اسد 02, 1402 18:42 Asia/Kabul
  • اکشې کمار ولې جاوید شیخ د سرو زرو د ساعت په غلا تورن کړ؟

د پاکستان د ډرامې او فلمي صنعت مشهور اداکار جاوید شیخ ویلي دي چې یو وخت د بالیووډ اداکار اکشې کمار د شوخۍ کولو پر مهال د لوړې بيې د ساعت په غلا تورن کړ.

که ووایو چې اکشې کمار په بالیووډ کې تر ټولو عجیب او غریب اداکار دی، نو ناسمه به نه وي. هره ورځ یې ګڼې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپريږي، چې کله کله د فلم په سیټ کې له نورو اداکارانو سره ټوکې کوي او کله د کامیډي شو 'د کپل شرما شو' له اداکارانو سره په داسې حال کې چې هرڅوک خپه کیږي.

 جاوېد شیخ څو میاشتې وړاندې په یوه شخصي تلویزیوني پروګرام کې د ګډون پر مهال د بالیووډ په صنعت کې د کار کولو تجربه شریکه کړې وه، نوموړي تر دې دمه د بالیووډ په ډېرو فلمونو کې کار کړی او د شاه رخ خان او اکشې کمار سره یې هم کار کړی دی. نوموړي د تېرې مهال يوه ياده کيسه وکړه او ويې ويل، چې اکشي کمار او شاه رخ ډېر خوار خلک دي.

دغه لوړ پوړي اداکار د اکشي کمار او د خپل ځان تر منځ یوه پېښه بیان کړه او ویې ویل چې د فلم د شوټینګ پر مهال مې په سیټ کې د سرو زرو یو ساعت ایښی و چې د اکشې کمار پام یې ځان ته اړولی و، اکشې په خندا داسې کار وکړ لکه چې د ده وي او ما غلا کړې وي. هغه وویل چې اکشې کمار په دې موقع ملازم ته چیغې کړې او ورته یې وویل چې ما تاسو ته وویل چې زما ساعت جاوید صاحب ته مه ورکوه، ولې دې هغه ته ورکړ؟ د جاوید شیخ په وینا، د اکشې کمار په ټوکو د ټیم غړي د څو شیبو لپاره حیران شول، خو کله چې دوی په مذاق پوه شول نو خندا یې بنده کړه. ياده دې وي چې جاوېد شېخ په ۲۰۱۶ کال کې له اکشې سره په اوم شانتي اوم او نمستې لندن کې له شاه رخ خان سره کار کړی و، مخکې له دې چې په هند کې پر پاکستاني اداکارانو بنديز ولګول شي. هغه وروستی ځل د دې کال په پیل کې د پیسو بیرته تضمین کې د میکال ذوالفقار، فواد خان، عایشه عمر او وسیم اکرم سره لیدل شوی و.