هنر ځانمرګي ته په ګډا
موسیقي د انسان دروني غږ دی.
هر انسان په خپل درون کې یوه غږ ته غوږ ږدي، تر څو د خپل زړه اواز واوري، د ژوندانه ملودي یې وکړنګېږي او خپل رنځ او درد هېر کړي. له دې کبله، موسیقي په بدترین او ښه حالت دواړو کې د انسان ذهني ذایقه څرګندوي او دا ذایقه له هغه ځایه سر راپورته کوي، چې فکر کوي، مینه کوي او ژوند کوي. له همدې کبله د افغانستان شعر او موسیقي، له داسې حوادثو اغېزمنه ده، چې د څو لسیزو په اوږدو کې پېښ شول. په پېړیو پېړیو د دغې خاورې پر موسیقۍ او هنر خلک وربلوسېدلې دي، بیا موسیقي غلې شوې ده، د هماغه خلکو په شان شوې چې برید یې پرې کړی. کله يې دربار ته پناه وړې او کله هم د بنګ و چلم په میدان کې ګډېدلې ده. کله کله هم د امیر په فرمان څنګ ته شوې ده او شونډې یې تړلې دي. کله هم د ځانمرګو ترمنځ ټپي شوې ده.
شاعر او سندرغاړی پر یوې خاورې لویېږي، سندرې بولي او خپل هنر په سختو شرایطو کې له خلکو سره شریکوي. که شاعر د ټولنې په وړاندې د خپل رسالت او ژمنې په هکله فکر ونه کړي، بې پروا او بې خیاله خپل درون ته رجوع وکړي او په خپلو وجودي تارونو منګولې ښخې کړي؛ نو په غوره ارماني حالت کې يې ځانمرګی کړی دی.
بلخوا، ځینې شاعران او سندرغاړي شعر او سندره د شعر او سندرې لپاره نه جوړوي؛ بلکې په دې کار سره د ډوډۍ په لټون وي. کله چې یو توکی بازار ته وړاندې شي، ښکاره خبره ده، چې د بازار په خوښه باید تولید شي. کله چې دا ډول موسیقي او شعر بازار ته وړاندې کېږي، په ښه حالت کې هم دا ډول شعر او موسیقي مبتذل هغه وي.
ځوانې سندرغاړې الهه سرور په یوې نوې سندرې سره په حقیقت کې د افغانستان ځوانې موسیقۍ «مانیفسټ» وړاندې کړی دی. داسې شاعران او سندرغاړي کم نه دي، چې د چاودنو او ټوپک تقدس يې غندلی او همدا شعرونه د خلکو د ژبې په ورد اوښتي دي.
د الهه سرور پر وړاندې ښايي د خلکو غبرګون په دې سبب نه وي. خلک ښايي په دې سبب پر هغې نیوکه کوي، چې پخپله د انتحاري تفکر قربانیان دي. خو ولې هغې دا ډول سندره کړې ده؟ له یوه امن او تاوده ځای څخه انتحار خلکو ته عادي مساله یادوي او ویلي يې دي چې «راځه په غېږ کې مې ځانمرګی وکړه». ښايي د غېږې شدت، تر ټولو لوی ځانمرګي وي؛ خو شاعر د تاریخ او سیاست په وړاندې د مسوولیت په درک سره، په بل ډول تصویر سازي کړې ده؛ ځکه چې انتحار یوازې یو کلمه نه ده، بلکې یو تاریخ او نسل یې نابود کړی دی. د انتحار پښو ته د موسیقۍ حلالول، یو ناانساني کار دی او د شاعر اخلاق تر پوښتنې لاندې راولي.
شریف سعیدي نېک انسان دی؛ خو په دې ترکیب سره د هغه چلن د هغه د شاعرۍ کار نه و. سعیدي د انتحار د غندلو لپاره شعر لیکلی شوای او الهې بیا سندره کولی شوای. په دې ترتیب هم يې د هغو کسانو مسوولیت ادا کولی شوای، چې وینه یې تویه شوې ده او هم ادبیات او هنر ته ژمنتیا ترسره کېده.
که څه هم داسې تاوتریخجنې استعارې به فارسي ادبیاتو کې کمې نه دي؛ خو هر وخت له موجودو واقعیتونو سره سم تشبیه شوې دي. کله چې غشی په کمان کې ږدي، شاعر دا کلمات له زړورتیا سره تشبیه کوي. بې شمېره سندرغاړو دا شعرونه سندرې کړي هم دي؛ خو نننۍ ټولنه له هغې سره توپير لري. انتحاري شل کاله د خلکو ژوند واخیست، هېواد يې وران کړ، ځوانان يې د مرګ کومې ته ټېل وهل او سرتېري يې نیم تنې کړل؛ نو د داسې ادبیاتو کارونه په حقیقت کې په انتحار د ادبیاتو او موسیقۍ مبتلا کېدل دي. داسې سندرغاړی چې په لیبرالي ارزښتونو کې يې ژوند کړی وي، ورته استعارو ته غاړه کېږدي، نو موسیقي يې انتحاري کړې او د شعر ارزښت يې انتحاري ادبیاتو ته راټيټ کړی دی. خلک حق لري، چې نیوکه وکړي او وپوښتي چې په کوم معیار او کوم منطق پېغلې سندرغاړې الهه سرور د انتحاري سندره بولي. د انتحار غږ ډله ډله ځوانان مرګ ته پورې وهل او ټولنه یې داغداره کړه.
خلک په داسې فضا کې کوښښ او هیله کوي، چې انتحاري ادبیات وغندي. ښايي د مین د زړه سوز زیات شوی و او معشوق ته یې پيغام لېږلی و، چې که زما د زړه غږ ته غوږ ونه نیسې، حاضر یم ستا په غېږ کې ځانمرګی وکړم. چاودنه او د وینې تویول یوازینی غچ دی، چې د درېیمې نړۍ افغان انسان په ذهن کې ګرځي، که نه نو له بلې تشبیه څخه یې هم استفاده کولی شوای. دا يې هم کولای شوی، چې خپل زړه ورته په منګولو کېږدي خو کله چې دا ټول یوې خوا ته کړي، د مشعوق له زلفو او بې مهرۍ وکړېږي، نو یوازینۍ لار چې ټاکي يې ځانمرګی کول دي او شعر په دومره خوند او بېړه لیکي. ښکاره خبره ده، چې هنر ته نه ژمنتیا ښيي.
هنر د انسان پر ذاتي ستونزو سربېره، باید په خپل مضمون او محتوا کې هم د ژمنتیا احساس وکړي. هنرمندان له اخلاقي مسوولیت منلو ورهاخوا، باید د مضمون او محتوا په نویوالي کې هم د مسوولیت احساس وکړي او له دې لارې خپل مخاطبانو ته درناوی ولري.
د هنر کار تر ډېره مینه خپرول دي. که هنر د کار په موخه وکارېږي، له انتحاري او چاودنې عاشقانه ادبیات جوړېږي، شعر انتحاریانو ته په خدمت کې حاضرېږي، شاعر او ځانمرګی دواړه حورو ته د رسېدو لپاره ځانمرګی کوي، دواړه غواړي چې له نازک بدنو ځان ځار کړي او وینه تویه کړي؛ خو د شاعر او ځانمرګي ترمنځ توپير دا دی، چې ځانمرکی مري، خو شاعر د انتحاري ادبیاتو لپاره تاریخ جوړوي.
هنر باید زړونه وکړنګوي، سړی فکر ته وهڅوي، د جانان خوږمن زړه ورغوي او یو پردی کس د خپل زړه دهلیز ته ورسوي، په خوب ویده کس ويښ کړي، یو خپه کس خوشال کړي، له رنځ او درده یې ازاد کړي. که داسې نه وي، ښه به وي، چې د شاعر خبره د شاعر په زړه کې پټه پاتې شي او ټولنه په ځانمرګي ککړه نه کړي.