مولانا، شمس او د روح سفر
لیکوال: محمد انور وفا سمندر
«د لومړي ځل لپاره مې چې رومي ولید؛ د لوست لپاره د زیاتو کتابونو پیټی ورباندې پروت وه…کتابونه مې ورڅخه واخستل او په پاڼ کې می واچول او ورته ومې ویل: اوس نو باید د اک-حق- په طریقه ژوند وکړې»[۱] شمس
دا هغه تجربه ده چې د اوس لپاره لرغونی حکمت (اکنکار) د ټولو لپاره شونې ګرځولې. دغه پوهه وایي چې نننی انسان کولای شي، د لویو سړیو، ابرانسانانو«سوپرمنز» لیدنه وکړي او د هغوي له معنوي میراث سره په نوې او تازه ژبه اشنا شي.
زموږ پیژندنه زیاتره له ذهن او فزیکي حواسو څخه را ولاړیږي. موږ د هوا، اوبو، خاورې، لمر او ستوریو په څیر، د روح او مانا او نالیدلې هستۍ کشف، زده کړه او پیژندنه؛ د ذهن او حواسو له لارې کوو. زموږ د تحقیق اقلیم کتاب او د حروفو هندسه ده. موږ نشو کولای کلام ژوندی او مخامخ د فردي تجربې له لارې ووینو.
مولانا جلال الدین بلخي چې په نړیوال فرهنګ کې د رومي په نوم شهرت لري؛ پخپل وخت کې د ژوندي کلام استازی و. رومي د کتابونو او رسالو له کلابندۍ راووت، ځکه د عشق استازی وبلل شو. هغه عمرونه عمرونه د کلمې مطالعه او زده کړه کوله؛ خو په کلمه هغه وخت واوښت چې د یار د سترګو په اقیانوس کې یې د کلمې جام وڅښه. نن زموږ مولانا هماغه په مثنوي او دیوان کبیر کې د حروفو هندسه ده چې په لوستلو سره یې زموږ په ذهن کې هغه مفاهیم را ژوندي کېږي، چې له ماشومتوبه زموږ په پوهه او حافظه کې ځای پرځای شوي دي. نو زموږ مولانا، زموږ په ذهن او حواسو او دغه راز باورونو کې د مینځل شوي، تراشل شوي او مفهومي شوې، څیرې او پدیدی نوم دی. پدې توګه زموږ لیک او تحقیق هرڅه لري؛ خو له رومي څخه تش دي.
څنګه کیدای شي رومي ته لاره ور وکړو؟!
د اکنکار د پوهې زړورو او د نااشنا زمکو په سفر وتیو استازیو د ريښتینو تجربو له لارې، دا موندلې چې انسان د روح په توګه نالیدلې هستۍ، او ورک آسماني وطنونه لیدلی، پوهیدلی او اوسیدلای شي.
خوب لیدل، معنوي تمرینونه، مراقبې او د روح سفرونه هغه څه دي چې د انسان په دروند مادي کالبوت کې ویده او تړل شوی روح (د استاد په مرسته) بیرته د ورنه ورکو زمکو، آسمانونو او جنتونو سیل او نندارې او تجربې ته ور وستلی شي.
زموږ ذهن او حافظه له هغه څه سره اشنا دي، هغه څه پیژني او هغه څه ورته د باور وړ دي، چې نورو کسانو او زړو نسلونو ورکړي. زموږ د فزیکي پوهې ټوله زیرمه، د مادي جهان او فزیکي ژوندانه ټول هغه معلومات دي چې د شپې او ورځې، اور او اوبو، تالندې او لمر، مرغه او ځناور، شپې او ورځې، خپل او پردي تفاوتونه؛ د خپلو اساسي مفاهیمو په توګه پر موږ مني.
زموږ د زده کړې او پوهې سرچینه ذهن او ذهنی حواس دي. زموږ دغه مادي وړتیاوې د ژوند واحد ډګر او د هستۍ سره پېلی قلمرو، راته پرې، پرې او ټوټه، ټوټه راښیي. زموږ توجه تن ته ده. تن او بدن زموږ د هستۍ اصلي مرکز دی. او اکنکار ښېي چې تن د روح لباس دی نه هویت!
«روح حقیقي خپل او د هر فرد سپڅلې برخه ده، روح د الهی بڅرکي په توګه کولای شي، وویني، وپوهیږي او ټول څیزونه ترلاسه کړي.»[۲]
بیا هم روح: «روح مخکې له زیږونه وجود درلود او د مادي جسم له مړینې وروسته هم خپل حیات ته ادامه ورکوي…روح د خپل جهان د پیداکولو هسته او مرکز بلل کیږي[۳]»
زموږ زړونه او خیالونه د رومي په څیر سترو عرفاني او معنوي ستوریو په لیدلو پسې تږي دي. خو هغه فرد چې پیړۍ، پیړۍ وړاندې یې د کالبوت کور خوشې کړی او د الهی عشق نااشنا زمکو ته د نور او صوت د اقیانوس په میلمستیا تللی؛ څنګه لیدلای او تجربه کولای شو؟!
د اوس لپاره لرغونی حکمت د روح سفر له لارې، عاشق لاروی دغه منزل ته بیایي.
«د روح سفر، د اګاهۍ پراختیا او غوړیدنه ده. د روح سفر له مادي جسمه د وتلو او د الهي معنوي عوالمو په لورد روح د تللو قابلیت دی. دغه طریقه د خدای پر وجود او له مړینې څخه وروسته ژوند شاهدي ورکوي.[۴]»
خوب او د روح سفر د اکنکار په تعلیماتو کې ځانګړی ځای لري. سربیره پردې د خوب دنیا هم د فرد د شخصی تجربو ستر قلمرو دی. چینایي عارف (چوانګ تزه) د ځان په باب لیکي:
«یوه شپه مې خوب ولیده چې شوپرک یم او له یوه ګل څخه بل ګل ته الوزم، بېخبره وم، چې چوانګ تزه یم. ناڅاپه پاڅیدم او بیرته چوانګ تزه شوم؛ خو نه پوهیدم چې ایا زه چوانګ تزه یم، چې خوب مې لیدلای شوپرک شوی یم، اوکه شوپرک یم اوخوب وینم چې چوانګ تزه شوی یم!»
د خوب دنیاوې هماغومره ریښتیني دي؛ لکه دا فزیکي دنیا چې ده. خوب د روح او فرد لپاره په جنتونو او نااشنا زمکو کې الهي میلمستیا ده. د خوبونو تجربې کولای شي، زموږ معنوي وده ګړندۍ کړي. خوبونو کې موږ را روانه زمانه لیدای شو. خوبونه د ځپل شویو احساساتو او عواطفو ازاد لاریون دی او موږ په خوب کې له خپل ټول وجودي طبیعت سره پخلا یو. خوب هغه دنیا ده چې فرد په کې هرڅه کوي او نه شرمیږي او نه هم ویریږي.
د عرفان او معنویت ځني استازي په دې بریالي شوي چې د خوب د تجربو او د روح د سفرونو له لارې د مولانا او شمس لیدنه وکړي. هغوی که په فزیکي توګه کالبوت له لاسه ورکړی او خاورې شوي؛ خو د روح په توګه تل پاتې ژوند لري، نو موږ په کومه وسیله د هغو لیدنه او تجربه ترلاسه کولای شو؟!
د اوس لپاره لرغونی حکمت د خودشناسۍ په لاره کې بنسټیز ګام، د روح سفر معرفي کوي. شاګرد د رښتیني استاد په مرسته، خپل کالبوت پریږدي او د روح په توګه، د نااشنا زمکو لیدنې ته ورځي.
د روح په سفر کې فرد معنوي ازادۍ تر لاسه کوي. هغه د حال شیبه مومي. او په یوه شیبه کې هم هرڅه ويني، هم اوسي او هم پوهیږي. دلته څه شی نشته چې ولیدل شي. یا څوک نشته چې واوسي. دلته لیدل، اوسیدل او پوهیدل، ټول په اګاهۍ کې را څرګندیږي. دلته فاصلې مري. دلته مکان او ابعاد څیره بدلوي. دلته زمانه نشته. او که شته هم هماغه د خدای ابدي حال زمانه ده.
د روح سفر لارې چارې:
مراقبه، معنوي تمرینونه، د خوب سفرونه او تجربې…د روح سفر لپاره لاره اواروي. شاګرد په یوه خاموش ماحول کې ارام کوي، خپله توجه له فزیکي حواسو او بدن څخه دریمې سترګې ته اړوي، سکوت ته غوږ ږدي، او کوم ذکر یا نوم چې ورته ډیر سپیڅلی بریښي؛ هغه له ځان سره زمزمه کوي، او خپل زړه بشپړ پرانیږي.
په دې توګه استاد د خیال په سترګه کې را څرګندیږي او روح ورسره د نه لیدلو زمکو په لور روانیږي.
مراقبه:
«هغه روش دی چې ځنې ور څخه د خپلې اګاهۍ د غوړولو او زیاتولو لپاره ګټه اخلي. دغه کسان د یوې قاعدې له مخې څو دقیقې سپیڅلی کلام زمزمه کوي او ورپسې خپله پاملرنه د معنوي حواسو پر خوا اړوي.[۵]»
او:« د لنډ وخت لپاره د معنوي تمرینونو تر سره کولو ته مراقبه وایي.[۶]»
د اکنکار نړۍ لید څه باندې سل معنوی تمرینونه معرفي کوي چې په نااشنا زمکو کې د روح سفر تجربې او د عشق، پوهې او ازادۍ د زده کړې په کار کې د الهی زمکو د مسافرانو ډیره مرسته کولای شي.
د تمرین د تر سره کولو لپاره یوه لاره:
شاګرد په یوه خاموش او جلا ځای کې ارام کوي. خپله پاملرنه له فزیکي حواسو او بدن څخه راټولوي، زړه خلاص پریږدي، او په پوره شوق او مینې سره د استاد د راڅرګندیدلو لپاره انتظار ګالي. کیدای شي د خدای له نومونو څخه یو نوم زمزمه کړي.
«معنوي تمرینونه یا مراقبې چې د چلاوو (شاګردانو) لخوا د اګاهۍ د سطحې د لوړولو پخاطر تر سره کیږي. ددغو تمرینونو زده کړه، د اکنکار په کتابونو او ځانګړو درسونو کې ورکول کیږي.
د روح سفر:
د روح سفر اګاهانه تجربه هغه وخت امکان مومي چې فرد د ذهني او حسي ویرو له باره ځان سپک کړي او خپل زړه او لطیف حواس د ناآشنا تجروبو لپاره تش او خالي پریږدي. یوازې په خالي حواسو او تش یا سپین ذهن کیدای شي د مادې ها غاړه ولاړ شو او را نه ورکې زمکې بیا ومومو.
مولانا د شمس تر لیدلو وروسته، د سماع معنوي نڅاه ته مخه کړه. مولانا ددغې تجربې له لارې د روح په سفر لاس پورې کاوه. هغه د کالبوت لباس په زمکه پریښود او پخپله له خپل اسماني یار سره د نور او صوت په اوقیانوس ننوت او په ځان کې یې د اصیل خرد او حکمت چینې پریښولې او له دې لارې یې د شعر اوبه د کاغذ په وچ ډاګ ور خوشې کولې. دا مولانا نه وه چې غږیده، هغه څه نه لرل چې ویې وایي، هغه یوازې شپیلۍ وه او دا شپیلۍ غږونکی، چې شعرونه او غزلې یې د مولانا پر خولې را شنې کولې.
د اکنکار په تعلیماتو کې راغلي:« شاعر، عارف او فارسي ژبی حکیم جلال الدین رومي، په تاریخ کې د اک یو تر ټولو نومیالی استاد دی.[۷]»
مولانا او د مستقیم انعکاس تجربه:
«د کتابتون له یوه دهلیزه، د۱۷۰سانتی مترو په لوړوالي، یو ډنګر خو خنده رویه انسان؛ چې خاکستري وړینه چپن یې پر ځان او لنګوټه هم پر سره وه، زموږ پرخوا راغی. د غنم رنګي مولانا، ویښتان نیم سپین، نیم تور او ږیره هم رنګړۍ وه. داسې بریښیده چې په تیرو پیړیو پورې اړه لري. کله چې موږ ته راورسید، مینه ناکه خندا یې وکړه او سترګې یې د اور په څیر وځلیدې. ووا-زي هغه را وپیژانده: سري مولانا جلال الدین رومي![۸]»
د اک د استازانو په وړاندې کتاب لیکوال فیل موري میتسو، د استاد په مرسته، پخپله یوه معنوي تجربه کې مولانا داسې ویني. ترلیدنې دمخه استاد ووا-زی ورته وايي: «رومي ظاهراً په ۱۲۰۷ میلادي کال په افغانستان کې زیږیدلی او په ۱۲۳۰ کال د صوفیانو له مسلک سره یو ځای شوی. هغه د الهیاتو د استاد په توګه ډیر سفرونه وکړل او اوږده کلونه په فارس کې په مطالعه او زده کړه بوخت شو. په کال ۱۲۴۴ یې د تبریز لمر یعني شمس تبریزي سره ولیدل…شمس د وایراګي نظام له سترو استادانو څخه دی. او جلال الدین رومي د هغه ځای ناستی شو. دا شمس و چې د مثنوي لیکلو ته یې هغه وهڅاوه؛ ترڅو د هغه وخت نړۍ د اک د سترو تعلیماتو لیکل شوی اثر ولري. دواړه د دریو کلونو په ترڅ کې له یو بل سره سخت په زده کړه بوخت وو.» هماغه کتاب، ۲۸۶ مخ
ووازي، شاګرد ته وایي چې یوځل شمس د بخیلانو لخوا کلابند شو، همدا چې ګوزار یې پرې کاوه؛ شمس د یوازیني خدای نوم په لوړه یاد کړ «او لهدې سره له سترګو پناه شو. ټول وژونکي بیهوښه شول، او چې کله بیرته په هوښ راغلل، د شمس هیڅ اثر یې ونه لید. شمس تر هغې وروسته هیچا ونه لید. د شمس له غیبت څلویښت ورځې وروسته رومي د خپل معشوق استاد لپاره مراسم ونیول او د معلم په فکر کې له ډوبیدلو سره یې په څرخیدلو پیل وکړ، په داسې حال کې چې د هیو ذکر یې زمزمه کاوه، ښه وڅرخید او په یوه نازکه جذبه کې په ننوتلو او الهي روح ته د خپل زړه په پرانستلو سره، د اک دروني جهانونو ته په سفر ولاړ. همدا د درویشانو د نڅاه پیدایښت وه.»
فیل موري لیکي: « هغه مسک شو او ویې ویل: کولای شۍ ما ته رومي ووایۍ.
هغه وخت دواړو استادانو ترخپله مینځه وخندل. ووا- زي ماته په خطاب کې وویل: رومي په خپل وخت، د مستقیم انعکاس په کار کې ډیر پیاوړی وه. تا نن سهار کارته د تللو په وخت کې د مستقیم انعکاس خوند ولید، همداسې نه ده؟»
ددې ورځې په سهار کله چې لیکوال دندې ته د تللو په وخت کې خپل موټرځغلاوه، ناڅاپه د ټرافیکي بیروبار او د کرښو د بدلیدو رابدلیدو له امله، له بل موټر سره مخامخ شو، ټکر حتمي وه «ناڅاپه زما ګاډی د ښي لاس وروستۍ برخې ته وکښل شو. دا حرکت دومره چټک وه چې په عادي حالت کې نشو ترسره کیدلای، دوه ګاډي د یو دوه سانتیمترو په واټن د یوبل له څنګ څخه تیر شول.»
فیل موري چې له خپل موټر سره یو ځای؛ له حتمي ټکر څخه روغ راوتلی وه، اریان پاتې وه، چې د همیش په ډول، استاد یې د موټر د څټ په سیټ کې را ښکاره شو او ویې ویل«ایا رومي پیژنې؟»
کله چې استاد شاګرد ته وايي چې هغه د مولانا لخوا د مستقیم انعکاس له لارې له هومره ستر خطر څخه ژغورل شوې؛ نو هغه پدې باب پوښتنه مطرح کوي او رومي له دې یادونې سره چې د روح سفر او مستقیم انعکاس لپاره زیاتې طریقې وجود لري، زیاتوي: « د روح سفر هدف؛ په همدې ژوندانه کې د معنوي ازادۍ د تجربه کولو لپاره د وخت را مینځته کول دي. ښایي تا د هغو کسانو کیسې اوریدلي وي چې د دښمنانو لخوا د کلابندۍ په وخت کې، له سترګو پناه شوي او په یوه وخت کې څو څو کیلومتره لیرې لیدل شوي، یا د سري شمس تبریزی په څیر بیخي محو شوي.
مستقیم انعکاس د ویلون غږولو په څیر فردي مهارت دی…دا کار انضباط او وړتیا غواړي، او د روح د سفر یوه بڼه ده، چې له جسم څخه معنوی کالبوت یا روح را جلا کوي. دغه جدايي د معنوي ازادۍ او دغه راز مادي کالبوت او حواسو له محدودیت څخه د خلاصیدلو سبب کیږي.»
رومي فیل موري ته د مستقیم انعکاس د نورو بڼو بیانولو په ترڅ کې وایي: «د مستقیم انعکاس بله بڼه د یوې شیبې لپاره، له بدن څخه د توجه بل خوا اړول دي…د ساري په توګه د غاښونو ډاکټر په کارځي کې که خپله پاملرنه د درد مرکز ته واړوې؛ درد نور هم زیاتیږي، او که چیرې لیرې، له ګلونو یوې ډکې دښتې ته پام واړوې؛ نو د درد اندازه به ډیره را ټیټه شي.»
رومي د روح له سفر سره د مستقیم انعکاس د توپیر په باب وایي: «د روح په سفر کې ته خپله پاملرنه له مادي کالبوته یوه دروني کالبوت ته اړوې» خو په مستقیم انعکاس کې له بدنه د باندې پاملرنه اړول کیږي.
فیل موري سره دا پوښتنه ده «هغه کسان چې فزیکي کالبوت یې بېحرکته دی، او خپله په نورو طبقو کې ګرځي او د روح سفر کوي؛ وضعیت یې څه ډول دی؟»
رومي رڼا ورته اچوي چې «په اثیري طبقه کې رویت یو څه فرق کوي، په اثیري طبقه کې روح د اثیري کالبوت له سترګو ګوري؛ خو په یاد ولره چې روح، د روح په طبقه کې ډیر څه نه ویني، دا ځکه چې موږ هر څومره لوړ ځو؛ د لیدلو او رویت لپاره کم څیزونه وجود لري.»
مولانا ټینګار کوي: «بیا هم یادونه کوم چې فرد باید تل د دا ډول تجربې له هدفه خبر وي. ایا دا تصویرونه او تجربې تا د روح په مقام کې، د معنوي ازادۍ هدف ته نیږدې کوي، یا دا چې ستا هدف د تحتاني نفس یو ډول ارضا او کنجکاوي ده؛ ترڅو ددې وړتیا په درلودلو سره خودپرستۍ ته ورسیږې؟»
مولانا د معنویت دغه شاګر ته وایي چې ریښتینې دانایي ډیر اوچت مقام دی. دا کار هغه وخت کیږي چې ته د مستقیم انعکاس په کار کې پوره استاد شې…او بېواسطې دانایي له مستقیم انعکاسه اوچته ده. «دا روح دی چې په یوه شیبه کې د هرڅه په باره کې مطلقه پوهه ترلاسه کوي. وروسته تر هغې د روح سفر، مستقیم انعکاس او بلې هرې میکانیکي وسیلې ته اړتیا نه لري. په دې حالت کې هغه چې هرڅه ته خپله پاملرنه واړوي؛ په اسانۍ سره پوهیږي. خدای کثیر نه دی، بلکه واحد دی. اګاهي هم واحده او یوه ده. پاتې شوه دا چې روح، یا پر هستۍ پوهیدونکی، د هغه یوازیني په مطلقه اګاهۍ کې، د خپل حقیقي کور دړه وټکوي. په دې توګه روح په هر څه پوهیږي.»همدا کتاب. ۲۸۹مخ
رومي یا شمس؛ کوم یو لومړی پیل شو!
پوښتنه داده که د شمس له سترګو د ازادۍ، خرد او عشق لمر په مولانا نه وای لګیدلای؛ مثنوي او دیوان کبیر به چا لیکل؟ او که شمس رومي نه وای موندلای، د حکمت او خرد معجزه به څنګه زموږ اګاهۍ ته را کوزیدله؟
پوښتنه ورانونکې ده، او بیا دا د فلسفې لاره ده چې په پوښتنه پیل کیږي او په پوښتنه پای مومی. نو موږ به خپل مولانا او شمس ته را کوز شو. د یوه لوی انسان لیکنه به د خپل فکر تمځای وګرځو.
«په کال ۱۱۸۹ کې زیږیدلی شمس تبریز، په د یارلسمه پیړۍ کې د پخواني ایران یو صوفي استاد وه. پداسې حال کې چې نورو صوفیانو له خدای سره اتحاد او یو ځای کیدل ستایل؛ شمس خپلو شاګردانو ته د روح سفر ور زده کاوه… هغه یو لالهاندی ملنګ وه، خپل لږ شمیر غوره کړي شاګردان یې د خدای د نور او صوت په لور بوتلل. هغه په خپل وخت کې، هم په فزیکي دنیا کې او هم په دروني طبقو کې استاد وه.
د حقوقو او الهیاتو معلم، جلال الدین رومي، د شمس له لومړۍ درجه شاګرانو څخه وه. رومي له خپل استاد شمس څخه په الهام اخستلو سره د مثنوي کتاب ولیکه. دغه کتاب د اسلام په احیا کې بنسټیز رول لري» د کتاب،۷۷ مخ
هارولد کلمپ د سماع د سپیڅلې نڅاه یادونه کوي او وايي: «رومي دومره ستره اګاهي درلودله چې ویې کولای شول، د میلیونونو مسلمانانو او نامسلمانو ژوند اغیزمن کړي. هغه پخپلو اثارو کې د عشق ډیره یادونه کوي؛ ځکه چې شمس له روح سره د خدای مینه هغه ته وښودله.»
«رومي وایي: بې له عشقه جهان مري.»
«شمس د الهایتو له دغه لاروي سره چې یو وخت له دې هرڅه څخه خبر نه وه؛ مرسته وکړه چې ویښتیا، خلسې او د خوب لیدلو لوړو پوړیو ته ورسیږي. د رومي معنوي ویښتیا پخپله په اسلام کې د نوي پیر (عصر) د رامینځته کیدلو سبب شوه.
د شریعت-کي-سوګماد په دویم ټوک کې راغلي: «کله چې فرد کمال ته رسیږي، ټول بشري نژاد په خاصه اندازه لوړیږي، هماغسې چې تومنه او خمیره ډوډۍ ته خوند او حالت ورکوي.»۷۸ مه مخ.
«د یاسمن ګلانو عطر د شمس حضور ښېي، هغه ډیر ځله د هډور څلویښت کلن نارینه په بڼه را څرګندیږي، ګڼه او لنډه قهوي ږیره لري، کله چې لنګوټه یې پر سر نه وي، سړی کولای شي د هغه مشکي ته نیږدې قهوي رنګي ویښتان وویني. ځلیدونکې سترګې یې هم تیز قهوي رنګ لري. د لیزا په تجربه کې شمس طلایي او سره رنګې چپنه اغوستې وه، د سر لنګوټه یې هم په طلایي رنګ وه، چې یو ستر سور غمی یې په مینځنۍ برخه کې تر سترګو کیده، د هغه له ټول وجوده طلایي رنګی نور خپور وه، د هغه له حضوره قدرت او واک اوریده.» د کتاب، ۷۶ مخ
استاد هارولد کلمپ په خپل بیساري اثر کې د څو تنو ژوندۍ تجربې راوړي، چې په ویښه او خوب کې له شمس سره ویني او د عشق او حکمت زده کړه ور څخه کوي.
دغه بختور وګړي د روح په توګه ازادانه کولای شي له بدنه ووځي او لیدلې او نه لیدلې الهي زمکې وویني. یوازې روح کولای په هر ځای کې، هر وخت حضور ولري.
«اتما یعنی روح هغه الهي بڅرکی دی، چې خدای انساني شکل کې په امانت ایښی؛ ترڅو ژوند ور وبښي.» د اک د استازانو په وړاندې کتاب۳۴۳مخ.
لیزا او لورگانې یې د امریکې یوه ایالت ته د خپلو دوستانو کره ورغلي وې، پدې شپه لیزا ته خوب نه ورته، یوازې ناسته وه چې د یاسمن ګلانو بوی پرې ولګید، بیا یې د خپلې معنوي سترګې له لارې د اک استادانو شمس او لایتسې حضور ته پام شو. څو ورځې وروسته شمس د دروني حس له لارې لیزا ته وویل: « چې په ټرافیکي واټ ټکر پیښیږي…استاد درون وویل: هغه څه چې پیښیږي؛ ټاکل شوې ده، چې پیښ شي» د یاد کتاب ۷۷ مخ
بیا لیزا خپل موټر چلوي، د ورښت له امله سړک ښوی شوی. ناڅاپه د اک د استاد شمس تصویر د هغې له نظره تیریږي. یوه شیبه وروسته موټر له کنټروله وځي. لیزا د شمس په یاد کې لویږي، ناڅاپه پخپل لاس کې عجیبه تودوخه حس کوي. یو عجیب قوت د ماشین په کیڼه برخه کې رامینځته کیږي او موټر اصلی لوري ته را ګرځوي.
لیزه پوه شوه چې دا مرسته یې له چا څخه ترلاسه کړې وه؟!
شري، یوه بله ښځه ده چې هره ورځ کارځي ته په سرویس موټرکې ځي، هر ځل یوه ښځه موټر ته را خیژي، د هغې له څنګه کښیني او پوچې وایي. یوه ورځ شري د موټر په څوکۍ ناسته ده، دندان ببر(د پاتوییچل کتاب دی چې د معنوي طبقو سفرونه یې پکې لیکلي دي) کتاب لولي، هغه شریره ښځه را خیژي، د هغې له څنګه کښیني. شري د کتاب ویلو سره په زړه کې د هیو زکر کوي. خو ښځه دا ځل ارامه ده، شري پاس ګوري، ویني چې شمس ولاړ دی، شمس هغې ته « سترګه ښوروي او خاندي؛ پدې مانا چې هرڅه په کنترول کې دي…شري چې کوزیدله هغې بلې ښځې ځان هیڅ ونه خوځاوه، شمس ورته وخندل او له سترګو پناه شو. شري بیا هغه ښځه هیڅ ونه لیده» ۸۰ مخ
نرویژی مایک، یوه شپه خوب ویني چې په واټ کې روان دی او یو عجیبه سړی له مخامخ راځي. د مایک پام د نااشنا څیرې کلیوالي جامو او ډیرې سترې خولۍ ته وراوړي، او د څنګ کس ته د هغه په باب بېادبانه کلمې له خولې راوباسي. خو کله چې هغه نااشنا د مایک او ملګري له څنګه یې تیریده؛ مایک د عشق یوه څپه احساس کړه. دا خالص عشق وه چې د هغه ډیرې پټې برخې یې هم لمس کړې. له راویښیدلو سره مایک متوجه شو، چې هغه سړی پرته د اک له عظیم الشانه استاد شمس تبریز څخه بل څوک نه وه.» ۸۱
پایله که مقدمه!
کلمه د روح غذا ده، روح د تن لنډ مهالی کوربه ، او د ژوند فصل د روح لپاره د عشق، پوهې او واک مدرسه. روح؛ دغه ستورمزلی، له ریښینې ویښتیا سره یو ځای، د اصیلو زمکو او طبقو په لور د بیرته ستنیدنې سفر پیلوي. ځکه نو شمس او مولانا هم هر یو د سترو فردي ارواوو په توګه یوازې په آسماني طبقو کې هستوګنه لري. دغه نالیدلي قلمرونه زموږ په تل کې دي؛ چې یوازې یې د زړه په غوږو او د خیال په سترګه لیدلای او اوریدلای شو. د حال د شیبې مولانا او شمس هغه څوک نه دي چې د مدرس او ملنګ په کالبوت خاورې شول او نور نشته؛ خو موږ لا د خاورو او کبرونو او زړو جنډو شاګران او مریدان یو!
نو څه وکړو شمس او مولانا ته کومې لارې ورغلي؟ کتاب او رسالې او ماخذ ته مخه کړو، حاشیې او تعلیقات او تاویلات تکرار تکرار ولیکو که د روح سفیران شو؟! د روح سفر له کتاب، قلم، کاغذ او د ذهن وچ ماشین څخه تشه او یوازې او بېحرکته تجربه ده. یوازې بېهندسې زړونه او سترګې او خیالونه دي چې د حقیقت دومره ستر جنس په ځان کې موندلای شي.
د ټولو لپاره؛ خدایا که ته نه وې زه به څه شی ووینم؟! بس همدومره یوازې خدای دی؛ زما مقدمې او پایلې د حواسو ورزشونه دي. زه څه نه یم؛ چې ووایم. یوازې ګورم او اورم، خدای چې شته یوازې ګورم او اورم.
اخذونه:
۱- داوس لپاره لرغونی حکمت؛ اکنکار تادکرامر او داګلاس منسون
۲- ګربتان ستنیږي سری هارولد کلمپ
۳- ژوندی کلام دویم ټوک هارولد کلمپ
۴- د ویښې خوبونو پټه ژبه مایک اوري
۵- د اک اریانونکي استازان هارولد کلمپ
۶- دا کتاب بې ګټې دی چوانګ تزه