سنبله 05, 1402 11:06 Asia/Kabul
  • له كوچنۍ كړكۍ د كافكا نړۍ

لیکوال: حیات‌الله ژوند

د كافكا اثار او پنځونې يو وار بيا لرغوني اساطير او د پرومته، آدم او د بودا هېرې شوې كيسې راژوندۍ كوي. كافكا جنت او لومړنۍ گناه او د ازادۍ پايله، د بشريت سرغړاوی د عادي او معمولو حقايقو په توگه دې دنيا ته راوړي او ژوندي كوي يې. د عادي او غيرعادي ترمنځ واټن له منځه وړي.

تر ډېرو كلونو پورې د كافكا اثار د پوهېدو وړ نه وو؛ خو د معاصر بشريت ژوندانه او د بشريت سرگرداني، اړتيا او ستونزې د دې سبب شوې چې د منتقدانو او ان فلاسفه وو مخ د كافكا ليكنو ته واړوي، چې د كافكا د اثارو په هېنداره كې خپل ځان وگوري، خپله سرگرداني پكې وگوري، خپلې اړمنتیا ته يې پام شي، خپل اسارت پکې وویني. په دې ليكنه كې چې د سریزې پر ځای راغلې، د كافكا د مشهور اثر «مسخ» پر شننې پیل کوو او بيا د هغه د افكارو تل ته وركوزېږو.

په کاکروچ یا ګونګټې اوښتون يا مسخ كېدن

«د انسان په وجود کې باید یو جين، یو سیل یا حجره وي، چې له مخې هغه احساسات چې بیانولی يې نه شي، ولړزېږي، پر ځان ورټول شي او ورو ورو خپل ځان د انسان په ناارامۍ ارام کړي. فرانز کافکا چې د اظهار وس پکې نه و، همدغو حجرو پر ځان څرخاوه.»

«مسخ» د کافکا یو ازښتمن اثر دی چې د ګوستاو یانوش په وینا، د مسخ کرکټر ګریګور سامسا پخپله د کافکا د نوم په وزن راغلی دی. دغه اثر پخپله د کافکا او پلار ترینګلي اړیکي بیانوي. زیګموند فروید وايي، چې په مسخ کې سامسا په یوې حشرې یا Cockroach بدلېږي او حشره د بې ارزښتۍ مفهوم لېږدوي. په «پلار ته لیک» کې کافکا دا خبره روښانوي او لیکي: «حتماً زه هغه ته هېڅ او بې ارزښته وم.» په بل ځای کې وايي: «زه همالته وم؛ خو د درېیم یا غایب شخص خطاب راته کېده، یعنې مخامخ ستا د ښندنې ارزښت مې نه لاره. مثلاً مور ته به دې ویل، له محترم زوی څخه مو دا هیله نشته.»

ګوستاو یانوش چې له کافکا سره د خبرو اترو یو کتاب يې هم لیکی، د مسخ په اړه وايي: «د دغه داستان د اتل نوم سامسا دی چې د کافکا سمبولیک نوم ته ورته دی. په دې کلمه کې پنځه توري دي او په هغه بل کې هم پنځه توري. په سامسا کې د «س» د توري ځای او په کافکا کې د «ک» د توري ځای یوشان دي.»

په مسخ کې ګریګور سامسا چې له خوبه پاڅېږي، په ګونګټې اوړېدلی یا مسخ شوی وي. د کیسو دا ډول کښل سورریالستیک فورم دی. د انسان روح کله دې ته هم چمتو وي، چې ځان مسخ شوی وګڼي او د شک په سترګه پر ځان لاس تېر کړي او له ځان سره ووایي، چې زما لاس او پښې او مخ د پخوا په شان دي که نه.

د مسخ داستان په اړه ولادمیر نابوکوف وايي: «که مسخ یو چا له فانتزي یا خیالي کیسې ورهاخوا وګاڼه؛ نو د مسخ د غوره لوستونکي په کتار کې راغلی دی. په مسخ کې د کرکټر ابسورډ یا عبث حالت د هغه د شاوخوا نړۍ په عبثوالي پورې اړه لري؛ خو په یوه تراژیدیکه بڼه.»

په مسخ کې کرکټر له پلار و مور سره ښه اړیکي نه لري. دا پخپله د کافکا د رښتیني ژوندانه یو انځور دی؛ خو په ورته وخت کې کرکټر له خپلې خور ګریتي سره ښه اړیکي لري. کافکا پخپله هم له کوچنۍ خور اوتلا سره روغ و او ښه اړیکي يې پالل.

کافکا په مسخ کې په ځيرکتیا سره د خپل عصر و زمان واقعیتونو ته اشاره کړې ده. که څه هم هغه مهال د نوموړي تخلیق ادبي افراط او تخیلات بلل کېدل. څنګ چې فروید د ګونګټې یا حشراتو په اړه د بې ارزښتۍ خبره کړې، نو په مسخ کې د انسان پرېوتی حالت د هغه مهال د مظلومو لږکیو او د صنعتي تورتمونو سېمبول هم بللی شو.

د کافکا لیدتوګه له انساني ارزښتونو تشې نړۍ ته ځغلن نظر دی. اوس چې پر مسخ اثر څه باندې یوه پېړۍ تېره شوې، مدرنیته او د ټکنالوژۍ بې کچې پرمختیا د سامسا په شان کسان نه دي زیات کړي؟ اوسنی انسان د خپل فکر په زندان کې نه دی بندي؟ ژوند نه دی ماشیني شوی؟

د نړۍ صنعتي پرمختګ ورځ تر بلې د سامسا په شان د کسانو شمېر زیاتوي. مسخ داستان د معاصر انسان د یوازیتوب کیسه ده، چې په لیدوړ څیزونو تېروتی دی او د هېڅ کار وس نه لري. معنوي ارزښتونه بایلل شوي. په بله وینا، په ننۍ نړۍ کې انسان له یوې حشرې او ګونګټې زیات ارزښت نه لري.

کافکا د یوه دېو په مخکې

د کافکا په داستانونو کې تل یوه وېره احساسېږي. په مسخ کې له پلار، مور او رییس سره د مخامخېدنې وېره. په «ټپوس» داستان کې چې انسان د کارغه خوراک کېږي، یوه وېره او ترهه لیدلی شو. په «فتوا» داستان کې د پلار له استبداد او له مظلوم او وېرجن زوی سره مخامخېږو.

کافکا د «فتوا» داستان په اړه وايي: «دا داستان مې د شپې له لسو څخه د سهار تر شپږو بجو په داسې حالت کې چې لاسونه او پښې مې بې حرکته وو او په سختۍ مې ښورول، پای ته ورساوه. په دوو بجو مې په وروستي ځل ګړۍ ته وکتل، خدمتګاره په لومړي ځل په دهلېز کې تېره شوه، وروستۍ جمله مې پر پاڼې ولیکله، څراغ مې مړ کړ، شپه خوړل شوې وه، زړه مې نری درد کاوه، په لړزېدلیو پښو د خویندو کوټې ته لاړم. بدن مې کوږ وږ او دا چې ما کرۍ شپه لیکل کړي و. پر چپرکټ مې پټو هماغسې منظم پروت و، لکه همدا اوس اوس چې یې هوار کړی وي. خپل باور مې تایید کړ: زه د داستان لیکلو په یوه ډنډ کې ډوب وم. لیکوالي یوازې په همداشان حالت کې شونې ده، د روح و جسم په ژور اړیکيو کې.»

فتوا په ۱۹۱۲ کې ولیکل شوه. کافکا دا داستان له خپل پلار سره تر لفظي شحړې وروسته ولیکه. په سبا يې خپلو خویندو او وروسته يې نورو ملګریو ته واوراوه. که څه هم کافکا خپلو اثارو ته تل د شک او نقد په سترګه کتلي، خو دا داستان یو خوندور او جالب داستان ګڼي.

په فتوا کې جورج بېندمن چې غواړي واده وکړي او له دغې پېښې خپل ناورغ پلار خبر کړي، مخامخېږو. جورج په روسیه کې یو ملګری لري او لیک يې ورته لیکلی. داستان په دغو جملو پيلېږي:

«د پسرلي د يکشنبې پر يوه ښکلي سهار جورج بېندمن (Georg Bendeman) – ځوان سوداګر – د خپل کور په لومړي پوړ کې چې د سیند پر غاړه اباد شوی و، ناست و. څو شېبې وړاندې يې د ځوانۍ د وخت ملګري ته چې په بهر کې يې ژوند کاوه، لیک لیکل پای ته رسولي و. په خوبوړیو سترګو يې لیک په پاکت کې واچاوه او بیا يې څنګلې پر مېز ولګولې او مخامخ سیند، پل او د سیند غاړې او شنو غونډیو ته ځیر شو.

وریاد شول، چې کلونه وړاندې يې یو ملګری دلته د تنګلاسي له لاسه له کوره روسيې ته تښتېدلی و. هلته په پيترزبورګ کې يې سوداګري پيل کړې وه. په لومړیو کې يې سوداګري ښه وه؛ خو لکه څرنګه چې یې هېواد ته د څو سفرونو پر مهال ویلي و، چې اوس يې پخوانی خوند نشته او په پردي وطن کې ځان هسې خاوري کوي. نااشنا او تورې ږيرې يې د هغه د ماشومتوب د وخت څېره لا اوس هم له شناخته غورځولې نه وه؛ خو تښتېدلي رنګ يې د هغه د ناروغۍ ښکارندويي کوله. پخپله يې هم ویل، چې په پيترزبورګ کې يې له خپلو هېوادوالو او ان له روسانو او د کلي له خلکو سره راشه درشه نه کوله.»

د داستان په پای کې پلار چې په لومړي سر کې کمزروی و، پياوړی کېږي او زوی اړ باسي چې سیند ته ځان وغورځوي.

خو په دغه داستان کې ولې جورج د واده نیت لري؟ د دې لپاره چې د پلار ټولنیز او اقتصادي مقام ترلاسه کړي.

کافکا په ژوند کې د کمۍ احساس لاره او واده ورته د دغې کمۍ د له منځه وړنې لپاره یوه غوره لار بلل کېده. نوموړي پلار ته لیکي: «واده د خپلواک ژوندانه او له دننه سره د پخلاینې حساسه لار ده. که واده مې کړی وای، کورنۍ مې درلودلی شوای. زما په فکر یوه لوړه مرتبه ده، چې ترلاسه کېدن يې شوني دي. ته هم دغې مرتبې او درجې ته رسېدلی یې؛ نو په دې اساس له تا سره یوشان او برابر کېدی شوای او زموږ ترمنځ پخوانی، اوسنی او راتلونکی استبداد او ننګ د تاریخ پاڼو ته سپارل کېده. د ښاپېریو کيسو ته ورته کېده.»

په اصل کې «فتوا» د پلارواکي کورني نظام پر ضد یو رسا غږ دی. داسې کورنۍ چې زوی او لور او د پلار تر لاس لاندې کسان د خپلې خوښې کار نه شي کوای. چې پلار مقتدر دی او تر لاس لاندې کسان د مريي ژوند لري.

د کافکا پر یو بل اثر «ماڼۍ – The Castle» يو نقد چې داريش هېلر په نامه يوه ليکوال کړی، ډېرو نازکو او باريکو ټکو ته اشاره کوي. هغه ليکي، د کافکا قهرمانان د هغه حقيقت پلټنه کوي، چې د افلاتون د ُمثل په مفکوره کې جوتېږي.

د دغه داستان له مخې په يوه څمڅه کې ډېر کسان ناست دي، ټول لکه بنديان په زنځيرونو تړل شوي، مخونه يې د څمڅې دېوال ته دي. د غار دېوال او بس. خو شا ته يې اور بل دی د اور په منځ کې لاره ده. کاروان يا کسان تېرېږي او سيوري يې د غار پر دېوال پرېوځي. هغوی فکر کوي، د کاروان يا د څارويو د جسدونو دا سیوری چې پر دېوال پرېوځي، يو حقيقت دى، چې دمخه نه پوهېدل؛ يعنې په پايله کې خلک د واقعي شيانو له ليدلو بې برخي دي.

يوه ورځ د زندان دروازه بېرته کېږي. چانس په ګوتو ورځي، لومړی د اور لمبې چې د هغوی سترگې سېځي ويني، بيا ورو ورو نوره دنيا ويني. هغه بندي چې ځان يې په سيوري قانع کړي و، بالاخره پوهېږي، چې له غار نه راووځي او د لمر رڼا وويني؛ خو د لمر رڼا يې سترگې يې برېښوي.

له غاره راوتلي کسان يا کس ورو ورو د ژوند پر بې ماناوالي پوهېږي. هغه بندي چې همېشه يې ځان په سيوري قانع کړي و، تر شا يې واقعي او روښانه نړۍ ده. اوس چې هغه له غاره راوتلی، لمر ته گوري او بيا د غار د ملگریو په اړه فکر کوي، چې هغوی خپل جوهر او ماهيت بایللی دی. د هغوی په حال يې زړه سوځي.

له بلې خوا د کافکا په اثارو کې یوه زاویه دا هم ده، چې هغه نړۍ او د نړۍ روزگار ته په يو خاص نظر گوري.

شکسپير وايي: «ژوند داسې کيسه ده، چې احمق يې رانقلوي. د قهر، شور او هيجان نه ډکه ده؛ خو هېڅ مانا نه لري.»

کېداى شي شکسپير د انساني تفکر په تاريخ کې لومړنى سړى وي، چې هغه ډله ييز احساس چې پخوا پوهانو او متفکرينو په پټه او نامعلومه بڼه بيان کړی او د نړۍ او ژوند په اړه يې وړاندې کړی و، په دقيق او څرگند ډول رامنځته کړ.

شکسپير په پورتني عبارت سره نړۍ په يو غيرتعقلي صفت توصيفوي. دا چې ژوند یو عبث او بې گټې شى دی. د هغه په نظر نړۍ نه تعقلي وه او نه غيرتعقلي ده. خبره دا ده، چې موږ انسانان ورته دا دوه ځانگړنې ورکوو.

کافکا په خپلو کيسو کې د نړۍ او ژوندانه بې گټې والی په ډېر شر او شور انځوروي. باور يې دا دى، چې د دې جهان عمر په يوه تلپاتي ژمي کې تېرېږي.

خو له بلې خوا د کافکا زغم او تحمل د ايوب له صبر سره پرتله کېږي. ځينې کسان د ايوب داستان د کافکا په اثارو کې پلټي. يعنې د ټولو خواريو او کړاوونو او تراژيديو پر وړاندې له زغم نه کار اخلي. کافکا خپل يو دوست ماکس برود ته په ۱۹۱۷ کال کې د ټپ په اړه په يو ليک کې ليکي او د «کلي طبيب» داستان يادونه کوي، چې شپږ مياشتي تر مخه يې انځور کړى و: «هغه ټپ د ځوان د لارې توښه ده او د ټپ پر وړاندې هغوی چې خپل ټټر سپر کوي او ان په ځنگل کې د تبر اواز هم نه اوري؛ نو کله به د هغه پر نژدېوالي چې دومره خطرناکه نه ده، وپوهېږي.» او بيا درې کاله وروسته خبریالې میلنا ته ليکي: «پر ذهن مې د ټولو اندېښنو بوج پروت و، درد له هماغه ځايه محسوس و.» کافکا ويل: «زه له دې باره اوږه خالي کوم. خو داسې څوک به وي، چې د جسم يا د تماميت له بقا سره مينه ولري او زما د اوږو بار لږ سپک کړي؟ دلته ده، چې سږى په خپله خوښه دې ته چمتو شو، چې دا کار وکړي؛ ځکه چې زيات څه يې نه درلودل، چې له لاسه يې ورکړي. همدا خبرې چې زما له خبرېدو پرته زما د مغز او سږیو ترمنځ تبادله شوې، ښايي ډېرې وحشتناکې وي.»

دا هم څرگنده ده، چې کافکا خپلې ناروغۍ نه هم راضي و، کورت ولف ته يې په يو ليک کې وليکل: «ناروغۍ هوسا کړی یم.»

کافکا په هټۍ کې د خپل پلار تر سیوري خو وېروونکي سیوري لاندې اجباري کار پيل کړ. که څه هم کار کولو ته يې اړتیا نه لرله، ځکه چې پلار يې په کافي اندازه شتمن و. دغه اجباري کار ورته ذهني ګډوډۍ جوړې کړې. نوموړی پلار ته لیکي: «خو کومه وېره چې تا زما په زړه کې اچولې وه، ورو ورو ته او هټۍ دواړه راته د یوه موجود په شان شوئ. وروسته بیا هټۍ زما د ستړیا سبب شوه. کومې پېښې چې هلته عادي وې، زما د رنځ و درد سبب کېدې او شرمنده کولم يې. په ځانګړې توګه له کارکوونکو سره ستا چلن. نه پوهېږم، په نورو سوداګریزو دفترونو کې هم د رییس او کارکوونکي ترمنځ اړیکی همدا شان وي، که نه!»

په «پلار ته لیک» کې د کافکا د لیکوالۍ د څرنګوالي په اړه کم و زیات پوهېدلی شو. د کافکا پلار هرمن کافکا ګران ژوند تېر کړی و او د ځوانۍ خوارۍ او سختۍ يې نه وې هېرې شوې. کافکایي خصوصیات؛ حرص، سوداګري او د ملکیت احساس يې پياوړي وو. د مېرمنې په پيسو د زینتي لوازمو یوه هټۍ پرانیزي او کافکا هم ورسره په هټۍ کې په اجباري کار محکومېږي. د ماشوم مرګونې روزنه – هغه مهال ماشومان د خدمتګارې او دایې په لاس روزل یا لویېدل – د کافکا د شخصیت تور اړخ بیانوي. پلار په هټۍ کې بوخت و. مور و پلار يې ډېر کم لیدل. روزنه یې د هغوی د فطرت په ژورو کې په اسبتداد څرخېده. یو څټک په لاس او کافکا يې پر سر سر واهه او پر ځمکه يې ننویست. د کافکا روزنه یوازې د خواړو په مېز پورې محدوده وه: «موږ باید د خوړلو پر وخت یوازې او یوازې خوراک ته پام کړی وای؛ خو تا به په ناخنګیر نوکان اخیستل، پاکول او سوانول به دې. پنسلونه به دې تراشل یا به دې د غاښونو په ډکي غوږونه پاکول. پلاره! هیله کوم، دا خبرې درباندې بدې ونه لګي. دا ټولې خبرې بې ارزښته خبرې وې او زه یې باید نه وای کمزوری کړی؛ خو ته چې ما ته د هر څه لپاره یو معیار او بنسټ وې، تا به هغه قوانین پر ما منل، چې پخپله به دې ورته کوچنی احترام نه لاره.» کافکا په همدې دلیل له هغو سپارښتونو او نصیحتونو تښتېده، چې پر ده په جبر منل کېدل. داسې قوانین چې یوازې او یوازې د ده لپاره جوړ شوي و.

په نري رنځ اخته کافکا

فرانز کافکا (Franz Kafka) په ۱۸۸۳ کې په یوې یهودي کورنۍ کې په پراګ کې وزېږېد. هغه مهال پراګ د اتریش د امپراتورۍ په ساحه کې راته. کافکا د شلمې پېړۍ الماني ژبی لوی لیکوال و. د پراګ په الماني پوهنتون کې يې حقوق ولوستل او له ۱۹۰۸ کال وروسته يې کارګرانو ته د اوښتو زیانونو د بیمې په یوه کمپنۍ کې کار پيل کړ. کافکا له پلار هرمن کافکا سره تل ترینګلي اړیکي لرل. د کافکا پر ژوند د یوه پلارواکي کورنۍ او د یوې متعصبې مور اغېز دومره زیات و، چې د ژوند تر پایه له دغه تورتم څخه ونه شو وتلی.

کافکا په جرمني ژبه لیکل کول؛ خو له خپلې ژبې چِکي سره هم بلد و. تقریباً هېڅ یو مشهور اثر لکه محاکمه (۱۹۲۵)، ماڼۍ (۱۹۲۶) د هغه په ژوندوني خپور نه شو.

په ۱۹۱۷ کې يې وینه توی کړه او د ژوند په پاتې اوو کلونو کې څو ځلې په روغتون کې بستر شو. په ۱۹۲۴ کال کې وین ته نژدې په یوه روغتون کې بستري شو او د همدغه کال د جنوري پر درېيمه يې د نري رنځ د ناروغۍ له امله پور پرې کړ. کافکا د پراګ د یهودیانو په یوه مړستون کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړي له خپل ملګري ماکس بروډ څخه غوښتي و، چې ټول ناچاپ اثار او لیکنې او ان چاپ شوي اثار يې راټول او وسوځوي؛ خو ماکس بروډ د هغه وصیت ونه مانه او د کافکا اثار يې وار په وار خپاره کړل.

«کافکا په خپلو اثارو کې له انسان سره مخامخ او چمبړ دی. یا له ځان سره یا له خپل دننه سره مخامخ دی. نوموړی په خپل تن کې د انسان د لاشعور په ډېرو تورتمو کندو او غارونو کې یوه اژدھا ویني، چې ھره شېبه وېره احساسوي، چې اوس به راووځي او هغه یعنې انسان به له نابودۍ سره مخامخ کړي یا به یې له ستونې تېر کړي.»

کافکا یوه میاشت کم ۴۱ کاله عمر وکړ. د ناروغۍ پر مهال يې خپل طبیب ته ولیکل: «که ما ونه وژنې؛ نو ته په رښتیا یو قاتل يې.» دا هم ښايي د کافکا د ژوند یو ناسپړلی پاراډاکس وي.

په حقوقو پوهنځي کې يې د دکتورا تر کچې زده کړې وکړې. پر فلیسه بویر يې زړه وبایله؛ خو خپل ارمان ته ونه رسېد، که څه هم دوه ځلې يې ورسره کوژده وکړه؛ خو کوژده يې د پلار له لاسه فسخ شوه.

«پلار ته لیک» يې شاوخوا په ۳۶ کلنۍ کې خپل مستبد پلار ته ولیکه؛ خو لیک يې د مور په لاس ورغی او مور يې پرته له دې چې خپل خاوند ته يې وسپاري، بېرته کافکا ته واستاوه. پلار ته لیک یوې اټوبیوګرافۍ ته ورته کتاب دی.

کافکا په نري رنځ اخته و. چې مړ کېده وزن يې ۴۵ کیلو ګرامه و، که څه هم تر ناروغۍ پخوا يې وزن ۶۵ کیلو ګرامه لاره؛ خو د ناروغۍ، یوازیتوب او ژور خپګان له امله يې ۲۰ کيلو ګرامه وزن بایللی و.

نوموړی له ژور خپګان او اضطراب نه ځورېده، د همدغه ترینګلي حالت له امله يې خوب تښتېدلی و، پر مخ يې دانې راختلې وې، چې دا نښې د اروايي ناکراریو له امله وې. نوموړی په ۱۹۱۷ کې په نري رنځ اخته شو. د نري رنځ له امله د کافکا ستونی دومره ژوبل شوی و، چې ان خواړه يې نه شوی تېرولی. هغه مهال د ورید له لارې تغذیه کشف شوې نه وه او د تغذیې لپاره يې بله لار هم نه لیدل کېده؛ نو نوموړی تر اووه کاله ناروغۍ وروسته داسې مهال ومړ، چې لوږې پسې اخیستی و.

د فرانز کافکا د مړينې په اړ ویل کېږي، چې نوموړي په لوی لاس په خپل وخت د ځان درملنه ونه کړه او ځینې په دې باور دي، چې نوموړی ځانوژنه کړې ده. که څه هم ظاهراً يې ځان وژلی نه دی؛ خو په لوی لاس د ځان نه درملنه او په لوی لاس د مرګ کومې ته ځان سپارل پخپله د ځانوژنې په مانا ده.

دا هم څرگنده ده، چې کافکا له خپلې ناروغۍ راضي و، کورت ولف ته يې په يو ليک کې وليکل: «ناروغۍ هوسا کړی یم.»

د فرانز د ژوندانه پر مهال د هغه د داستانونو له جملې خورا کمه اندازه خپره شوه. له مسخ ناولګوټي پرته بل هېڅ ناول يې بشپړ نه دی، ځکه ناارامه اروا يې ژر له کوچني او ناڅيزه کالبد نه ووتله. کافکا د ژوند پر مهال خپل نژدې ملګري ماکس بروډ ته وصیت کړی و، چې ټول ناخپاره شوي اثار یې وسوځوي؛ خو بروډ د هغه وصیت ته غوږ کېنښود او واړه يې خپاره کړل. یوازې د کافکا معشوقې دوریا دیامانت د نوموړي پر وصیت عمل وکړ او د کافکا د خاطرو کتابچې او ۳۵ لیکونه يې پټ کړل، چې تر اوسه د دغه نادرک شویو اثارو پلټنه روانه ده.

د کافکا اثار د هغه تر مرګ وروسته د خلکو د ژبې سرټکي شول. کله چې د اروپا مشهورو لیکوالو لکه البر کامو، جان پاول سارتر او بیا امریکايي لیکوالو؛ سلینجر، هارولډ پينټر او ځینو نورو د کافکا د وهم او اضطراب نړۍ ومنله. د نوموړي په اړه په پراګ کې په ۱۹۶۳ کې د هغه د اثارو په اړه یوه غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د سارتر وینا د کافکا د اثارو به بیا ژوندي کولو کې رول ولوباوه.

سرچینې

صدر، حمید، یادداشت های برای دورا، د پریسا رضايي ژباړه، مروارید انتشارات، تهران، ۱۳۸۲

کافکا، فرانز. پلار ته لیک، د حیات ژوند ژباړه، سروش خپرندوی، کابل: ۲۰۲۰

کرګر، محمد اکبر. ادبیات او د انسان دننۍ نړۍ، دانش خپرندویه ټولنه، کابل: ۲۰۰۵.

نابوکوف، ولادمیر. درسګفتارهای ادبیات اروپا، د فرزانه طاهري ژباړه. ایران: ۱۳۹۲.