اسد 28, 1402 17:57 Asia/Kabul
  • د زمري میاشتې اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخېستلو ورځ

نن د زمري میاشتې اته ویشتمه نېټه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ له یوسل او څلورمې کلیزې سره سمونه لري.

نن د زمري د میاشتې اته ویشتمه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ له یو سل او څلورمې کلیزې سره برابره ده. د افغانستان پخوانی شاه غازي امان الله خان دولس سوه اته نوی یم کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نېټه له برتانوي استعمار څخه د هیواد خپلواکي اعلان کړه.

په تېرو حکومتونو کې هم دا ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېده او غازي امان الله خان ته د یوه اتل او خپواکي ګټونکي په سترګه کتل کيږي.