهانو په اند که چیرې حکومت د کورنیو صنایعو او کارخونه فعاله ساتلو لپاره هڅه وکړي هم به د اوزګارتیا سکاله تر یوې کچې کمه او هم به د هیواد د اقتصاد د غوړیدا لامل شي.