اسد 23, 1402 17:46 Asia/Kabul
  • په ټولنه کې ټولنیز نزاکتونه مراعت کړئ!

ټولنه د وګړیو د اوسېدو ځای دی او په دغه ځای کې ګڼ خلک اوسيږي چې د ټولو خوی او ځانګړنې یو ډول نه وی. د همدې له امله باید ځينې ټکي په ټولنه کې د ژوند تېرولو له پاره په پام کې ونیسو.

د ټولنې د وګړیو تر منځ باید ډېر نزاکتونه په پام کې ونیسو چې د یو څو هغو نومونه په لاندې ډول راغلي دي:

۱. اوبه په کراره څښه او د ګوټ ګوټ غږونه ترې مه باسه!

۲. د اوبو څښلو په ګېلاس کې دومره اوبه واچوه چې څښلی یې شې ځکه چې ستا د خولې اوبه بل ته پاتې نه شي.

۳: چاته دخپلې خولې اوبه مه ورکوه!

۴. د ډوډۍ خوړلو پر مهال د بل چا له مخې خوراک مه کوه!

۵: د خلکو طبیعت توپير لري نو که چا ستا په څېر ډوډۍ په شوروا کې نه ټوټه کوله ، ته یې مه اړباسه ځکه کېدای شي خوښه یې نه وي.

۶. د وریجو خوړلو پر مهال په غوري کې بېرته د لاسونو وریجې مه غورځوه!

۷. چای په شر شر او لالهاندۍ مه څښه! ځکه کېدای شي تر څنګ ناست ملګری دې دغه غوږونه خوښ نه کړي.

۸. په لاره کې بې ځایه لاړې مه توکوه!

۹. هر ځای په پوزه کې ګوتې مه وهه!

۱۰. چاته خيرن لاس مه ورکوه!

۱۱. کله چې ټوخېږې  نو له خلکو او دسترخوان څځه مخ اړوه.

۱۲. تر حده ډېرې خبرې مه کوه.

۱۳. له چا څخه بې ځایه او بې مورده پوښتنې مه کوه!

۱۴: داسې پوښتې مه کوه چې څومره پيسې لرې، بچي دې نران دې که نجونې، ولې نارینه بچی نه لرې، رنګ دې ولې ژېړ دی.

۱۵. له ځاه لویانو سره بې ځایه ټوکې مه کوه!

۱۶. په خلکو سلام اچوه!

۱۷. د چا یا خپل او خپلوانو کور ته پرته له اجازې او هم غږيتوبه مه ورننوځه!

۱۸. د زده کوونکو او زده کړیالانو وخت مه نیسئ ځکه هغوی خپل درس وايي.

۱۹. د ټولو خلکو اولادونو ته يو ډول ناز ورکړئ او د غریب او مالداره په بچیو کې فرق مه کوي!

۲. د ملګري په کور کې مو سر ټيټ وساتئ!

او په سلګونه او زرګونه نورې لارښوونې