دلو 25, 1402 10:08 Asia/Kabul
  • د پوهاند بهاالدین مجروح ۳۶ تلین

له نن څخه ۳۶ کاله پخوا د ۱۹۸۸ د فبرورۍ په ۱۱ مه افغان فیلسفوف او لیکوال پوهاند بهاالدین مجروح د رڼا د دښمنانو په لاس په پېښور کې شهید کړل شو.

د ارواښاد مجروح د ژوند او په ځانګړي ډول شعر په اړه لاندې لیکنه نامتو شاعر عبدالباري جهاني لیکلې ده.

پوهاند ډاکټرسید بهاءالدین مجروح د پښتو ژبي د یوه مشهور شاعر او خدمتګار سید شمس الدین مجروح زوی وو. د ۱۹۲۸ کال د فبروري په میاشت کي د کونړ ولایت د اسمار په ولسوالی کي دنیا ته راغی او د ۱۹۸۸ کال د فبروري په میاشت کي، د شپیتو کالو په عمر د وطن، سولي، علم او رڼا دښمنانو په پیښور ښار کي وواژه او پښتو ژبه یې د هغه له نوراني ماغزو او له احساسه مالامال زړه څخه د تل لپاره بې برخي کړه. بهاءالدین مجروح یو فیلسوف، یو عالم او شاعر و، چي ښايی د هغه د ژوند په زمانه کي یې افغانستان ساری نه درلود او زه یقین لرم چي تر اوسه پوري یې هم خلا نه ډکه سوې او د هغه په څیر بل سترګه ور، هوښیار او پر وطن او خاوره مین فیلسوف او شاعر لا دې خاوري نه دی زیږولی. مجروح صاحب خپل ځانته شاعر نه وایه؛ او ښايی دغه علت وي چي ډیر کم شعر یې لیکی او موږ ته یې ډیر لږ شعرونه راپاته دي؛خو اشعار یې د مضمون له مخي دومره غني وه چي په خپله زمانه کي یې بې ساري ګڼلای سو. دا اشعار چي هر څومره زیات ولوستل سي په هغه اندازه یې سړی غني مضامینو ته متوجه کیږي او نوي نوي فلسفي مفاهیم او د عقل خبري پکښي پیدا کوي. د سید بهاءالدین مجروح ځیني شعرونه، په ریشتیا هم د شکل له مخي، پر غوږونو ښه نه لګیږي، ځکه چي چنداني یې د شعر او نظم د روانی خیال نه دی ساتلی، او لکه په تلوار تلوار چی یې لیکلي وي، یوازي یې ژورو فلسفي او علمي مفاهیمو ته پام اړولی دی او غواړي خپلي هوښیاري خبري او د پیغام څخه ډک کلام د خپلو لوستونکو تر سترګو تیر او په اوریدونکو واوري.

د هغه د قدیم یونان د اورفیوس او اوریدیسه داستان، د انګۍ او نرګس داستان، چي هغه هم د قدیم یونان په افسانو اړه لري، په بار بار لوستلو ارزي. که مجروح نه وای نو دا له پند او عبرت څخه ډکي ښکلي افسانې ښايي هیڅکله زموږ غوږونو ته نه وای رسیدلي.

د وطن مور په نوم، ازاد شعر یې د خپل وخت شهکار دی، چي د شکل له مخي کله کله د نثر خوند کوي، خو هم انتقادي او هم انقلابي نظم دی. پر خپل قام باندي ډیر توند ورغلی دی او په حقیقت کي د ده ویده قام دغه راز توندي لهجې ته ضرورت درلود. په دې نظم کي د لاروي او د وطن د مور تر منځ یوه لنډه مرکه ده. دا مرکه د اختر په ورځ ده او لاروی د وطن له مور څخه پوښتنه کوي.

اې د وطن موري!په ما ګراني په زړه پوري!زار قربان دي له میروشهد سپیرو شاړو دښتو شهخو لعنت دي په بچیواې د وطن موري په ما ګرانينن اختر دی بختور دیدا کمیس دي پرون تور وونن هم تور دیخو پرتوګ دي څیر ي څیرينوی نه شوخو اختر دي مبارک شهګراني موري!اې د وطن موريښه دی ښه دیچي پرتوګ دي خړبخن دیڅیري څیريد هیچا نه په کاریږينه خرڅیږيځکه ستا بچي ډیر زښتنه نارینه ديخرڅوي د مور پرتوګ هم.

لاروی د وطن مور ته ډیري خبري کوي. پخوانۍ خبري او زوړ تاریخ ورته یادوي، په اصطلاح د زړه پر زخمونو یې مالګي دوړوي. د وطن مور هم بالاخره خپله خوله پرانیزي او په سرو سترګو د لاروي جوابونه وايی. او په یوه ځای کي ورته وايي:

په ما هر پسات چي کیږي د شپې کیږيوهل کیږم، تړل کیږم، په تور تم کيچي سبا شي بیا خبریږمچي بچو خپلو بچو یمه تړلېیوه بل نوي میړه ته یې واده کړېیو تربور یې دی شړلیبل تربور ته یې ورکړېپه دې شاني خرڅوي ماپه ظالمو مستبدو، زوروروبه بار باري ودوي ماعمر تیر شوناوي توب مي نه ختمیږيدا چي ته یې تاریخ بولېڅه بیان کړي؟داسي وايي:یوه ناوې وه چي سل کرت واده شوههغه زه یم.اوس نو وایهچي په زور ظلم واده شيڅو څو وارهپه جبري نکاح پالنګ ته راښکل کیږيپه رڼا ورځ سرې ډولۍ کي راوړل کیږيبیا چي شپه شي توره شپه شيپه زوړ کټ کي تړل کیږي، وهل کیږيچي تا ولي بکارت نه دی ساتلیاوس نو وایهد دې هسي مور اولاد به څه اولاد وي؟

او د نظم په پای کي، چي د سردار داوود خان د جمهوري ریاست په وروستي کال کي لیکل سوی دی، د وطن مور لاروي ته وايي چي زامنو مي بالاخره یوه بل میړه ته، چي پخوا هم ورسره اشنا وم، واده کړم او ما ته یې ویل چي دا هغه د پخوا سړی نه دی، ډیر بدل سوی دی او تا به ډیره ونازوي؛ خو اوس دوی پخپله د هغه د لاسه په چیغو چیغو ژاړي.

خو چي شپه شوله تور تم شوبیا هم هغه ټکول و را ښکودل وود قرنونو تجربه تکراریدلهشومه غلېڅه موده لا تیره نه وهچي زما بچي بدذاتيراته راغللپه ژړا په واویلا شولچي دا نوی پلار تر نورو هم ظالم دیهم وهل هم ټکول کړي هم وژل کړي««««««««««اې زما کمبخته زویه لارویه!دا زړې خبري ولي یادوې تهپه پرهار مي ملګي ولي دوړوې تهد تیر وخت را یادول څه پکاریږي؟دا نن شپه راته بلا دهله سبا ورځي ډاریږمچي به کله ما تړي څوکد بل چا لاس ته سپاري څوک.

د کونړ سیند د بهاءالدین مجروح یو بل شهکار دی چي په ۲۷۸ بیتونو کي د مثنوي په شکل لیکل سوی دی. دا مثنوي ځکه پر سړي نه غمیږي چي یوازي د کنړ سیند ته نه دی لیکل سوی بلکه د کنړ د سیند پر غاړه د ډیرو زیاتو پیښو او حوادثو بیان دی، چي یوه له بلي سره چنداني اړیکی نه لري او هره یوه یې بیل هدف لري او ځانته یو بیل داستان دی. مجروح صاحب د نا آشنا سندري په نوم شعري مجموعې په څلویښتم مخ کي لیکي« دا منظومه د آزاد شعر په بڼه د ۱۳۵۵ کال د عقرب د میاشتي په یویشتمه پیل شوه. زه هلته د استاد حبیبي په ملګرتیا د یوه رسمي هیات سره تللی وم، او د سید جمال الدین افغاني د زیږیدو د ځاي په باره کي مو پوښتني کولې.

استاد حبیبی د هیات سره پشد ته پوري ووت، او په زیارتونو ګرځیده او دعا یې کوله چي که خدای تعالی د هغو زیارتونو له برکته ورته د سید او د هغه د پلار د زیږیدو او استوګني ځای ور وښایی. مګر څرنګه چي ما د کنړ سیدان پیژندل، د هغوی د پلرونو او نیکونو له کراماتو څخه خبر وم او ښه پوهیدم چي هغوی به د استاد حبیبي دعا هیڅ قبوله نه کړي، نو ځکه زیارتونو پسي لاړ نه شوم. د جالې په غاړه د هغوی په انتظار کښیناستم او د کنړ په تماشه شوم.

رښتیا هم د کونړ زیارتونو استاد حبیبي ته هیڅ ځواب ونه وایه، مګر د کنړ سیند زما سره خبري وکړې او د هغو خبرو څخه دا منظومه جوړه شوه. بیا دا د آزاد شعر منظومه ښاغلي بینوا ته اهدا شوه.»د کونړ سیندکه دي راکړه شرابونه دریابونهپه کاسو د آسمانونوپه سرو وینو د شفق رنګکه نیشه شوم، لیونی شومنو کیسه به درته وکړمه ستا خپله، زما خپلهته با درده بینوا یېد پښتو ژبي باچا یېخدای دي ډوب کړهستا سندره مي په غوږ کي انګازې کړيښه سندره د ځوانی دهښه پیغام د ځلمیتوب دیتا ویلي: غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګدا رازونه دا خیالونهڅاڅکي څاڅکي تويېدل د زړه پیاله کيبیا پیاله شوله لبریزهبیا دریاب شودا زما د زړه دریاب شودر روان شوخدای دي ډوب که.

د کونړ د سیند په اوږده منظومه کي، چي د پښتو د شعر یو شهکار دی، مرحوم مجروح د یوه لاروي په حیث، د کنړ له سیند سره د زړه خواله کوي او د کنړ سیند یا د هغه سوالونو ته جوابونه وايي او یا هغه د خپل ځان په باب ورته ږغیږي. مرحوم مجروح وايي چي ماته مي پلار وویل چي ستا په شعرونو کي ډیر ښه پیغام پروت دی مګر هیڅ وزن او قافیه نه لري. بهتره به وي چي په شعر کي قافیې ته هم یو څه پام وکړې. دی وايي تر دغه وخته ما هر څه د آزاد شعر په شکل لیکل خو د خپل پلار له توصیې او غوښتني سره سم مي دا منظومه د مثنوي په شکل ولیکله.

لاروی:د کنړ آزاده سینده مست خراب یېناپایاب لکه زما د زړه دریاب یېنه دمه کړې نه دریږې نه آرام کړېنه دي شاته، نه دې خواته نظر پام کړېهی بهیږې شورماشور کړې تر ابدهماوراء د دې دنیا له ښو اوبدههی روان یې درومې درومې تل تر تلهابدي سندره وایې خوږه خپله

دریاب:زه راځمه د پامیر له هسک سوادهد پریانو د دیوانو له هیوادهدغه سیمه زما سیمه له ما ښادهدا دنیا زما دنیا په ما آبادهداستانونه د مرګ ژوند راکي روان ديهم د نن، هم د پرون، د هر زمان دي.

تر څو سوالونو جوابونو وروسته، لاروی د کونړ سیند ته وايي:

اې زما د زړه دریابه راته وایهستا په غاړه یو انسان پروت دی بیځایهپه دې سیمه کي میشته له ډیره وختهپه تن لوڅ په ګیډه وږی تل بد بختهپه دې وږې تشه ګیډه نا توانهښخ ویده دی کړي خوبونه پریشانهدا انسان څه شان انسان څه یې راحت دیدا خوبونه تعبیر غواړي لوی زحمت دیما ملکونه هیوادونه ډیر لیدليهنګامې د انقلاب مي اوریدليهلته دوري چي دنیا بیا رڼا کیږيآ چي لمر ځي سمندر کي پنا کیږيهلته شور دی غلغلې دي کوم طوفان دییو جاکړ ترې هیبت ناکه را روان دیدا طوفان شي لوی لوی غرونه لړزولایشي سیندونه دریابونه وچولایهم د اور په شان لمبې کوي سیزل کړيهم ګرداب یې ښکته ښکته ډوبول کړيرا روان دغه سیلاب دی پدې لوريغرهار یې همدا اوس اورم له دوريدا انسان چي دلته پروت دی ستا په غاړهخبر نه دی له سیلابه کور ویجاړهځم ورځم ورته به غږ کړم چي بیدار شيد عالم له ټیټ او پاسه خبردار شيیا به دی آخر خبر شي له خپل ځانهیا به ما ځان سره ورک کړي له جهانه.

بالاخره د کونړ سیند لاروي ته خپلي خبري کوي. دا د اوږدې منظومې نتیجه ده. دا د حرکت هغه فلسفه ده چي د مرحوم مجروح نا کراره زړه عقیده ورته درلوده. د کنړ سیند لاروي ته وايي چي تر پوري د کنړ پر غاړه پروت انسان همت ونه کړي او تر څو په خپل همت دا مځکه او طبیعت ځانته ایل نه کړي همداسي به وږی تږی پروت وي. زه به آزاد بهیږم او پر خپلو څنډو به د چا په ژوند او مرګ کي ری نه وهم.

د زړه دریابلارویه! زه خو ستا د زړه دریاب یمستا د زړه په شان نارامه نا پایاب یمماته ګوره زه آزاد یم زه مختار یمهر خوا ځم کله په لار کله بې لار یمپدې خپل پراخ بستر کي پرون تللمنن هم هر طرف ته رغړم زغلم زغلمکوتې، خوني، بانډې، کلي ړنګومهپټي، زمکي، ویالې، پولي ورانومهدا انسان ماته زاري کړي پرې آفت دیدا زما آزادي ده ته اسارت دیدې انسان خو هنګامې دي تیري کړيافسانې یې اورېدلي هیري کړيسیلابونه پرې راغلي ترې به تیر شيبیا به راشي بیا به لاړ شي بیا به هیر شيتر څو پوه په علت نه شي د رنځونود ریښتیني انقلاب په لوی رمزونودی به داشاني بندي د خپل زندان ويکندو تش، ماشومان وږي، کور به وران ويبم د عقل په لاس ورکړه ورزده چل کړهد تنقید، شک اوتردید اور ورته بل کړهتنفر او انزجار ورته بیان کړهد غضب، قهر احساس ورته عیان کړهدا احساس قوي احساس بدلون راوړی شيدا قدرت د نن پرون بت ماتوی شيورته وایه: له خپل ځانه نفرت وکړهله خپل ژونده منزجر شه همت وکړهد غضب په اور ایري کړه ړنګي بنګيد قدرت او اقتدار بتخانې تنګينو به هله ته سړی شې ته انسان شېآزادی د لوی منزل په لور روان شېلارویه! زه خو ستا د زړه دریاب یمستا د زړه په شان نارامه نا پایاب یمآزاد راغلم، آزاد رغړم خپل وطن کيکله کوږ ځم کله سم د غرو لمن کيڅو د دې بزګر بچي پوه به کار نه شيرا پانڅي را ویښ نه شي په قار نه شياور یل نه کړي د دې دښتي په اغزو کيستي نه کړي لړمان، ماران لمبو کيرا وانخلي بیا کلنګ بیل او ټسکورهقلبه نه کړي د دې ملک زمکه په زورهد ذهنونو شړ ډاګونه آباد نه کړيپه باغونو په ګلونو زړه ښاد نه کړيد آزاد آزاد فکرونو نوو نوود تازه فکر تخمونو نوو نووکښت ونه کړي له سهاره تر ماښامهکر ونه کړي ډیر کلونه شامدامهدا سړی به په قرنونو انسان نه شيهیڅ آزاد به له خپل بند او زندان نه شيزه به تل راځم راځم له هسک سوادهد پریانو د دیوانو له هیوادهداستانونه به زما موج کي روان ويهم د نن هم د پرون د هر زمان ويزه بې وړمه تل تر تله په دا لوريسمندر کې ډوبومه هلته دوري.

بالاخره، د ژمي په یوه سړه او غمجنه شپه کي، د تورو شپو استازو او د وطن او رڼا دښمنانو دا د علم او پوهي ډیوه، چي شعر یې د ژوند یو وړوکی اړخ وو، د تل لپاره خاموشه کړه. د هغه دراوزه یې وټکوله، مجروح صاحب هیڅ دا فکر نه وو کړی چي د تیارو استازي به حتی د ده په څیر یو بې آزاره فیلسوف او عالم د ژوند ختمولو ته هم ملا تړلې وي. هغه ور پرانیست او د وره له پرانیستلو سره د مرمیو باران جوړ سو. د هغه له اور او شوره ډکه سینه او د هغه له عقل او علم څخه ډک سر یې په ګولیو سوری سوری کړ. دا چي بیا به بل مجروح کله پیدا کیږي، ښايی پیړۍ وغواړي. د هغه په قدر پوهان پوهیدل او د جهالت او ابوجهل استازي یې نه په هغه ورځ په اهمیت پوهیدل او نه به ښايي تر نن پوري ورته متوجه سوي وي، چي د دوی نامردو ګولیو څه لمبه خاموشه کړه.

د پیښور مشهور شاعر همیش خلیل ولیکل:

په خزان وهلې څانګه یو بلبلهزما کورکي په سر وینو ژړیدلهپه سرو سترګو د حسرت کي نوحه ګريخدای خبر دی چي د چا سانده ویلهوې یې اې د افغانۍ دُدرخو ادمهد آرزو باز دره ستا وسوزیدلهما وې: څه وايې بلبلي هیڅ پوه نه شومدا د چا په فرقت ژاړې بې بدلهوې یې: دا دغم خبر مي دی راوړیخوله مي ډکه شه له خاورو په څو ځلهکه څه ونه وایم سوزم لمبه کیږمد هجران لمبې مي خیژي له کوګلهچي یې زه درته وایم د غم په ژبهد زخمونو ګلدسته ډکه منګولههغه ګل د زمانې لاسونو ومروړد وطن د رابیا ګلي له کاکلهپه ارزو د خپل چمن د ښیرازی وونیم بسمل هسي مجروح وو له ازلهد خپل سر په صدقه یې کړه روښانهد افغان د تقدس ډیوه شوه بلهد وطن د آزادی په استقلال یېد ګلونو په ځای وینه وشیندلههغه روڼ مشال بې وخته تیارو ونغړدچي تیاره د غلامۍ به یې غندلهد شرابو په ځای ستا هغه همفکرهسره پیاله د شهادت نن ونوشلهپه ګلشن د پسرلي په امیدونوما لیده د هغه وینه بهدیلهد مراد کښتۍ طوفان کړه دړي وړيبس یو څو قدمه وړاندي له منزلهما وې: څوک دی د کوم ځای او څه یې نوم دیرا نمایه اې کمبختي ژر کړه هلهوې یې: ماه د پښتونخوا له کوه طورهموسی خویه پښتنو ته ځلیدلهد پیړو له انتظاره پیدا کیږيد مجروح غوندي دنیا کي کله کلهبویه بیا چي بهاالدین غوندي مور راوړيپه آسانه که پیدا شي ده مشکلهچي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژنيهای توبه د داسي قوم له تغافلهد پښتو غزل بابا حمزه شینواري ولیکل:که هر څو پخپله لاړو په راحت شوخو په زړونو د دوستانو یې قیامت شوښه ثابت یې دا شرف د سیادت شوچي فایز په مرتبه د شهادت شوهغه بدر چي د شمسه مقتبس وهچي کسوف پرې د مرګي راغلو ظلمت شوله جمال افغان نه پس په پښتونخوا کيهم دا یو بهاءالدین وو چي رخصت شود پښتون د بدبختی نه به څه وایمچي غروب یې دا کوکب د سعادت شوپه تحقیق موت العالم موت العالم دیپرې شاهد دغه ریښتینی روایت شودا یوازي د مجروح د بابا نه دیدا یې غم دی چي په برخه د ملت شوحمزه دا خلا به ډکه په مشکل شيخو که فضل د پاک رب په دې ملت شو.عاصي هشتنغري ولیکل:ته قاتل شوې خو دانش دي قتل نه کړومرګه! هیڅ عقل شعور وژلای نه شېپه ماښام دي د هجرت قافله لوت کړهخو د سپین سحر نه نور لوټلای نه شېد عرفان او د عمل مجروح شهید شوشه په ګور یې نُور د ټولو روح شهید شوپاتي ویني ویني باغ ترې په خندا شهپه مرقد یې د سبا سپینه رڼا شه.

حبیب الله رفیع ولیکل:

نیشې د استبداد یې د احساس سترګي ړندې کړېلګیا دي د فکرونو کور او کلي ورانويافسوس چي د مجروح غوندي پوهان له منځه باسيد علم دښمنان د علم څلي ورانوي.

د هیواد دې هوښیار او سرګردانه لاروي، د وطن له مور او د کنړ له سیند سره د یونان د سقراط په څیر د زړه خواله وکړه او د خپل خدايي عقل سره سم یې داسي هوښیارجوابونه تر لاسه کړل چي تر څو پوري دا اولس ژوندی وي، او چي تر څو پوري د اوریدلو غوږونه او د لیدلو سترګي لري په درد یې لګیږي. دا هوښیار لاروی بالاخره د هغه د ځان ځانی ښامار په اثر کي، چي په اصل کي د اژدهای خودي په نوم، په روانه دري ژبه لیکل سوی او بیا د آزاد پښتو نظم په شکل په پنځو دفترونو کي چاپ سو، له افغانستان څخه نیولې د مهاجرت تر خیمو او سرګردانیو پوري د خپل اولس سره ګام په ګام ملګری دی. هر سوال یې فلسفي دی او هر جواب یې د عقل له چینې څخه اوبه چښي. د دې هوښیار لاروي ټول هدف د خپل قام ویښول، پاڅول او خپل جهالت او غفلت ته متوجه کول وه. خدای خبر چي دا سترګه ور لاروی به لا چیري روان وو، خدای خبر چي څونه مزلونه به یې لا په مخکي وه، خدای خبر چي د عقل څخه په ډک سر کي یې لا څونه خبري پاته وې، چي د ابوجهل د ټولګی ملګرو او د تور تم او تیارو استازو د پښتنو بې بخته قام د داسي روښاني ډیوې څخه بې برخي کړ چي دې اولس نه تر هغه وخته درلودلې او نه یې بیا تر نن پوري په نصیب سوې ده. مجروح د افغانستان په تاریخ کي د هغو ټولو هوښیارانو قافله سالار دی چي د ابوجهل استازو یې په سر کي د دومره عقل او د ډیوو په شان سترګو زغم نه درلود. هغه د د خپلي بې انتها هوښیاری او له حده زیاتي تیرې ژبي قرباني سو.

د دې وطن په نصیب نه دي رسیدلي خلکچي یې میندلي دي په کاڼو یې ویشتلي خلکد ړندو ښار دی له ډیوې سره خپلوي نه لريد سترګه ورو ډلي ډلي دي وتلي خلکد هر وګړي په څیره کي بلاګاني وینيدلته هیندارو ته لا نه دي دریدلي خلکجهاني تمه د مردی د لیونتوب کیسه دهپه هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک.

پوهاند مجروح د یوه هوښیار او سترګه ور لاروي په حیث خپلو وطنوالو ته په تیارو کي د اژدها او شیطانانو خبرداری ورکاوه؛ خو غوږونه کوم وه چي د خپل دې هوښیار لاروي له پند څخه ډکي خبري واوري او هغه اژدها وویني چي لاروي یې کلونه کلونه د ناڅاپي حملې خبرداری ورکاوه. کلونه تیر سول. د هوښیار لاروي پر قبر به خدا زده څو ځله پسرلني واښه شنه سوي وه چي د هغه د پیش بینی سره سم، د ده وطنوالو، یا د خپل نیمګړي عقل په سلا او یا د دښمنانو په ټونګ په هماغو غم لړلو تیارو کي سفر پیل کړ. ځانونه یې په لوی لاس د نور او ډیوو څخه محروم کړل، خپلو کلیو او ښارونو ته يې په لوی لاس اورونه واچول او په تپو تیارو کي یې د خپلو وروڼو په وینو لاسونه سره کړل.

عبدالباري جهاني

د تورتمونو ښار:

موږ د رڼا له کوره لپي د نور ډکي کړلېلکه ماشوم پوځونهد تاریکیو پر لور وخوځيدوموږ ته پلرونو کیسې کړي وې د تورو تیارود کوه قاف د جګو غرونو د ژورو درود ځناورو او دیوانو د لښکر د ناروموږته سپین ږیرو نکل کړی وو د شپو د سپروموږ ته هوښیارو سترګه ورو خلکوپه سل په زر ځله دا وویلهچي که تیارو ته ځی ډیوې به اخلید نور له کوره لپي نه ډکیږيموږ په لمنو موږ په لپو کي رڼا واخیستهپر اوو، لسو او پر شلو لاروڅوک د میږي او څوک د باد په قدمد تور تمونو ښارته وخوځیدواو هلته ټولو لاري ورکي کړلېکوم لاروي یو ځلي چیغه کړلهچي د تیارو شیطان ډیوې وژليد نور چینې یې ټولي وچي کړلېد ستنیدو لاري یې وتړلېتاسي پر کومه خوځی!په دې تیارو کي به لا څونه مخ په وړاندي ورځیزه په تیارو کي اژدها وینمهد ځناورو انګولا اورمهزه پیریانان زه ښاماران وینمهاې د تور تم د کږلیچو ملګرو!دا زما آواز چاته رسیږي کنه؟تاسي پر کومه خوځی؟خو سمدستي یوې ناولي زیندید لاروي ستوني کي ټولي چیغي وچي کړلېد تورتمونو د ښارد هري تړي هر پیچومي سرهړانده وګړي سره ولګیدلدوست او دښمن پکښي چا نه پیژندلد جنګ اورونه پکښي و توریدلبس یو په بل یې تودول تیغونهبس یو په بل یې سړوله زړونهبس یو د یل یې پرې کول سرونهلاري کوڅې د مړو ډکي سولېکندې درې له مړو ډکي سولېڅو لیونیو چیغي پورته کړلېد تورتمونو مسافرو واوری!د تورتمونو مسافرو واوری!چیغي هغه ګړی خاموشي سولېاو په تور تم کي لا رواني دي د وینو ویالې.