سنبله 01, 1402 19:32 Asia/Kabul
  • د بالیووډ ستوري سني دیول کور له نیلامۍ وژغورل شو

بانک د پور د نه ورکولو له امله د بالیووډ ستوري سني دیول کور د لیلام کولو لپاره د داوطلبۍ خبرتیا بیرته واخیسته.

هندي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې د دغه بانک له لوري یو بیان خپور شوی، چې له مخې یې د ځینو تخنیکي دلایلو له امله د لیلام خبرتیا لغوه شوې ده.

بانک اف بارودا مخکې په ورځپاڼه کې یو خبر ورکړی و چې اداکار د ۵۶ کروړه روپیو پوروړی دی او د نه ورکولو په صورت کې به د هغه ملکیت د اګست په ۲۵ نیلام شي.

د داوطلبۍ په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې سني دیول باید سمدستي پیسې ورکړي که چیرې هغه غواړي خپل ملکیت له نیلام څخه وژغوري.

د هندي اداکارانو نوی فلم 'غدر ۲' په هندي باکس آفس کې د بریالیتوب بیرغونه پورته کوي او په لږو لسو ورځو کې یې د ۳۰۰ کروړه روپیو کاروبار کړی دی.