جدی 06, 1402 10:45 Asia/Kabul
  • کلتور او ناوړه کلتور

لیکنه: اسدالله غضنفر

په پخواني ادب کې د «فرهنګ» له کلمې معمولا د پوهې معنا اخیستل کېده او توقع وه چې پوهه خو له سړي باادبه او مهذب کس جوړوي. د فرهنګ د همدې پخوانۍ معنا په اساس بافرهنګه یا فرهنګیال هغه چا ته وایو چې پوهه او شخصیت دواړه ولري او ناسته پاسته، خبرې او د ژوند طریقې یې د پوه او باادبه سړي وي. خوشحال فرمایي:

لاړل و جنت ته چې  په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

یعنې د هغوی انجام خراب و چې ځانونه یې پوه بلل خو په واقعي معنا پوه نه وو او بد کارونه یې کول.

«فرهنګ» په همدې پخوانۍ معنا کې یو ښه صفت دی چې هر څوک یې نه لري. په اوسنۍ زمانه کې چې د اروپایانو د کلتور یا کلچر کلمه «فرهنګ» وژباړل شوه، دې کلمې یوه بله معنا هم پیدا کړه. په دې بله معنا کې د هرې ټولنې د ژوند طریقې، دودونه او ارزښتونه د هغې فرهنګ(کلتور) بولو. فرهنګ په دې وروستۍ معنا په هره ټولنه کې خامخا شته خو په لومړۍ معنا کې ځینې کسان ممکن بې کلتوره یا بې فرهنګ وبولو، یعنې پوهه، سویه او ادب نه لري. په لومړۍ معنا کې فرهنګ تر ډېره حده د یوه کس ځانګړنه ده او په دویمه معنا کې د ټولنې.

 د فرهنګ د نوې معنا په رڼا کې وویل شول چې د ټولنې په غړیو باندې خپل کلتور ګران وي او معمولا یې خوښ وي. کلتور یو ناڅاپه نه خپلېږي، وختونه غواړي چې خپل شي او چې خپل شي، بیا د خپلوانو او عزیزانو غوندې شاید په زړه کې ځای ومومي.

څلور، پنځه پیړۍ پخوا هندوستان ته له اروپا څخه تمباکو راوړل شول. په هند کې چیلم څکول ورو ورو دود شول. وروسته بیا دغه دود زموږ سیمو ته راغی. چیلم حجرو ته، مجلسونو ته، لنډیو ته او خاطرو ته لاره وکړه. موږ یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې خبر شو چې چیلم ډېر ضرري شی دی. اوس دغه دود کم شوی دی مګر پوره ختمېدا یې یو الله ته معلومه ده. معاصر انځورګر چې د کاغذ  پر مخ وطني ژوند انځوروي، ممکن چیلم پکې له یاده ونه باسي، د وطن په یوه لوکس رستورانت کې به وګورې چې چیلم په ښکلي تخت باندې بره خوا ایښی دی او اوسني شاعر استاد شپون په پردیسي کې د وطن د خوشحاله ژوند تخییل داسې کړی و: زه یمه، یاران وي، چیلمونه، مجلسونه وي.

چیلم څکول یو دود و چې د سلام اچولو د دود په اندازه عام نه شو او نن سبا خو یې شاید ناوړه هم وبولو.د ناوړو دودونو په اپوټه، ځینو چارو، دودونو او باورونو ته په ډېره درنه سترګه ګورو، ورباندې ویاړو او خپل ارزښتونه یې بولو. طبعا چیلم څکول په ارزښتونو کې نه راځي خو سلام اچول یو اخلاقي ارزښت دی.

موږ چې یو بل ووینو، سلام علیکم وایو، هندو نَمَستې وايي او پرنګی ممکن هیلو ووایي. کلتوري توپیرونه د ملتونو او ټولنو تر منځ د توپیر سبب کېږي. د کلتور یا فرهنګ یو لوی نقش دا دی چې د ټولنو د هویت په پيژندلو کې پکارېږي. برتش انګرېزي د انګرېز او امریکن انګرېزي د امریکایي یوه نخښه ده.

بل نقش یې دا دی چې د بنیادم د ښکلا تنده ماتوي. انسان خپل عقل په دې پوه کړ چې که د زړبودن په وخت کې تګ ورته سخته وي، له امسا دې استفاده وکړي خو وروسته یې چې د امسا په لرګي نقشونه وایستل او غمي یې پکې کېښودل دا د ذوق او کلتور خبره  وه.

 کلتور په روحي لحاظ مرسته راسره کوي چې د پناه کېدو وېره مو کمه شي. د پېړیو، پېړیو یو دود مو له خپلو اسلافو سره وصل کړي او داسې وګڼو چې موږ د یوه نه وچېدونکي سین برخه یوو.

د کلتور لا لوی نقش دا دی چې د ټولنې غړي سره پېوندوي. د اختر په ورځ چې یو بل ته مبارکي وایو، ځانونه سره خپل احساس کړو او چې په شریکه ژبه خبرې کوو، د یو بل په مطلب پوهېدل راته اسانه شي.

د ټولنې د کلتور یا فرهنګ ځينې برخې عامې وي، ځینې یې نه وي، ځینې یې ارزښتونه بولو او ځینې یې د وخت په تېرېدو سره ممکن ناوړه راښکاره شي. د ارزښتونو او ناوړو دودونو تر منځ ډېر نور څه هم شته چې نه ورباندې ویاړو او نه یې بد بولو خو د ژوند په طریقو او رواجونو کې مو راځي، مثلا موږ اکثرو ته خوند راکوي چې په کوټه کې غالۍ اواره وي او په توشکونو باندې بالښت ته ډډه ووهو خو اروپایان په کوچونو او چوکیو باندې د ناستې عادت دي.