سنبله 08, 1402 16:49 Asia/Kabul
  • د شاه رخ خان د نوي فلم

د کنگ خان مینه وال د هغه د فلم جوان ریلیز ته په بې صبرۍ سره په تمه دي، همدا لامل دی چې د شاه رخ او جوان نوم له تېرو څو ورځو راهیسې په سوشل میډیا کې د 'ایکس' په ګډون يې ټرينډ روان دی.

په هرصورت، د مینه والو انتظار ساعتونه اوس پای ته رسیدلي ځکه چې شاه رخ خان مینه والو ته یو لوی زېری ورکړی دی.

شاه رخ خان د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ برج خلیفه انځور شریک کړی او خپلو مینه والو ته یې ښه زیری ورکړی دی چې د ده د فلم پرده به په برج خلیفه کې نندارې ته وړاندې شي.

همدارنګه، د جوان فلم اداکار ویلي چې د فلم پرده به د اګست په یو دېرشمه د شپې په نهو بجو په برج خلیفه کې خپور شي.

د شاه رخ خان مینه والو په دې خبر خوښي ښودلې او د فلم د بریالیتوب لپاره یې دعاګانې او نیکې هیلې څرګندې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې جوان فلم به د سپټمبر په ۷ مه د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي، د کنګ خان دا فلم به په هندي، تیلګو او تامل ژبو نندارې ته وړاندې شي.