سنبله 13, 1402 17:43 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د فحش نڅا له امله دوه مشران له دندو ګوښه شوي

د ګوجرانواله او فیصل آباد آرټس کونسل مشران په سینماګانو کې د فحش نڅا له امله له دندو ګوښه کړل شوي.

د پنجاب د اطلاعاتو او کلتور وزیر عامر میر یوه لویه پرېکړه کړې او په ګوجرانواله او فیصل آباد کې یې د فحش نڅا په اړه د ارټس کونسل فیصل آباد او ګوجرانواله مشر له دندو ګوښه کړی دی.

دسرچينو په حواله دغه مشران په سينيماګانو کې دفحشې نڅا په مخنيوي کې نه وو بریالي شوي. فيصل اباد او گوجرانواله کې هم دغلطې نڅا ښودلو سینماګانې تړل شوي دي.

عامر میر ویلي، د هنرونو د شورا دواړه مشران د هنر په نوم فحشا خپروونکې مافیا ساتله. له دندو ګوښه شويو مشرانو پر ځای نوي کسان ټاکل شوي دي.

په پنجاب کې د سټيج فلمونو او نندارو په اړه کلکې لارښوونې شوې دي او که کومه سرغړونه ولیدل شوه نو پر وړاندې به يې کلک او سخت غبرګون وښودل شي.