عقرب 10, 1402 10:08 Asia/Kabul
  • مشهور شاعر او فرهنګي شخصیت لایق زاده لایق ومړ

د پښتو ژبې مشهور شاعر لایق زاده لایق د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

لایق چې د سوات د مدین سیمې اوسیدونکی و، په پښتو ډرامه لیکلو او نورو ژانرونو کې یې هم اثار لرل.

د هغه تر ۴۷ پورې کتابونه چاپ شوي وو او سلګونه شعرونه یې سندرغاړو زمزمه کړي.

لایق د پېښور او کوهاټ راډیوګانو مشر هم پاتې شوی و او ډېر عمر یې په رسنیزو فعالیتونو کې تېر شوی و.

د پښتو زیاتو فرهنګي څېرو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د خدمتونو ستاینه یې کړې ده.