سنبله 06, 1402 18:14 Asia/Kabul
  • شاه رخ خان په سپوږمۍ کې هم ځمکه او ځای لري

موږ ټول پوهیږو چې د بالیووډ د لومړۍ کټګورۍ او ډلې اداکاران د خپلو فلمونو لپاره په ملیونونو روپۍ اخلي او دوی په عیش او عشرت کې ژوند هم تیروي، که لوړ بیه موټرونه وي یا لوړ بیه کورونه او نور... دا اداکاران د ډیرو لوړو شتمنیو خاوندان دي.

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان او وتلی اداکار سوشانت سینګ راجپوت په سپوږمۍ کې پلاټونه او ځمکه لري.

د هندي رسنیو په وینا، شاه رخ خان د سپوږمۍ د یوې ځانګړې برخې خاوند دی، چې د سی آف ټرانکلیټي په نوم یادیږي.

په اصل کې د سپوږمۍ دغه برخه شاه رخ خان ته د یوې استرالیایي ښځینه مینې له خوا ډالۍ شوې ده. په راپور کې راغلي چې هر کال د شاه رخ خان د زوکړې په ورځ دغه اسټرالیايي مینه والې د خان لپاره په سپوږمۍ کې یوه کوچنۍ برخه اخلي.

Image Caption

شاه رخ خان په خپله یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي و چې هر کال زما د زوکړې په ورځ یوه اسټرالیايي ښځه ماته د سپوږمۍ یوه کوچنۍ برخه اخلي چې د دې لپاره د قمري راجستر لخوا صادر شوی سند هم لرم.

د سنډي په نوم یوې استرالیایۍ ښځینه مینه والې هم منلې ده چې هو، دا سمه ده چې ما د کنگ خان لپاره په سپوږمۍ کې پلاټ اخیستی ځکه زه غواړم شاه رخ خان د بالیووډ لومړنی اتل شي چې سپوږمۍ ته ورسیږي.

د دې تر څنګ د بالیووډ وتلي اداکار سوشانت سینګ راجپوت له ساینس او ​​ستورپوهنې سره مینه له چا پټه نه ده، له همدې امله یې د سپوږمۍ یوه برخه هم په ۵۵ لکو روپیو پېرودلې، چې دغه برخه یې د Sea of ​​Muscovy' په نوم یادېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، سوشانت نه یوازې په سپوږمۍ کې پلاټ اخیستی، بلکې هره ورځ به یې د خپل ټیلسکوپ له لارې له کور څخه کتل.