دلو 21, 1402 09:16 Asia/Kabul
  • حضرت شاه ولی الله دهلوي څوک دی؟

لیکنه: لطیف یاد

د اسلامي نړۍ ستر مجتهد او نامتو محدث حضرت شاه ولی الله دهلوي جې په محدث او شاه صاحب هم مشهور دی د ۱۷۰۳ م کال د فبرورۍ د میاشتې په لسمه نیټه په ډیلي کې زیږیدلی دی.

د شاه ولي الله دهلوي پوره نوم، ابو الفياض قطب الدين احمد بن ابوالفيض شاه عبدالرحيم العمري الدهلوي دى او د نسب سلسله یې د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) ته رسیږي.

ويل کيږي چې د شاه صاحب تر زوکړې وړاندي د هغه پلار شاه عبدالرحیم، نامتو پښتون صوفي او عالم شيخ قطب الدين بختيار کاکي رحمة الله عليه په خوب کې وليد چې ورته ویې ویل: «که تا ته خدای دا ځل زوی درکړي نو زما نوم قطب الدين به ورباندي ږدې. خو د شاه صاحب د زوکړې پر مهال دغه خوب د ده د پلار شاه عبدالرحيم له ياده وتلی و او څه موده وروسته چې کله دغه خوب ور په ياد شو نو د هغه له نامه سره يې د قطب الدين نوم هم ورزيات کړ.

• محدث دهلوی اووه کلن و چې سپیڅلی قرآن یې په یاد و حفظ کړ او د قرآن په تفسیر او حدیثو کې یې ډیر کتابونه وکښل. د شاه ولی الله د پاک قرآن تفسیر (فتح الرحمن في ترجمة القرآن) یو له مهمو او مشهورو تفسیرونو څخه شمیرل کیږي. د قرآن په تفسیر او حدیث کې د ده مشهور کتابونه دا دي:

فتح الرحمن في ترجمة القرآنفوز الكبيرفتح الكبيرد قرآن د تر جمې د فن په اړوند مقدمهتامل الاحاديث في رموز قصص الانبياءفتح الرحمن في ترجمه القرآنتامل الاحاديث في رموز قصص الانبياءشرح موطاءاربعون حديثا سلسله بالاشراف في غالب سندهاالدر الثمين في مبشرات النبي الامينالنوادر من احاديث سيد الاوائل و آخرالفضل في السلسل من حديث النبي الامينالارشاد الهي مهمات علم الاسنادتراجم البخاريشرح بعض ابواب البخاريانتباه في سلاسل اولياء الله و اسانيد دارشي برسول

باید زیاته کړو مخکې تر دې چې احمدشاه بابا په ۱۷۶۱ زیږدیز کال د پاني پت په تاریخي ډګر کې له مرهټه وو سره جګړه وکړي نو شاه ولي الله احمدشاه بابا ته یو لیک ولیږه او ورته یې داسې ولیکل: «په اوسني وخت کې په دې سیمه کې یو داسې واکمن او پاچا چې د ځوا ک او شان او شوکت خاوند وي او له مرهټه وو سره وجنګیږي بل څوک نشته او یوازینی کس تاسو یاست چې د دوی مقابله کولای شئ نو پر تاسو فرض ده چې هندوستان ته راشئ.»

احمدشاه بابا د هغه درناوي له کبله چې محدث دهلوی ته یې درلود د ده لیک ته مثبت ځواب ووایه او کله چې د پنجاب د سرهند شریف سیمې ته ورسید نو محدث دهلوی لا دمخه د احمدشاه بابا هر کلي ته ورغلی و او کله چې احمدشاه بابا ته دا پته ولګیده چې محدث دهلوی یې هم هر کلي ته راغلی دی نو د محدث دهلوی په احترام او درناوي له خپله آسه راکوز شو او تر ستړي مه شي او روغبړ وروسته یې محدث دهلوي ته وویل: «تاسو د ټولې اسلامي نړۍ یو ستر محدث او مفسر یاست او زه د یوه هیواد واکمن نو تاسو ولې دومره زحمت ویوست او زما هرکلي ته راغلئ په داسې حال کې چې ستاسو درناوی پر ما واجب دی.»

حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی په ۱۷۶۲ زیږدیز کال کې وفات او په ډیلي کې خاورو ته وسپارل شو.