سنبله 01, 1402 19:25 Asia/Kabul
  • مشهور هندي سندرغاړی راجو پنجابي د ۴۰ کلونو په عمر ومړ

د هند د هریانا ایالت مشهور سندرغاړی راجو پنجابی د ۴۰ کلونو په عمر ومړ.

هندي رسنۍ وايي، د دغه سندرغاړي مړينې د هغه مينه وال او د تفريحي صنعت ټولو غړيو ته سخت ټکان کړي دي. دغه ۴۰ کلن سندرغاړی په يوه شخصي روغتون کې ساه ورکړه.

ویل کېږي چې نوموړی په نامعلومه ناروغۍ اخته و او تر درملنې لاندې و، خو روغتیايي حالت یې خراب شو چې له امله یې وینټیلیټر ته ولېږدول شو.

وروسته له هغې چې د راجو پنجابي د مړینې غمجن خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، د هند د سیاستوالو او مشهورو شخصیتونو په ګډون ډیری خلکو سندرغاړي ته درناوی وړاندې کړ.

د هریانا اعلی وزیر منوهر لال کهټر په ټولنیزو رسنیو کې یو پوسټ شریک کړ چې پکې یې لیکلي چې د هریانا د مشهور سندرغاړي او میوزیک تولید کونکي راجو پنجابي مړینه د هریانا د میوزیک صنعت لپاره نه جبران کیدونکی زیان دی.