اسد 09, 1402 17:03 Asia/Kabul
  • په پښتنو کې د پګړۍ ارزښت

پګړۍ سره له دې چې په اسلام کې ارزښتناکه ده. په پښتنو کې هم د عزت او درناوي سمبول دی.

په پښتو کې په تېره په ولسوالیو کې پګړۍ د درناوي او مشرولۍ له پاره ځانګړې نښه ده. پښتانه شملې ته په اوچته سترګه ګوري حتی د شملې کلمه د وقار او پت په معنا ګڼي. د شملې کلمه په غزلو او ترانو کې هم یاده شوې:

تشه یې مه شه غېږ د ګلونو

شملې مو هسکې لرې خدایه د دې غرونو

شمله څه شی دی؟

شمله د پګړۍ په ولونو کې مخې خواته لکه ولاړه برخه ده یعنی کله چې پګړۍ وتړل شي نو د اخر ول په اندازه په تندي باندې نېغه درول کيږي. شمله معمولاْ د کور کلي مشران نېغه دروي. پرته له دې يې په کلتوري توګه هم پښتانه نېغه دروي او پګړۍ تړي.

پګړۍ چه په عربی ژبه کې ورته عمامه ویل کیږی داحادیثو دکتابونو څخه ثابته ده حضرت عبدالرحمن ابن عوف رض فرمایی:

«عممنی رسول الله ص‌» یعنی ماته رسول الله پګړۍ راوتړله.

کله چې پښتانه چاته د عزت په سترګه وګوري نو د درناوي او ستاینې په موخه پګړۍ ور په سر کوي. ښځو ته لوپټه ور په سر کوي. پګړۍ ډول ډول دي او ډول ډول تړل کيږي خو په ټوله کې ویلی شو چې پګړۍ په پښتنو کې خورا د ارزښت او درناوي وړ ده چې خپله ځانګړې ورځ هم لري.

تگ