سرطان 26, 1402 17:53 Asia/Kabul
  • په سر ګنجیانو خلکو لپاره د انوپم کیر ځانګړی انداز او سټایل

اداکار یوه په زړه پوری ویډیو شریکه کړې چې ګنجیانو خلکو ته یې په کې درناوی کړی.

د بالیووډ مشر اداکار انوپم کیر په سر ګنجیانو خلکو او ناروغانو ته ځانګړې ویډیو جوړه کړې.

انوپم کیر په انسټاګرام کې یوه ویډیو شریکه کړې چې د پراخو خلکو له خوا دغه ويډیو خوښه شوې هم ده. د دې ویډیو په کیپشن کې، انوپم کیر لیکلي، "دا پوسټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګنجیو خلکو  لپاره جوړه شوې ده."

د نوموړي پلویان د ده له پوسټ څخه خوښ وو او د ستاینې نظرونه یې هم ورکړي وو.