دلو 30, 1402 14:07 Asia/Kabul
  • د پوهاند احمدشاه زغم لومړی تلین

لیکنه: پوهندوی آصف بهاند

د ۲۰۱۵ ام کال د اپریل دولسمه، کابل، جمال مېنه، د استاد احمد شاه زغم کور .

دا دی د سترگو په رپ کې کال تېر شو او لکه د چا خبره د پوهاند زغم د تختې اوبه لا وچې نه دي، چې لومړی تلین یې راورسېد. د استاد خاطرې د ده د ټولو همځولو، همکارانو، دوستانو او شاگردانو په ذهنونو کې ژوندۍ دي، خو روزگار او سیاسي حالاتو پر خلکو داسې ورځ راوستې ده چې هرڅه د خلکو ژر هېرېـږي، ځکه خلک د پېښو په توپان کې داسې راگیر شوي دي چې هرڅوک په ځان اخته دي؛ خو زه یقیني یم چې د زغم غوندې شخصیتونه هېڅکله او په هېڅ حالت کې د خلکو ځکه نه هېرېـږي چې دی د خلکو په منځ کې، له خلکو سره اوسېدلی و او خپل ټول عمر یې د خلکو چوپـړ ته وقف کړی و. همدا وجه ده چې وروسته ترمړینې هم خلکو پوهاند زغم نه دی هېر کړی دی او نه به یې هېر کړي.

کال مخکې مې د ده د مړینې په پار چې کومه مقاله لیکلې وه، هلته ما د استاد احمدشاه زغم په باب داسې لیکلي وو:

«د شپېتمې لسیزې د پیل کلونو کې مې د لومړي ځل لپاره ولید، داسې درناوی به یې کاوه، چې ما فکر کاوه چې دی مو د خپلې کورنۍ کوم کشر غړی دی، خوله ـ له خدا ډکه، ارام او ځیرک سړی و.

جگه ونه، پراخې اوږې او لکه جهان پهلوان له زوره ډک؛ خو مات او کمین انسان، برخورد صمیمي… په ټوله هغه موده کې چې له ده سره په پښتو څانگه کې په تدریسي چارو بوخت وم، زما نه یادېـږي چې له ده نه به مې یوه بده خبره اورېدلې وي، تل یې داسې چلن کاوه چې دی تر ټولو کشر وي او د هر استاد د خدمت له پاره به ولاړ و.

دا له وجود او روح نه ځواکمن سړی کومې نا پېژاند مرض راونیو او داسې یې سره ونښېځه چې د افغانستان څه چې، د جهان طبیبان یې هم په مداوا پوه نه شول، اوس د تل لپاره کډه شو او وروسته تر دې له موږ سره نور فزیکي شتون نه لري.

له ما سره د استاد زغم د رسمي دندې د همکارۍ او د شخصي ملگرتوب ډېرې خاطرې خوندي دی. زه  به چې هر ځل افغانستان ته لاړم، زنگ به مې وروواهه چې چېرې یې، که به په کور کې و، مخامخ به کور ته ورغلم، ټوله ورځ به یې کېنولم، راته ویل به یې چې:

تلی نه شې، دا ورځ به له ماسره تېروې.»

د پوهاند زغم د لومړي تلین د درناوي په پار به د هغو قلموالو لیکنو او خاطراتو باندې تم شم چې کال مخکې د ده تر خښېدو وروسته په میډیا کې راغلي دي. دا به له یوې خوا د استاد زغم د شخصیت په باب د بېلابېلو استادانو نظریات په یوه ځای راټول شي او بل پلو دا هره خاطره د استاد زغم له شخصیت سره او د ده له پوهې سره نېغ تړاو لري:

پروسږکال د پوهاند زغم تر خښېدو وروسته د ده د ملگري او همکار پوهاند دوکتور بریالي باجوړي د ده د شخصیت او حوصلې په باب خپل خاطرات داسې ولیکل:

«احمدشا:دزغم اوحوصلې نوم،

حوصله يې لکه سمندر اوزغم يې لکه دنګ ا و هسک غر دمقاوت اوهوډ يوفولادي انسان و ٠ کنه ددومره دردونو اوکړاونو زغم څوک لري چې کلونه کلونه يې وزغمل او اه يې ونه کړ هغه دوزيري صاحب خبره چې که بل څوک واى وختي به يې هډوکي خاورې واى۔ دومره اوږده او له دردونو ډکه ناروغي چې داستاد دګل په شان ځواني يې لکه خزان وهلې وچه ونه کړه چې نه ورته هغه قامت پاتې شو نه هغه پلنه سينه نه هغه مظبوطې مټې اونه هغه بشاشه څيره.

په اغلب ګمان چې 2013 کال به و چې استاد راته يو ورځ وويل چې دلاس ګوتې مې پړسيدلي دي۔ ما ورته وويل چې دومره جدي به نه وي خوبياهم ډاکټرته ورشه ٠ استاد دوه درې ډاکټرانو ته ولاړ٠ دوا يې واخيستله خونتيجه يې ورنه کړه۔ هند ته دتلو تکل يې وکړ ۔ ما هم دتګ نيت درلود ۔ موږ دواړه هند ته لاړو او دوه درې ورځې وروسته په ډهلي کې دمکس روغتون ته لاړو۔ له مايناتو وروسته ډاکټروويل چې دا دپوستکي يو ډول ناروغي ده چې په ډيرو کمو کسانو کې پيداکيږي چې ټول وجود لکه دتيږې کلکوي اوټول وجود نيسې علاج نه لري اودوا ددې پاره ورکووچې مرض پيشرفت ونه کړي۔ دى باېد په کال کې درې ځلې اويادوه ځلې ماته راشي۔ ددې نتيجې په اوريدو سره زه زيات خفه شوم خو داستاد په روحيه کې دومره شديد تاثر مااحساس نه کړ ۔ استاد ته يې نور ټيسټونه هم ورکړل ۔ دټيسټو نو ترمنځ په وقفو کې زه او استاد د دهلي دتاريخي ځايونو په ليدولو بوخت وو ۔ اخر چې ټول ټيسټونه وشول نو دوا مو واخيستله۔ دواډيره قيمته وه۔ ددرې مياشتو دوا پنځه اويا زره روپۍ شوې۔ بيرته چې هيواد ته راغلو نو داستاد لپاره ډيره ګرانه وه چې درې ځلې په کال کې هند ته لاړشي او هردرې مياشتې وروسته دپنځه اويازره روپو دوا واخلي۔ يوکال دوه خويې څه چاره وکړه خوبيايې وسه نه کيده ۔ خداى دې استاد هيوادمل ترډيره ژوندى اوباعزته لري له هغه سره مې داستاد مشکل ياد کړ چې بيا هيوادمل صاحب دوه ځلې ورسره مادي مرسته وکړه۔ خواستاد ته نه دجمهوريت په وخت کې توجه وشوه اونه په اسلامي امارت کې۔ دپاسپورټ وخت يې تيرشوى و نه جمهوري نظام ورکړ اونه اسلامي نظام۔ دازموږ ديوپوهاند ډاکټر استاد حال دى هغه استاد چې څلويښت کاله يې ددې وطن بچيان وروزل۔ بې وسۍ غريبۍ اوناروغۍسره لاس په ګريوان استاد کله په کوراوکله په روغتون کې دشديدو دردونو سره مجادله کوله خوزغم څومره حوصله څومره ؟ له بسترکيدو نه دمخه مې دمختار جان سره په برلين کې تماس ونيو هغه راته وويل چې ناروغي يې زياته ده اوپه روغتون کې دى۔ په سبا مې اختيار داستاد مشر زوى ته زنګ وواهه۔ تليفون بل چا واخيست راته يې وويل چې داختيار ماما يم۔ پوښتنه مې وکړه۔ هغه راته وويل چې ښه نه دى دعا ورته کوٸ۔ ډير زياته خفه شوم ۔ استاد رفيق ته مې زنګ وواهه ۔ هغه تليفون وانه خيست۔ خو دوه درې ساعته به نه وو تير چې استاد رفيق زنګ راووهه اوراته يې په ژړغوني اواز وويل چې احمدشا لاړ۔ ډير دردونکى خبر چې حواس مې ورسره مړه شول نورې خبرې مو ونه شوې په مسافرۍ کې دخپل ياردوست اوهمکار دمرګ خبر ډيرسخت دى چاته وژاړې دچاسره زړه تش کړې۔ بس زه وم او دکوټې ديوالونه۔ په فکرکې لاړم تيرو کلونوته چې زه نوى استاد شوى وم اودى لامحصل و۔ دوه کاله وروسته دى هم استاد شو۔ ډيرغښتلى و ورزش يې نه قضا کاوه خو دير صقيل ورزش يې کاوه۔ دزيات کارعلاقمند و دهغه وخت له اخبارونو مجلو ،جرايدو اوباختراژانس سره قلمي همکارو ۔ شعريې هم وايه او د ((ويښ )) تخلص يې درلود ۔ وروسته يې پښتو فولکلورته ډير کاروکړ ۔ دتصوف او عرفان له تدريس سره دده په سلوک کې هم تغير راغى اولکه دعارفانو خوى خصلت يې پيداکړ او هميشه به په تفکرکې و ۔ داستاد زغم صفتونه ډيردي که په هريو خبرې کوو نوموضوع ډيره اوږديږي۔ خودومره بايد ووايم چې دژوند طرز يې فقيرانه و ۔ حوصله يې زياته وه۔ دهرچا دوست اواشناو۔ هيڅ ډول تعصب يې نه درلود۔ په ميلمه پالنه کې يې سيال نه و۔ هغه وخت چې روغ نوغرمه به دډوډۍ لپارکورته تلو۔ که هر استاد به موجود و نو په زوره به يې له ځان سره ملګرى کاوه چې دوه درې ځله يې زه هم په وچ زور له ځان سره ملګرى کړى يم۔ بيا چې ناروغ و نو ډوډۍ به يې ورته دکوره راوړه۔ کله به يې چې ډوۍ ورته راوړه نوکوټه په کوټه به ګرځيده که څوک به موجود و نو که هرڅو کسان به وو ۔ ده به له ځان سره کينول که ډوډۍ به لږه وه که زياته په ګډه به له نوروسره په خوشالۍ خوړله۔ استاد تدريس اودرس ورکولو ته لکه دفرض په توګه کتل هرڅومره چې به د ده ناروغي شديده وه بيا به هم په خپل وخت په ټولګي کې په درس بوخت و۔ په ژمي کې به دده ناروغي زياته وه موږ څو تنو استادانو ورته وويل چې ته مه راځه استراحت وکړه موږ به ستاپرځاى ستادرسونه مخته يوسو خوده به نه منله په داسې حال کې چې دپوهنتون تردروازې به په درې دمو کې رسيده۔ نهايت خيرخواه ، مهربان اوزړه سواند شخصيت و٠ دوطن او خلکو مينه يې په رګونو کې تل په غورځنګونووه۔ داستاد خاطرې راسره زياتې دي کله به يې وليکم۔ په پاى کې داستاد زغم ټولې کورني داستاد زامنو اختيار ، مختار ، افتخار داستاد شاګردانو او دوستانو ته دزړه له تله تسليت وايم اواستادته دمغفرت دعاکوم چې خداى دې جنتونه نصيب کړي۔ هغه دنيا دې ښايسته وي۔ ددې دنيا په ارمان دې نه شي٠ يادونه دې تلپاتي وي.»

د پوهاند استاد احمدشاه زغم د مړینې په مناسبت د هندوستان د نهرو پوهنتون د پښتو څانگې پیام:

د استاد زغم په دردونکې مړینه دنهروپوهنتون د پښتوڅانګې داستادانواو زده کونکو د خواخوږۍ پیغام!

په ډیره خواشینۍ سره مو دکابل پوهنتون د پښتوڅانګې د استاد ارواښاد پوهاند احمد شاه  زغم دمړینې خبر له رسنیوڅخه واورید. استاد زغم یوله هغواستادانوڅخه وچې څوځلې یې دخپل سفرپه ترڅ کې زموږله څآنګې څخه کتنه کړې وه، له هغه سره مو له نږدې پیژندل، دهغه له خبرو اولیکنومو تل ګټه اخیستی وه.

داستاد زغم مړینه د پښتوژبې لویی کورنۍ ته دا که په افغانستان کې ده او که له افغانستان څخه دباندې یوه لویه اونه جبران کیدونکی علمی اوفرهنګی ضایعه ده. هغه دخپل ګران عمرلویه برخه دهیواد بچیانواود پښتوژبې په خدمت کې په درنښت سره  تیره کړه، په سلګونو او زرګونو شاګردان یې و روزل.  پښتوژبې پالندویان اوافغاني ټولنه  به دده  دخدمت  هرعلمي دم او قدم  دده د لویو نکیوپه برخه کې په تلپاتې مینې سره یادوي اودده لاره به نوره هم په درنښت سره پالي.

موږ دنهروپوهنتون استادان اوزده کونکي داستاد زغم د مړینې له امله دکابل پوهنتون له پښتوڅانګې، دده له درنې کورنۍ او دوستانو سره خپله خواخوږي اوغم شریکی څرګند وو، اواستاد ته دلوی اوبښونکی خدای له درباره د جنتونو هیله من یو.

یاد یې تلپاتې

په درنښت

پښتوڅانګه  نهرو پوهنتون

نوی ډیلی هند

استاد محمد معصوم هوتک د احمدشاه زغم د مړینې په پار داسې څه ولیکل چې د استاد زغم د علمي شخصیت یو بل اړخ څرگندوي. دوی دواړه په باختر آژانس کې ژباړې کولې، دا هم د استاد هوتک د لنډې لیکنې بشپـړ متن:

پوهاند احمد شاه “زغم” دي خدای وبخښي

د استاد زغم د وفات خبر یو چا له کندهاره راکړ. سمدستي مي له استاد آصف بهاند سره شریک کړ. دی تر ما دمخه په خبر سوی وو. پر مړینه مو ژوره خواشیني سره شریکه کړه.

استاد احمد شاه زغم مي له هغه وخته دوست او اشنا وو چي له نامه سره ئې “ویښ” کیښ. دغه وخت ما د باختر آژانس په پښتو څانگه کي د بالمقطع اجیر په توگه د اولاد نفقه برابروله او احمد شاه ویښ نوی د ادبپوهنځي په کدر کي شامل سوی وو. ده هم تر رسمي وظیفې وروسته د آژانس په پښتو څانگه کي د قراردادي اجیر په توگه کار پیل کړ. له هماغه لومړۍ ورځي څخه چي آژانس ته راغی، زموږ ستوري سره برابر سول او یارانه مو ټینگه سوه. څه موده وروسته سرنوشت زه په ادبپوهنځي کي د محصل په توگه شامل کړم . دلته مو هم هماغه پخوانۍ انډیوالي دوام وکړ. د پوهنځي تر فارغېدو وروسته د پوهنتون علمي شورا په کدر کي زما د شمولیت مسئله تصویب کړه خو مقاماتو په یوه او بله پلمه له دغه حق څخه محروم کړم. کله چي کاناډا ته راغلم، استاد زغم خطي رابطه را سره ساتله او هغه ترخه حقایق به ئې راته کښل چي په علمي کدر کي زما د شاملېدو په لار کي خنډ ول. راته لیکل به ئې چي ” اور له خپلي لمني اخیستل کېږي”. مراد به ئې دا وو چي د پښتو څانگي ځیني غړي ستا د راتگ په لار کي خنډ دي. دا لیکونه ما پخپل یوه ناچاپ اثر” نیم دیدن” کي خوندي کړي دي.

څو کاله پخوا چي کابل ته ورغلم، د ادبپوهنځي پښتو څانگي ته ورغلم. د پوهنځي په دروازه کي سره مخامخ سوو. همېشنۍ خندا ئې پر خوله وه او د غېږي روغبړ مو وکړ. ویل یې، “درس لرم. ته ډیپارټمنټ ته درځه، زه هم درځم”. زه له مرحوم استاد جاج صاحب سره ناست وم چي ملازم له چای سره کېک کولچې راوړې او زه پوه سوم چي د استاد احمدشاه په غوښتنه ئې راوړي ول. وروسته استاد ویښ هم راورسېد. اوږده د زړه خواله مو سره وکړه. کور ته ئې د ورتگ ست دومره ټینگ وکړ چي د خدای په روی مي کور ته ورسره د تلو عذر ورته وکړ.

زه چي کاناډا ته بیرته راغلم، بیا مو هم خطي اړیکي ټینگ ول، خو وروسته ئې په ناروغي خبر سوم. له بده مرغه چي نه ئې پر رنځ حاضر وم، نه پر جنازه. له فرسنگونو لیري مي دوعاوي ورولېږلې.

استاد احمدشاه زغم په علمي ډگر کي ښه استاد وو، ښه افاده ئې درلوده، له مسلک سره ژمن وو. په شخصي ژوندانه کي مېړه مخی سړی وو. د کندهاریانو په اصطلاح د “خرابات خانه ئې هم درلوده”. شعر ئې هم وایه او لیکلي آثار ئې هم پرېښوول. د شاگردانو شمېر تر حساب تېر دئ استاد پر داسي وخت ولاړ چي د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دئ او زموږ هیڅ هم په وس نه دي پوره.

جنتونه دې خدای نصیب کړي. آمین

آټاوا ــ کاناډا

۲۰ فبروري ۲۰۲۳ع

د پوهاند زغم د لومړي تلین د لا درناوي په پار به، د ده د دردونکې مړینې په پار د استاد زلمي هېوادمل هغه لیکنه راواخلم چې د زغم تر مړینې درې اونۍ وروسته (۱۲/۰۳/۲۰۲۳) وروسته یې په خپله فیسبوکپاڼه کې خپره کړه.

دلته د دې لیکنې رااخستل ځکه اړین گڼم چې په لیکنه کې له یوې خوا د پوهاند زغم د ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندې خبرې شوې دي او له بلې خوا د هغه وخت د فرهنگي او علمي بهیر پر داسې جزیاتو باندې رڼا اچول شوې ده چې تر اوسه پورې یې یادونه چا نه وه کړې او د هغې زمانې د فرهنگي بهیر ځینې داسې تیاره گوټونه په لیکنه کې روښانه شوي او هېر مسایل په کې یاد شوي او ثبت شوي دي چې بیخي نوي او د اوسنیو لیکوالو او لوستونکو لپاره ډېر اړین او جالب دي:

«د پوهاند احمد شاه زغم د بې وسۍ او نا امیدۍ دردوونکې مړینه

د تیرې دلوې ۱۴۰۱ / ۲۰۲۳ د میاشتې په وروستی مازیګر، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، فقیر مشربه او زیارکښ استاد، پوهاند احمد شاه زغم له دې نړۍ سترګی پټې کړې، خپله کورنۍ، دوستان، استادان، ملګری او شاګردان یې د ویر په ټغره کښینول.

د تیرې هجری شمسی پیړۍ په شپیتمو کلونو کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګی تدریسی کادر ته څو نوي ځوانان جذب شول چې: عبدالخالق رشید، بریالی باجوړی، آصف بهاند، محمد رفیق رفیق او په ټولو کې ځوان (هغه وخت) احمد شاه ویښ او بیا زغم پکې شامل وو.

دغو ځوانو تدریسی غړیو له خپل استعداد سره سم له فرهنګ سره خپله مینه وپاللـه او د فرهنګ پالنې د ذوق د خړوبولو په منظور یې ځینو په پوهنځی کې د تدریس تر څنګ ځینې نورې فرهنګی هڅې هم وکړې، لکه: عبدالخالق رشید د کابل پوهنتون د فرهنګی شوری د مرستیال، بریالی باجوړی د افغانستان د لیکوالو انجمن د پښتنو او بلوڅو د ادبیاتو د څانګی او بیا د انجمن د ادبی څیړنو او نقد څانګی د مشر په حیث او آصف بهاند، د ژبپوهنی او ادبپوهنی د ممتاز استاد پوهاند محمد رحیم الهام سره، د اجتماعی علومو د اکادمیکی مجلی د معاون په حیث اضافی فرهنګی کارونه وکړل.

کله چې په شپیتمو کلونو کې د کابل پوهنتون ځینو پوهنځیو کې او په تیره د ژبو او ادبیاتو پوهنځی کې دویمه پلا د ماسترۍ برنامه پیل شوه، دغو ځوانو تدریسی غړیو، ټولو د ماسترۍ برنامه تعقیب کړه او ټول د ادبیاتو ماستران شول. ځوان احمد شاه ویښ هم دغه مهال ماستر شو، د لیسانس د دورې د مانوګراف او د ماسترۍ د تیزس له لیکلو سره یې د لیکوالی تجربه هم مخ په غوړیدو شوه، مګر ددې تجربی د لا صیقل او په دی ساحه کې یې د خپل استعداد د لا غوړولو په منظور خپلې هڅې جاری ساتلی او د پوهنتون په فرهنګی شوری کې به یې د استاد رشید له هڅونو او تجربو ښه استفاده کوله او په زده کړه کې یې چې څومره کولای شول له هر چا: مشرانو او همزولیو مرسته غوښتله.

همدا مهال یې د مقالو لیکل هم شروع کړل. د احمد شاه زغم لومړنۍ چاپی مقاله چې ما لیدلی وه د (چاربیته) تر عنوان لاندې زموږ په مهالنیو خپرونو کې چاپ شوې وه.

زموږ په معاصر تاریخ کې د تیرې هجری شمسی پیړۍ اویایم کلونه د تنظیمی جنګونو د بربادیواو بدبختیو کلونه دي. دغه خونړۍ پیر ډیری افغانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل، مګر احمد شاه زغم د ناخوالو او ناورینونو پدې بد دوران کې له هیواده ونه ووت، پر کور ؤ او ټولو نا ملایماتو ته اوږه ورکړه.

څو کاله ما زغم و نه لید کله چې د اتیایمو کلونو په پیل کې بیرته کابل ته راغلم. پدغو کلونو کې زموږ استاد پوهاند محمد صابر خیشکی د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی رئیس ؤ. د هغه لیدو ته ورغلې وم چې د هغه له دفتر ووتم په دهلیز کې مې احمد شاه زغم ولید په خندا یې روغ بړ راسره وکړ.

ما ورته وویل: احمد شاه جانه! ارویدلی می دي چې په تیرو جنجالی کلونو کې دې ډیر مشکلات ولیدل. په خورا حوصله مندۍ یې صرف دومره را ته وویل: هر څه چې وو تیر شول.

د همدغو اتیایمو کلونو د لسیزې په لومړیو کلونو کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو او دری ژبو او ادبیاتو د ماسترۍ برنامې، درییمه پلا بیا له سره پیل شوې. د ماسترۍ د درییمی پلا پیل په لومړیو کلونو کې ددې برنامو د اکادمیکو کارونو د اجرا لپاره لا ځانګړي بورډونه نه وو جوړ شوي. د برنامې ټول اکادمیک کارونه د پوهنتون ریاست کې د ځانګړیو کمیسونونو له لارې سرته رسیدل.

د کابل پوهنتون هغه وختنی رئیس دوکتور اشرف غنی غالباً د خپلو نورو مصروفیاتو په وجه د کابل پوهنتون د ریاست د چلولو لپاره، پوهنوال دوکتور نظیفی خپل کفیل ټاکلی ؤ. د پښتو ماسترۍ د اکادمیکو چارو د اجرا لپاره یوه کمیټه جوړه شوې وه چې پوهنوال دکتور نظیفی، د عالی تحصیلاتو د وزرات معین پوهاند محمد صابر خیشکی، زه (هیوادمل)، د کابل پوهنتون اداری معاون مکمل الکوزی او د پوهنځی د پښتو څانګی په نماینده ګی احمد شاه زغم پکی شامل وو.

دې کمیټی به د ضرورت په وخت کې غونډې کولی. ما د کمیټی په ټولو غونډو کې احمد شاه زغم یو داسې شخص وموند چې د خپل صلاحیت په چوکاټ کې به یې ډیر آرام او مدلل خپل نظر څرګنداوه او عمده کار یې د پښتو څانګی له منسوبینو دفاع وه او که به دده د غوښتنو په وړاندې د پوهنتون مسوولینو د قانونی مشکلاتو یادونه وکړه، ده به له اکادمیکو برخوردونو د یو خبر سړی په توګه د مقابل لوري معقول استدلال مانه.

پر ۲۰۰۷ م کال یونسکو د حضرت مولانا جلال الدین بلخی د ۸۰۰ کال لمانځنه پر بین المللی سطح منلې وه. د افغانستان ډیرو دولتی او خصوصی علمی – فرهنګی موسساتو هم دا کال د منطقه یی او ملی، سیمینارونو د جوړلو له لیارې ونمانځه. کابل پوهنتون پدې مناسبت د پوهنتون په ادیتوریم کې یو ورځنۍ علمی غونډه جوړه کړې وه.

له ښه تصادفه هغه مهال، زموږ د هیواد منلی سیاسی- فرهنګی شخصیت دوکتور عبدالغفور روان فرهادی او د علامه محمود طرزی لمسی (غالباً د محمود طرزی لیسې د نوې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره) کابل ته راغلی وو. ما د کابل پوهنتون ددې غونډې له مجریانو وغوښتل چې استاد روان فرهادي او د محمود طرزی لمسی هم دې غونډې ته دعوت کړي، مجریانو زما غوښتنه په خوښې ومنله او دواړه یې دعوت کړل. د غونډې په ورځ زه خپله په دواړو پسې انترکانتیننتال هوتل ته ورغلم او کابل پوهنتون ته مې راوستل. په غونډه کې ددې دواړو شخصیتونو ګډون غونډی ته لا درنښت وباخښه.

پدې سیمینار کې زموږ احمد شاه زغم هم د مولانا د مثنوی معنوی د ځینو برخو او ځینو حکایاتو د پښتو ترجمو په باب، په پښتو ژبه غونډې ته یوه مقاله وړاندې کړه.

د زغم تر مقالې وروسته د غونډې له ګډونوالو یو چا احمد شاه زغم ته د درناوې په منظور، پرته له دې چې دده مقالې او یا د هغه نامه ته اشاره ولري، د سیمینار له هیئت رئیسه د څو خبرو اجازه وغوښته او له ابتدا تر انتهایي د مولانا د مثنوی معنوی د بیلابیلو دفاترو، او متفرقو حکایاتو د پښتو ترجمو او شرحو په باب غونډې ته اوږدې خبرې وکړې. زما یاد دي چې د تفریح په وخت کې احمد شاه زغم – سره له دې چې نه چا دده مقالی او نه یې نامه ته څه اشاره کړې وه – راغی او له هغه سړی یې ډیره مننه وکړه او ورته یې وویل: داسی معلومات دې وړاندې کړل چې ما ته نوي وو. که دا خبرې دې ولیکې زه به د خپلې مقالې په بشپړاینه کې ترې استفاده وکړم.

ما چې د احمد شاه زغم دا برخورد ولیده، دده پر اکادمیک ذهنیت باوري او ډیر خوشحاله شوم. ځکه موږ په داسې جامعه کې ژوند کوو چې د سالم او رغنده نقد حوصله هم نه لري. دا چې د مولانا په غونډه کې د زغم تر مقالی وروسته هغه سړي (نقاد) د موضوع د بشپړاینې په پارغونډې ته خبرې وکړی، خو نه یې د زغم مقالی او نه یې نامه ته اشاره وکړه، دا نه یادونه غالباً له همدې ویرې ناشی کیده چې زموږ په ټولنه کې له نقده موجوده وه او ده (نقاد) به انګیرلې وي چې که به د زغم نوم واخلم مبادا چې پر زغم به درنه تمامه شی.

د نویمو کلونو په پیل کې د عالی تحصیلاتو وزارت وپتییله چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی کې د پښتو او پارسی– دری ژبو او ادبیاتو د دوکتوری د تحصیلی دورې برنامی شروع کړي.

د وخت د تحصیلاتو وزیر دوکتور عبید دا نظریه د اجرایي کیدو په منظور جمهوری ریاست ته پیشنهاد کړه. هغه وخت زما دولتی وظیفه داسې وه چې په دغسی مواردو کې باید له ما پوښتنه شوی وای. یوه ورځ یو حکومتی مجلس ته وغوښتل شوم. او له ما یې د عالی تحصیلاتو د وزارت د پیشنهاد او په کابل پوهنتون کې د دوکتوری د برنامی د پیل په باب پوښتنه وکړه او جمهور رئیس کرزي دا هم راته وویل: د مجلس اکثر غړي ددې برنامې له پیل سره مخالف دي او وایی چې زموږ پوهنتون د دې برنامې د چلولو توان نه لري؟ ما ورته په ځواب کې وویل:

ما د هند او روسیې په شمول د افغانستان د زیاترو ګاونډیو هیوادونو د ژبو او ادبیاتو د دوکتوری برنامی او د هغوې د ځینو فارغانو ډیزرټیشنونه او درسې سلیبسونه کتلی او له استادانو سره مې هم خبرې کړي دي. که به موږ په کابل پوهنتون کې د پارسی – دری او پښتو ژبو او ادبیاتو د دوکتوری برنامی شروع کړو. د یادو هیوادو له مشابه برنامو که مخ ته نه وي نو به ترې پاته هم نه وي. البته موږ تخنیکی او د برنامه ریزۍ ځینې ستونزې لرو، خو که هر څومره دا برنامه ځنډوو، دا ستونزې نه رفع کیږي. دا وړ ستونزې هغه وخت د حل لار موندلای شی چې موږ برنامه شروع کړو.

د جمهور رئیس حامد کرزی په شمول مجلس، زما له خبرو سره موافقه وکړه او پدې توګه د دری – پارسی او پښتو ژبو او ادبیاتو د دوکتوری دورې برنامی په کابل پوهنتون کې او د شرعیاتو د دوکتوری یوه برنامه په ننګرهار پوهنتون کې منظورې شوې.

دوې درې ورځې وروسته یو مازیګر زه په صنف کې وم چې دروازه را وټکیده، زه خپله دروازې ته ورغلم ګورم چې استاد بایزید اڅک ولاړ دی (‎دا وخت غالباً د پښتو څانګی مشر ؤ) پوښتنه مو سره وکړه زه یې دهلیز ته وبللم او را ته یې کړل: “نن د پوهنځی رئیس بللی وم او را ته یې وویل چې وزارت په پښتو او دري څانګو کې دوکتوری شروع کوي. د کارونو د تنظیم لپاره یو کمیټه جوړیږي ته به په دې کمیټه کې برخه اخلې. ما ورته وویل: زه خو ناجوړه یم شاید تل ګډون و نه ګړای شم. زه به څوک د ځان په نماینده ګی دې کمیټې ته در ولیږم. زما خوښه ده چې ته ددې کمیټی په غونډو کې اشتراک وکړې”.

ما (هیوادمل) استاد اڅک ته وویل: امر دې پر لیمو ما ته وزارت هم ویلی دي چې دې کمیټه کې اشتراک وکړم، خو ستاسې امر پدې برخه کې زما وظیفه یی مسوولیت دوه چنده کړ تاسې بې غمه اوسئ ستاسې امر پر ځای کیږي.

د پښتو او پارسی – دری دوکتوری د برنامو د چارو د تنظیم لپاره د عالی تحصیلاتو د وزارت لپاره یوه کمیټه په کار وګمارل شوه چې دا لاندې ذوات پکې شامل وو:

پوهاند دوکتور محمد عثمان بابری د وزارت علمی معین، پوهاند دوکتور محمد قاسم جمدر د وزارت اکادمیک مشاور، انجینر حبیب د کابل پوهنتون رئیس، دوکتور نسیمی د ژبو او د ادبیاتو د پوهنځی رئیس، پوهاند محمد صابر خیشکی، پوهاند دوکتور عبدالقیوم قویم، پوهاند دوکتور حسین یمین، پوهاند دوکتور محمد افضل بنووال، پوهندوی دوکتور عبدالخالق وفایی او زه (هیوادمل).

دې کمیټی د دوکتوری د کاندیدانو د داخلي، رهنمایی، ځینو اکادمیکو چارو او د دې لومړۍ تحصیلي دورې د کاندیدانو د شمیر او نورو… په باب فیصلې وکړې. دې کمیټی دوې درې غونډې درلودې. کله کله به په غونډو کې ځینو اعضاوو خپل احساسات نشوی کنترولولای، په یوه غونډه کې استاد وفایی او استاد بنووال خوله په خوله شول او د کمیټې جلسه یې بې خونده کړه او دوکتور بابري یې ختم اعلان کړ.

کمیټې فیصله وکړه چې د دوکتوری په اوله دوره کې دې د دواړو دیپارتمنټونو له ماسترو مشرانو استادانو څخه لس لس تنه د دوکتوری د تحصیل لپاره جذب شی. د طرزالعمل تطبیق او د اکادمیکو مسایلو د اجرا چارې د پوهنځی اداری ته وسپارل شوې.

د پښتو څانګی د لسو تنو مشرانو استادانو په سلسله کې پوهاند احمد شاه زغم هم د دوکتوری برنامی ته معرفی شو.

د خپل ډیزرتیشن له مفرداتو یې د پوهنځی په علمی کمیټه کې دفاع وکړه او د دوکتوری د لومړۍ دورې درسی کورسونه یې شروع کړل.

ما (هیوادمل) ته د پوهنځی د دوکتوری د علمی کمیټی له خوا د دوکتوری د تدریسی دورې په وروستیو دریوو سمسترونو کې د افغانستان د فرهنګ تاریخ، ادبی نظریې او پښتو حماسه د مضامینو د تدریس چارې را وسپارل شوې. او په دې دریو سمسترونو کې زما نه په یادیږي چې احمد شاه زغم دی یوه ورځ هم غیر حاضر شوی وي. هغه مهال موزی مرض نوی نوی دده په وجود کې مخ په خپریدو ؤ. کله کله به ستړی ښکاریده، یوه ورځ ما ورته وویل: احمد شاه جانه، زه ستاسی درسونه تکثیروم او تاسی ته یې انشاالله درسپارم، که صنف ته راتګ درته مشکل وي زما په درسونو کې مه راځه. زغم په خپله دایمی آرامه لهجه را ته وویل: زما دا آرزو وه چې کله به دوکتوری شروع کوم. دا آرزو مې اوس پوره شوه، په شوق یې درسونو ته راځم.

پدې کې استاد بخت میر وزیري (هغه وخت د دیپارتمنت مشر) او دوکتور ښکلی را ته وویل موږ ورته په وارو وارو ویلی دي که ستړیا احساسوې نو د دیپارتمنت ځوان استادان ټول آماده دي چې ستا پر ځای ستا صنفونو ته ورشی خو دی یې نه منی او پر خپل وخت خپلو صنفونو ته ورځی او شاګردانو ته درس ورکوي.

زما (هیوادمل) د معلمۍ په اصولو کې یو اصل دا دی چې تر ازموینی وروسته کتلی پارچې بیرته پدې نیامت شاګردانو او سکالرانو ته سپارم چې وې ګوري، که ما سهوه کړې وي د امتحان د پارچې خاوند به ما خپلی سهوې ته متوجه کړي. د شاګردانو او سکالرانو له خوا د خپلو پارچو تر کتلو وروسته بیا د امتحان نتایج ادارې ته سپارم.

په دې دریو سمسترونو کې چې ما له پوهاند زغم او دده له ملګرو سکالرانو سره درس درلود او له هرې ازموینې وروسته به مې چې پارچې دوی ته وسپارلی، یو نیم ملګری به لا یو څه غوښتنه کوله، خو زغم به هر ځل را ته ویل چې اوس دې هم ډیرې نومری راکړي دي. د احمد شاه زغم دې برخورد به دده د قناعت عالی سطح را ښووله.

پوهاند احمد شاه زغم چې د خپل ژوند په ورستیو څو کلونو کې له لا علاجه مرګونی مرض سره مبارزه کوله، د ماسترۍ او لیسانس صنفونو ته یې تدریس کاوه او هم یې د خپلی دوکتوری د ډیزرټیشن د موادو د لټون او تنظیم هڅې کولې له ما سره یې څو ځله پدې برخه کې مشوره کړې وه.

پوهاند احمد شاه زغم ما سږ کال وروستۍ پلا د قوس په میاشت کې د پښتو څانګی د دوکتوری د دویمی دورې د سکالرانو د دفاع په لومړۍ ورځ د پوهنځی د چینایی دیپارتمنت په ادیتوریم کې ولید او د ښاغلی انځور د دفاع په جریان کې یې یوه ښه تبصره وکړه.

بیا د دې کال په وروستیو میاشتو کې د فیسبوک له لارې خبر شوم چې د احمد شاه زغم مرض زور کړی او په روغتون کې بستري دی. د دلو په میاشت کې یوه شپه د رودوالو دوستانو په یوه واده کې له پوهاند دوکتور محمد رفیق رفیق سره پر یوه میز ناست وم. له ده سره د بنډار په ترڅ کې مې ترې د پوهاند احمد شاه زغم پوښتنه وکړه، د ناروغی په باب مې د فیسبوکونو د نوشتو خبرې ورسره شریکی کړې. استاد رفیق راته وویل: د ده ناروغی هر کال په ژمی کې زیاتیږي، سږ کال هم زیاته شوې او اوس بستر دی.

له استاد رفیقه می بیا وپوښتل: د احمد شاه د دفاع موضوع څنګه شوه؟ استاد رفیق په ځواب کې را ته وویل: ابتدایی دفاع یې کړې ده. پوهنتون چې کله شروع شی دواړه به د دیپارتمنت له مشر دوکتور اجمل ښکلی سره خبرې وکړو او ترې وبه غواړو چې د نهایی دفاع غونډه ورته جوړه کړي.

له بده مرغه چې د استاد رفیق او زما له دغو خبرو څو ورځی وروسته یې بیا هم له فیسبوکه له غمجنې مړینې خبر شوم. خدای دې جنتونه ورکا او کورنۍ ته یې تسلیت.»

استاد زغم داسې شخصیت و، چې هېر به نه شي او تل به په ښو سره یادېـږي.

اروح یې ښاده

یاد یې تل‌پاتې.