اسد 18, 1402 17:14 Asia/Kabul
  • هغه اداکار چې په ډان ۳ کې به د شاه رخ خان ځای ونیسي

اداکار، ډایرکټر او پروډیوسر فرحان اختر خبر ورکړی دی چې د خپل نوي فلم ډان ۳ د چمتو کېدا خبر ورکړی دی چې په کوم کې به شاه رخ خان نه وي.

فرحان اختر د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس (د ټویټر نوی نوم) باندې په یوه پوسټ کې څرګنده کړې چې رنوير سنګ به په دغه فلم کې د شاه رخ خان پر ځای اخلي.

دوی یو ټیزر هم خپور کړی چې پکې رنویر سینګ ځان د ډان په توګه معرفي کوي. تر دې وړاندې د اګست په اتمه فرحان اختر د ډان ۳ د فلم په اړه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې اشاره کړې وه چې د ډان رول به د شاه رخ خان پر ځای بل چا ته ورکړي.