اسد 12, 1402 11:35 Asia/Kabul
  • د کاناډا لومړي وزیر له خپلې مېرمنې سره ۱۸ کاله وروسته مخه ښه وکړه

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو له ۱۸ کاله ګډ ژوند وروسته خپلې مېرمنې سوفي څخه د جدا کېدو خبر ورکړی

دوی په ټولیزه رسنۍ انسټاګرام یو پیغام پرېښودلی او پکې یې د ګډ ژوند له پای ته رسېدوورسته بیا هم نېږدې اړیکې ولري او یو بل ته به مینه او درناوی په توګه پاتې شي.

کلن ټروډو او ۴۸ کلنه سوفي ۲۰۰۵ کال کې مونټریال کې واده کړی و او درې اولادونه لري

د یاد وزیر دفتر بیا ویلي چې که څه هم مېړه، مېرمنې د بېلتون هوکړه لاسلیک کړې، خو وايي چې بیرون په عام محضر کې به یو ځای څرګندېږي.

له دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې ښاغلي ټروډو په خپل ژوندلیک کې د خپل ګډ ژوند یادونه کړې او لیکلي یې دي: ''زموږ ګډ ژوند بې ستونزو نه دی، موږ له ډېرو لوړو، ژورو تېر شوي یو، خو سوفي مې تر اوسه ښه ملګرې، د ژوند شریکه او معشوقه پاتې شوې ده. ځینې وختونه به ښايي ځورېدلي هم یو، خو موږ یو بل ته تل رښتیني وو. ''

د یادونې ده، چې ښاغلی ټروډو دویم کاناډایی لومړی وزیر دی، چې د لومړي وزیر په توګه د رسمي دندې په ترڅ کې له خپلې مېرمنې بېلتون اعلانوي.

له دې مخکې د ده پلار پیري ایلوټ ټروډو او مور یې مارګریټ ټروډو په ۱۹۷۷ کال کې له شپږ کاله ګډ ژوند وروسته له یوه بله بېل شول او بالاخره یې طلاق واخیست.