سنبله 13, 1402 17:53 Asia/Kabul
  • د عامر خان نوی فلم به کله خپورشي؟

د بالیووډ مسټر پرفیکشنسټ عامر خان په خپل فلمي ژوند کې له وقفې وروسته بېرته لویې پردې او اداکارۍ ته راستون شوی دی.

تېر کال عامر خان له هندي رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي و، چې غواړم له اداکارۍ څخه د یو څه وخت لپاره وقفه واخلم. کله چې د اداکار په توګه کوم فلم جوړوم، په هغه کې دومره ورک کېږم، چې زما په ژوند کې هېڅ نه کېږي.

عامر خان ویلي و، چې له لال سینګ چډا وروسته به په چمپینز فلم کې کار وکړم، خو اوس غواړم چې له خپلې کورنۍ، مور او ماشومانو سره یو ځای پاتې شم.

اداکار څرګنده کړې چې دا لومړی ځل دی چې هغه په ​​خپل ۳۵کلن فلمي ژوند کې له اداکارۍ څخه د یو څه وخت له پاره دمه کوي.

خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، عامر خان له یو کال ځنډ وروسته بېرته اداکارۍ ته راستون شوی او د خپل نوي فلم د خپرېدو نېټه یې هم اعلان شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، عامر خان به د خپل پروډکشن هاوس تر بینر لاندې جوړ شوي فلم کې راڅرګند شي، چې د راتلونکي کال د ډیسمبر په ۲۰مه به د کرسمس په مناسبت خپور شي.