اسد 31, 1402 11:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور ممثل عبدالاحمد خاکسار مړ شو

د افغانستان مشهور اداکار عبدالاحمد خاکسار د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو.

افغان ممثل او د تياتر کارکوونکی عبدالحمد خاکسار نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د هغه زوی عبدالاحد ازادي راډيو ته د نوموړي مړينه تایید کړه.

ښاغلي خاکسار په ۱۳۵۲ کې په کندز ولایت کې خپل هنري فعالیتونه پیل کړي و، چې وروسته بیا په ۱۳۵۹ کال کې پلازمینې کابل ته ولاړ او د هېواد په کچه یې شهرت ترلاسه کړ.

هغه د خپل ژوند ستره برخه په ټلویزیون، سینما او تیاتر کې له تمثیل سره تېره کړې وه.

یو شمېر افغان سینماګرانو او فرهنګپالانو د ښاغلي خاکسار مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.

افغان ممثل، کریم اسیر چې د افغانستان د چارلي چاپلین په نوم پیژندل کیږي، د عبدالاحمد خاکسار پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.

د افغانستان یوې بلې وتلې سینماګرې، فرزانه نوابي، چې په دې وروستیو کې له هېواده بهر کډواله شوې، هم د خاکسار پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.

د "میرک" په فلم کې چیري چې خاکسار پکښې مرکزي‌ رول لوبولې و،‌ د نوموړي‌ دغه خبره "جیته پرو ایره سیل کو" د افغانانو په منځ‌کې د هغه شهرت دوه برابره کړ.ښاغلي خاکسار د پلازمینې کابل په شاه شهید سیمه کې زیږیدلی و،‌ خپلې لومړنۍ زده کړې یې د استاد بیتاب په ښوونځي کې او د لیسې زده کړې یې د کندز په شیرخان لیسې کې کړي و.‌