اسد 05, 1402 11:11 Asia/Kabul
  • په پښتني سیمو کې دناوې ډولۍ

لیک: ډاکټر لطیف یاد

که څه هم دافغانستا ن په ډیرو سیمو کې دناوې دډولۍ دود او رواج کم شوی دی ، خو لا هم دافغانستان په ځینو ولایتونو او له هغو نه د ننګرهار ، لغمان او کونړپه کلیوالو سیمو کې د ډولۍ دود او رواج اوس هم شته .په پښتو قاموسونو کې دناوې ډولۍ دناوې دجوپان ، دناوې دکجاوې او دناوې دحجلې په معنا راغلی دی. که څه هم حجله چې عربي ویی( لغت ) دی دناوې او د زوم دواده ځانګړې خونې ته ویل کیږي .

دافغانستان په کلیوالو سیمو کې دډولۍ دجوړولو طریقه داده چې یو ه کلکه او پیاوړې لرګینه زانګو او دکټ بازوګان راوړل کیږي او دغه زانګو له دووخواوونه دکټ په بازوګانو پورې کلکه تړي او بیا دتوت دونې تاندې لښتې پرې کوی او له څو خوااوویې په زانګو اوبازوګانو پورې تړي او کله چې ډولۍ جوړه شي نو دپاسه رنګارنګ ټوکران ورباندې اچوي چې دغه ټوکران زرغون او سره رنګونه لري خو سور رنګ پکې حتمي دی .

دغه ډولۍ معمولا دناوې له کوره دزوم کورته په داسې حال کې راوړله کیږي چې ډیرشمیر خلک یې تر شا روان وي او موسیقي هم غږوله کیږي او دخلکو دغې ډلې ته چې د ډولۍ تر شا روان وي ( ورا )وایی. کله چې ډولۍ دزوم کورته ورسیده نو دزوم دکورنۍ او دوستانو له خو ا پرې پیسې او خواږه شیندل کیږي اوکله چې ډولۍ دزوم په انګړ کې را ښکته شوه او ناوې د ډولۍ نه رابهره شوه نو دزوم له کورنۍ له خوا یوپسه یا ګډ یا چرګ دناوې په قدمونو کې حلالوي .

ډولۍ په پښتني ټولنه کې یو ارمان بلل کېږي، که د چا ناوې په ډولۍ کې لاړه نه شي نو ته به وایې چې یو غشی یې په زړه خوړلی وي او وایی د سرې ډولۍ ارمان مې نه دی پوره شوی.همداراز کله کله چې څوک چاته ته ښیراوې کوي نو ورته وایی دډولۍ ارمان دې پوره مه شه !په پښتنو کې دډولۍ په اړوند ځینې لنډۍ هم شته دبیلګې په ډول:ډولۍ کې ناسته زړه مې ریږديدغه کوڅې مې له یارانو ډکې دینهکه زورور یې زور معلوم کهنن مې ‌‌‌‌‌‌ډولۍ د کلي مینځ کې تیروینهکه مې پخپل یار کې وفا وایزه به د بل ډولۍ ته ولې ورختمهد سرې ډولۍ په ارمان مړه شېنصیب دې مه شه په نکریزو سره لاسونهډولۍ یې ودروه ساروانه!ماته یې هم د یارانې ویلې دینهچې ستا ډولۍ یې پۀ ما راوړهلکه د شګو څلی ورو ورو ښویېدمهیوه دې وه بله دې وکړهدوروستنۍ ډولۍ دې وخیژه میخونهډولئ می رو بیايه ساروانهدديواله خوا کې می يار سلګۍ وهينهزما په اند د پښتونخوا په خینو سیمو کې دناوې دډولۍ دغه رواج او دود او دستور دپخوا په شانې شته. دافغانستان په ځینو سیمو کې ناوې دآس په ذریعه هم راولی ، خو په اوسني وخت کې چې شرایطو بدلون موندلی دي نو زیاتره ناوې دخپل خاوند کره په ګاډو او موټرو کې وړله کیږي او دغه ګاډي یې په ښا یسته ګلا نو سره سینګار کړې وي .د ناوې د ډولۍ دغه دود او رواج ما دهند په پنجاب او ډیلي کې هم لیدلی دی چې ځینې خلک خپلې ناوې دزوم کره په ډولۍ کې وړي . دهند په ډیرو کلیوالو سیمو کې دا ادود هم دپخوا په شانې پخپل حال پاتې دی.