سنبله 13, 1402 18:18 Asia/Kabul
  • شاه رخ خان به په نوي فلم کې له خپلې لور سهانا سره راڅرګند شي

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان به په خپل نوي فلم کې له لور سوهانا خان سره لیدل کیږي خو د دواړو رول له په دغه فلم کې څه وي؟

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به د سهانا خان لومړی فلم وي چې په لوی سکرین کې به د خپل پلار شاه رخ خان سره په مرکزي رول کې لیدل کیږي.

ګوکا سهانا لا دمخه په اداکارۍ کې لومړی ځل کړی، هغې خپل کیریر په شوبز کې د ډایرکټر زویا اختر له نوي نېټ فلکس فلم 'دی آرچیز' سره پیل کړی، دا فلم به د روان کال د ډسمبر په اوومه نېټه په نېټ فلکس کې نندارې ته وړاندې شي.

راتلونکی فلم به د مشهور ډایرکټر سوجوی ګوش لخوا جوړ شي، چې څه موده وړاندې یې د دې فلم په اړه پخلی کړی و، خو اوس هندي رسنیو ویلي، چې د فلم پر طرحه کار پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د سوجوی فلم به یو جاسوس تریلر وي چې سوهانا به د جاسوس په توګه مرکزي رول لوبوي. لکه څنګه چې هر جاسوس یوه ملاتړي ته اړتیا لري، شاه رخ خان به په دې فلم کې د سهانا د سمبالونکي په توګه کار وکړي.

په دې اړه چې د فلم شوټینګ به کله پیل شي او په کوم کال کې به نندارې ته وړاندې شي په اړه یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.