سنبله 11, 1402 17:30 Asia/Kabul
  • د شاه رخ خان د فلم

اداکارې هغه مهال دغې موضوع ته غبرګونه ښودلی، کله چې د شاه رخ خان د میګا فلم "جان" په ټریلر او پرده کې د ستورې عالیه بټ یادونه وشوه.

له اکشن نه د ډک دغه فلم  په یوه صحنه کې، کنگ خان د یو ګنجي ولن په توګه یو میټرو اورګاډي وتښتوي او له پولیسو سره خبرې کوي.

کله چې د پولیسو لخوا وپوښتل شول چې هغه څه غواړي، اداکار په ریشخند او ټوکو سره ورته وویل چې هغه عالیه بټ غواړي.

د دې صحنې په غبرګون کې، عالیه بهټ په انسټاګرام لیکلي، "او ټوله نړۍ یوازې شاه رخ خان غواړي»، څومره په زړه پورې فلم دی، د سپټمبر اوومه ډېره لیرې ده."

د بالیووډ د پاچا فلم به د سپټمبر په اوومه په نړۍ کې په پنځو ژبو: هندي، تیلګو، ملیالم، کناډا او تامل کې خپور شي.