اسد 30, 1402 19:54 Asia/Kabul
  • د اکشي کمار فلم 'او ایم جي ټو' د سل کروړو روپیو په کلب کې شامل شو

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، د اوه ماي گاډ ۲ له نوي پړاو سره د اکشې کمار او سلمان خان ریکارډ برابر شوی او د دواړو ۱۶ فلمونو د ۱۰۰ کروړه ډالرو کاروبار کړی دی.

د اجی دیوګن ۱۳ فلمونه، د شاه رخ خان ۸، د رنویر سینګ ۷ او د عامر خان ۶ فلمونه په باکس آفس کې له ۱۰۰ کروړه روپيو په کلپ کې شامل شوي دي.

راجکمار راو، فرحان اختر، جونیر این ټي آر، رام چرن، انیل کپور او نورو هم دا ویاړ په یوه یوه فلم کې ساتلی دی.

د هند ډېری فلمونه په سینماګانو او بازار کې پرېمانه پیسې ګټي او کتونکي یې هم ډېر دي. د هند د هالیووډ او بالي ووډ فلمونه د خلکو په زړونو کې ځای لري او ځوانان او زاړه يې ګوري.

د هندوستان په خلکو کې نڅا یو مذهبي بڼه لري او ټول ژوند یې د مینې او محبت د ژوند یوه کیسه ده. دغو ادا ګانو کاظم خان شیدا هم اغېزمن کړی و.

په هندي اد یې وکړې په ما چارې

زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم