سنبله 15, 1402 16:23 Asia/Kabul
  • په ټولنه کې د خلکو ترمنځ ځيني نزاکتونه خامخا په پام کې ونیسئ!

هره ټولنه ځانګړی دود او دستور لري او د خلکو خوی يې هم سره یو ډول نه وي نو ځينو خلکو ته په کار دي چې په ټولنه کې ځينو نزاکتونو ته پاملرنه وکړي.

په ټولنه کې د خلکو تر منځ ډېری وخت په داسې وړو وړو خبرو تا وېلې او ماوېلې راشي چې خبره تر لاس اچولو ورسيږي. په پښتنو کې یو کار بیا دا ښه دی چې نښتې او شخړې په مرکو او جرګو هواروي خو زه وايم چې باید نښتو او شخړو ته لار هواره نه شي او لاملونو ته يې هر څوک ځير اوسي چې شخړه رامنځته نه شي.

د نښتو او لانجو یو لامل دا هم دی چې ځيني خلک ځينو نزاکتونه ته هيڅ پام نه کوي او د مخامخ یا بل کس له دغه ډول نزاکتونو سره جوړه نه وي نو همدا لامل شي چې د دوی ترمنځ په خپلو کې شونډې وخوځيږي او تندي تریو شي.

په ټولنه کې ځينو نزاکتونو ته پاملرنه په کار ده چې دلته يې یو څه درته لیکو:

لومړی: کله چې د چا په کور کې یاست نو د هغه کور په خوی خاصیت ځان وپوهوه او بې ځایه د هر چا به خبرو کې مه وردانګه!

دوه یم: چاته د بل سپکه مه وايه!

درېيم: د خوراک پرمهال د ډوډۍ خوراک ادات په پام کې ونیسه!

څلورم: لاسونه په ډوډۍ مه پاکوه!

پنځم: د دسترخوان په سر مه ګرځه!

شپږم: د ډلې په منځ کې سګرېټ مه څکوه ځکه زیان یې نورو ته هم رسیږي.

اووم: چا ته مه وايه که ته نه خفه کېږې او یا ستا اجازه وي زه به دا یو سګرېټ وڅکوم.

اتم: کله چې چای څښې نو په ارامه يې څښه او له چایو یا اوبو څخه غږونه مه پورته کوه!

نهم: د چا په اغوستن او کالیو مه خانده!

لسم: څوک چې نه پېژنې سمدستي ورسره ټوکې مه پیلوه په ځانګړې توګه بې ادبه ټوکې خو بیخي بندې دي.

نور بیا...