میزان 27, 1402 10:32 Asia/Kabul
  • بهرنیو هیوادونو ته د افغاني غالیو د صادراتو د کچې له ډیریدو خوښبیني

د غالیو د صادرکوونکو او تولید کوونکو ټولنه بهرنیو هیوادونو ته د افغاني غالیو د صادراتوو له ډيریدو خبر ورکوي.

د غالیو تولید کوونکي او صادرکوونکي شمیرنه ورکوي چې د روان کال له پیله تراوسه یوازې له پلازمینې څخه ۱۹۷ متر مربع غالۍ او ګیلم چې ټولنیز ارزښت یې شاوخوا درې میلیون افغانیو ته رسیږي له هیواده بهر صادر شوي دي.

د دې ټولنې چارواکي ټینګار کوي چې له دې منځه ۱۲۰ هزار متر مربع غالۍ او ۷۷ زره متر مربع هم ګلیم دي.

د دې ټولنې د مشر په وینا که د صادراتو بهیر په همدې ډول دوام ومومي د هیواد د غالیو د صادراتو کچه د تیرو کلونو په پرتله له دې څخه هم ډیره لوړه شي.

له دې سره هم مهاله په پلازمینه کې یو شمیر د غالیو پلورنکي مالیې او د صادراتو د لګښت ډيروالی یو له سترو ستونزو یادوي او له دې صنعت څخه پر لا ډير ملاتړ ټینګار کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارتیو ځل بیا په هیواد د غالیو د صنعت څخه د ملاتړ او د صنعتګرو د ستونزو د هوارې لپاره له هڅو ډاډ سپاري.

د غالیو د صادرکوونکو او تولید کوونکې ټولنې په وینا دمګړۍ په دې صنعت کې یو میلیون تنه په کار بوخت دي او ډیرې وطني په لاس ګندلي غالې هم د هیواد په شمالي ولایتونو کې تولیدیږي.