سنبله 01, 1402 19:40 Asia/Kabul
  • په هند کې د غدر ۲ فلم د نندارې پر سینما بمي برید

په هند کې پر هغه سینما بريد شوی چې په هغې کې د سني دیول د غدر ۲ فلم نندارې ته وړاندې کېدو.

د هند د بهار ایالت په پټنا ښار کې د سني دیول د فلم غدر ۲ نندارې روانې وې چې ځينو کسانو د ګډوډۍ په جوړولو سره سره په دغه ګڼه ګوڼه کې دوه لاسي بمونه هم غورځولي خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د پولیسو په وینا د سینما نه بهر دوه بلوا کوونکي نیول شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.د سینما مالکې سمن سنها د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سینما پر مدیریت د غدر ۲ فلم د ټکټونو په توره بڼه د پلورلو له پاره په کلکه غوښتنه شوې ده.

ویل کيږي چې په دغو چاودنو کې چاته زيان نه دى اوښتى او دپوليسو له خوا بلواګر او وسله وال کسان نيول شوي دي .