اسد 25, 1402 17:18 Asia/Kabul
  • په پښتنو کې جرګه څومره ارزښت لري؟

پښتون هغه ستر قوم دی چې له پېړیو او کلونو راهيسې یې د جرګي او مرکې دود ساتلی دی.

هر قوم او ملت ځانته دود او دستور هم لري چې هغه ورته اساسي او د ژوند له بنسټيزو اصولو لږ ارزښت نه لري. اریايي قومونه په ځانګړي ډ،ل پښتانه هم د ژوند ځانګړي اصول لري چې دغه ارزښت ته په کتو واړه او زاړه دغو دودونو ته پوره درناوی لري.

د جرګې سیستم په پښتنو افغانانو او د پاکستان په ځينو نورو قومونو کې چې له پښتنو اغېزمن شوي ، دود دی او هغوی هم پوره درناوی ورته لري. جرګې په هکله ښاغلي پوهاند صدیق هللا "رښتین" په پښتني لارښود کې داسې لیکي: په پښني دود کې جرګې او مرکې ډېر اوچت ځای لري. د جرګې پرېکړه او فېصله په پښتو کې د قانون حکم لري. 

په لنډو ټکو کې به د جرګې ارزښت په لاندې ډول درته بیان شي:

۱. جرګه په پښتنو کې د سترو مسایلو د حل په موخه د قوم د سپين روبو په مشرۍ جوړيږي.

۲. که د قومونو او یا کورنیو تر منځ کومه شخړه او یا ستونزه وي نو د جرګې د سیستم له لار حل کيږي. دواړه لوري باید جرګې ته درناوی ولري او واک ورکړي او هر څوک چې د جرګې له حکم نه سرغړوي سربېره پر دې چې پړاو ملامت ګڼل کېږي، لازمه سزا هم ورکول کېږي، که چېرې د دوو تنو یا ولس په منځ کې یوه غټه لانجه او دعوه پېښه شي، نو د دي کار دپاره د کلي یا ولس له خوا قومي جرګه جوړېږي، کله چې جرګه راغونډه شي، نو له دواړو خواوو څخه واک اخلي او په منځ کې یوه مچلګه هم اخیستل کیږی. )مچلګه د ټوپک او پیسو ضمانت ته وایي( که چا د جرګې پرېکړه و نه منله، نو مچلګه یې هم له منځه ځي او د جرګې له خوا ورسره تګ را تګ هم بندېږي.

۳. کله کله د دوه لوریو تر منځ ستونزه رامنځته شي نو که د مسلې حل د دواړو له واکه وتلی وي نو بیا ورته جرګه رابلل کيږي او د یوه درېیمګړي په توګه ورته د جرګې له خوا پرېکړه کيږي.

۴. جرګه د پښتنو ټولنې یوه غوره نمونه ده. په جرګه کې مشران او کشران یعنی سپین ږیري او ځوانان ټول برخه اخلي مګر زیات واک د مشرانو او سپین ږیرو په لاس کې وي، څوک چې د پښتني قانون څخه ښه خبر وي او تر ټولو زیات مشر او پوه وي د هغې جرګې مشر وي، خو پرېکړه د رایو په ډېرښت کېږي. پوه سړي ته جرګه مار او نورو غړو ته جرګه تیان وایي. په جرګه کې زیات کسان خپل مطلب په متلونو او نکلونو ثابتوي.

۵. لویه جرګه په پښتني قانون کی د ولسي جرګې ځای لري، خو دومره ده چې د یوې ټاکلې نېټې لپاره وي او یواځې د یوې موضوع او پېښې د پرېکړې دپاره جوړېږي.

۶. څوک چې په جرګه کې برخه اخلي هغوی ته جرګه مار وايي او پوره واک لري. په جرګه کې د کلي ملک او سپین ږيري هم برخه لري.

که په لنډه توګه ووایم نو جرګه د پښتنو له پاره داساسي قانون تر کچې ارزښت لري او جرګې او جرګه مارو ته پوره درناوی کوي.

تگ