اسد 31, 1402 10:53 Asia/Kabul
  • کلتور څه ته وايي؟

پښتانه د هندوکش د غرونو په لمن کې د قبیلو په شکل کې اوسېږي، او د پښتونولۍ تر ټاکلي لارلیکې لاندې د ژوند تېرولو هڅې کوي.

په نړۍ کې کارپوهان د کلتور بیلا بیل تعریفونه کوي او بې شمیره معنې يې راباسي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، موسیقي، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه د هغوی کلتور جوړوي.

د هر یوه ژوندي قام په شان پښتانه هم خپل یو کلتور او د ژوند د تېرولو لارلیکه لري. پښتانه تر ډېره د هسکو غرونو په درو کې ژوند تیروي، وطن يي ښایسته دی، د فطرت په رنګونو موړ دی نو ځکه کلتور يې هم د ژوند له ټولو رنګونو ډک دی.پښتانه د هندوکش د غرونو په لمن کې د قبیلو په شکل کې اوسېږي، او د پښتونولۍ تر ټاکلي لارلیکې لاندې د ژوند تېرولو هڅې کوي.وړومبې د دې پیژندګلو هڅه کوو چې کلتور په اصل کې وايي څه ته؟ او ایا د دومره وسیَع ټکي تعریف ممکن هم دی او کنه؟ په دغه اړه د پښتو اکیډیمۍ پخوانې ډایریکټر ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي ،کلتور د یو قام د ژوند تیرولو طریقه وي.

د افغانستان د علومو اکیډمۍ غړي حبیب الله رفیع بیا وايي کلتور د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، موسیقي، کالي او د هغوي ټولنیز ژوند دی.دا چې کلتور، تهذیب او رسم و رواج جوړ څنګه شي، ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي، کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي نو کلتورو په وجود کې راشي.

د ننګرهار پوهنتون استاد او لیکوال لال باچا ازمون د کلتور ژوندي ساتلو د اهمیت په اړه وايي، لکه څنګه د یو ودانۍ د ودریدو لپاره

مضبوط بنیاد مهم وي نو هم دغسي د یو قام لپاره کلتور مهم دېراج ولي شاه خټک د کلتور د ژوندي ساتلو د اهمیت په اړه بیا وايي چې کله د یو قام کلتور ختم شي نو د هغه قام د ختمیدو خطرې هم پیدا شي.