دلو 18, 1402 10:35 Asia/Kabul
  • د انقلابي شاعر اجمل خټک څوارلسم تلین

نن ۲۰٢۳ م کال د فبرورۍ د میاشتې اوومه نیټه د ملي او انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک څوارلسم تلین دی.

اجمل خټک ۱۹۲۶ زیږدیز کال دسپتمبر د میاشتې په پنځلسمه نېټه د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زیږیدلی و.

سیاسي ژوند اؤ مبارزه:

لسم جماعت يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت دزورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر یې داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړو.

دنوکرۍ څه دګوښه کيدو نه پس ګرفتار شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليس واله ؤ د ځان سره يوړه،

دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائي خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو.

هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې وه.

دقيدوبند په دوران کې يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي وؤ خو ولې دقيدوبند دغه دور ورته يو ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو

اجمل خټک صيب ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په حيث دکار کولو بلنه ورکړى شوه. ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي.

صحافت:

ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په حيث هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې ده او دصحافت له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي دي.

پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ښاغلى خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره کار کړی دی.

په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې تر اوږدې مودې يې په عدل رساله کې په مختلفو موضوعاتو خپل قلم وخوزولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله.

په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې.

همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر وټاکل شو او په دغه اخبار کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول .

په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې نن څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او پوست انداز د خلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.

همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ښاغلي خټک صيب داسې قيمتي او شاهکار ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي.

اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم منسلک پاتې شوى ؤ، او دځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف پریښی دی.

دښاغلى اجمل خټک شاعري په بنيادي توګه انقلابى او دژوند شاعري ده.

اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان ګاونډي ملک افغانستان ته اوړيدلى ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړو او دحالاتو په سازګاريدو پاکستان ته واپس راغلى ،

دخپل اوږد، پټ پناه ژوند نه علاوه ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ وه کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کولو.

ادبي روزنه:

اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى ؤ،

دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونو کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې زمونږ مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى.

ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې وه

اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.

دپښتون قام دپاره په زياتيو قربانيو ورکولو دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتنو، داجمل خټک سره يو شان مينه لرله اؤ د مرګ څخه وروستو یې هم ورسره لري او په خاص توګه ددواړو ملکونو ادبي حلقې خو ورسره دومره مينه کوي چې وخت په وخت يې دمختلفو ادبې تنظيمونو، جرګو او ټولنو لخوا داجمل صيب په درناوي کې لوې لوې مشاعرې او سيمينارونه راجوړ کړي وؤ او دادبى تنظيمونو لخوا ايوارډونه او انعامونه ورکړی شوي وؤ.

ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې وه خو ولې دهغې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي.

ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي.

اجمل خټک په اویایمو او اتیا یمو کلونو کې په افغانستان کې و او دپښتونخواپه څیریې هلته هم د لر او بر پښتون د یووالي مبارزه جاری ساتلې وه او د افغانستان دعلمی او ادبی کړیو سره یې ټینګې نږدې اړیکی درلودې،

تراوسه یې ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې له هغو یې یو شمیر په افغانستان کې او یو شمیر په پښتونخوا کې چاپ شوي دي.

د ده د چاپی اثارونه دلاندنیو اثارو نومونه اخیستلی شو:

۱-پښتو ادب کى تاريخ(اردو)

۲-پښتانۀ شعراء(پښتو)

۳-ژوند او فن(پښتو)

۴-د غيرت چيغه (پښتو)

۵-کچکول(پښتو)

۶-باتور(پښتو)

۷- دا زۀ پاگل ووم(پښتو)

۸- دوخت چغه(پښتو)

۹-گلونه تکلونه(پښتو)

۱۰-گل پرهر( پښتو)

۱۱- سرې غونچې(پښتو)

۱۲-ځنډ وخنډ(پښتو)

۱۳-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)

۱۴-جلا وطن کى شاعري(اردو)

۱۵-افغان ننگ(پښتو)

۱۶-دژوند چغه(پښتو)

۱۷-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)

اروادې ښاده وي !

زه دانه وایم چې داراکړه یادارا

نورڅه نه غواړمه یوښکلې اشنارا

چې دیار دیونګاه نه یې قربان کړم

پاکه خدایه ج داڅلورکونجه دنیارا

اجمل خټک