سنبله 12, 1402 10:49 Asia/Kabul
  • هراتي هنرمندان: میناتورۍ ته پاملرنه کمه شوې

په هرات کې د میناتورۍ یو شمېر هنرمندان دغه هنر ته د چارواکو د نه پاملرنې له کبله شکایت کوي او وايي چې دا هنر او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي، ورو ورو د هېرېدو په حال کې دي.

په هرات کې میناتورانو دغه هنر ته د چارواکو د نه پاملرنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هنر په هرات کې سل کلن تاریخ لري، خو اوس یې بازار ډېر سوړ شوی دی.ناهید ایوبي هغه میناتوره ده چې اوسمهال په هرات کې میناتوري کوي او وایي، میناتوري په دغه ښار کې اوږده مخینه لري، خو په دې وروستیو کې د چارواکو پام ورته کم شوی دی.«میناتوري هنر د هرات یو له اصلي هنرونو څخه بلل کیږي، خو له بده مرغه په اوسني وضعیت کې د سپانسرانو د نشت له کبله د دغه هنر بازار ورو ورو د رکود په حال کې دی.»د میناتوري هنر استاد محمد اختر حیدري هم وايي، دغه هنر ته د نه پاملرنې له کبله ډېرو هراتي میناتورانو خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده.«له بده مرغه دا مهال د میناتوري هنر ته هېڅ پاملرنه نه کېږي، ډېری هغه استادان چې په دې هنر بوخت وو، د اقتصادي ستونزو له کبله کډوال شوي او پاتې کسان د کار لپاره زړه نه ښه کوي.»خو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين بیا وايي، د ميناتورۍ هنر او هنرمندانو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.د دغه رياست د فرهنګ او هنر ریيس مولوي حميدالله غياثي وايي، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تل له هنرمندانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.«په دې وروستیو کې د هنرمندانو د ملاتړ په هدف د هېواد په مرکز کې یو فسټیوال پیل شوی و چې په کې د هنرمندانو، میناتورانو اثار نندارې ته اېښودل شوي وو، د هغوی کارونه ارزول شوي او هیله ده چې د هنرمندانو ملاتړ ته جدي پاملرنه وشي.»د یادولو وړ ده چې اذربایجان، ازبکستان، ایران او ترکیې هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې دغه هنر د یونسکو په کلتوري سازمان کې د افغانستان د نوم له یادولو پرته د خپل ګډ کلتوري میراث په توګه ثبت کړي، خو د افغانستان له نیوکو وروسته یونسکو سازمان یاد هنر د افغانستان، تاجکستان او هند ګډ میراث په توګه ثبت کړ.