سرطان 26, 1402 12:22 Asia/Kabul
  • ايا د مصنوعي ځيرکتيا د چټ څلورم نسل کولای شي هنري اثار وپنځوي؟

دا هاغه پوښتنه ده چې دا مهال يې د ځواب موندلو لپاره د ډېرو خلکو تلوسه ده.

د سويډن مشهورې ورځپاڼې ډاگېنس نيهېتر (Dagens Nyheter) د روان ۲۰۲۳زېږدیزکال د می پر ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د کتابونو يو خپروندويه شرکت نوويلکس (Novellex) د مصنوعي ځيرکتيا (Artificiell intelligen)د چټ څلورم نسل پرمټ وکولای شول، چې څلور هنري اثار وليکي یا وپنځوي! يانې ددغه څلورو واړو ادبي اثارو ليکوال، چټ جي پي ټي ۴ (Chat GPT4) دی. د «ريښتياوو څاڅکي» ناول، په لومړی سر کې، دغه مصنوعي ليکوال ليکي. «ما چې کله دغه کيسه ليکله؛ نو ما د ليندا د مبارزې سره د زړه له تله قوي اړيکه احساس کړه.» د همدې پاڼې په بل ځای کې دغه مصنوعي ليکوال بيا ليکي «ددې لنډې کیسې تر شا زه (چټ جي پي ټي ۴) یم، زه د مصنوعي ځيرکتيا (AI) پر بنسټ د خلاصې مصنوعي ځيرکتيا  لخوا رامینځته شوی يم  او په مختلفو موضوعاتو او ژانرونو کې د متنونو په جوړولو او ښه کولو کې تخصص لرم.»

دغه ناول، د نوویلکس خپروندويه ټولنې لخوا خپور شوی دی او د لنډو کيسو لومړنس ټولگه ده،  چې د مصنوعي ځيرکتيا د چټ جي پي ټي ۴ نسل لخوا ليکل شوی ده. ددغه کار په اړه د نووليکس مشرې (لېنا هممرگرېن) په يوه خپاره شوي بيان کې ويلي دي: «زموږ موخه له دغه کاره دا وه، چې د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ د هنري اثارو د ليکلو لياره يو بحث راپورته کړو او موږ دا هم غوښتل چې د مصنوعي ځيرکتيا د چټ پر مټ، د ناول ليکل به څه ډول وي، که وشي؛ نو کومې اسانتياوې او يا هم ستونزې به ولري. نو اوس موږ يو قوي ځواب تر لاسه کړ، کوم چې د  ۲۰۲۳ ز کال په پسرلي کې چټ جي پي ټی ۴ لخوا تر سره شو.

«په بدلېدونکی نړۍ کی زړورتيا او مقاومت» چې ددغو ناولونو د ټولگې نوم دی، چي پکې دغه څلور اثار شامل دي:

«د حقیقت څاڅکي»، «کور پسې خفه کېدل يا د کور يادېدل»، «د بوهیمیا لار» او «د هیلګا ازادي».

ددغو کتابونو د پښتۍ انځورونه هم د چټ جي پي ټي څلور لخوا ډيزاين شوي دي.

 د حقيقت څاڅکي:

دا ناول، د (ليندا) په نوم د يوې ځوانې نجلۍ په اړه دی، چې د مخدره توکو سره مقاومت کوي او غواړي د پوليسو څخه وتښتي. دغه ناول د ليندا د ژوند په ترخو شېبو، لوړو ژورو، مينې، بي وفايي او خيانت باندې راڅرخي.

 کور پسې خفه کېدل يا د کور يادېدل:

دا ناول د يوې ځوانی نجلۍ (کلارا ګولا) کيسه کوي، چې په نړۍ کې د خپل ځای د موندلو لپاره تپ او تلاش لري. هاغه د خپلې مور سره يو ځای له خپل کلي ښار ته راکډه شوې ده او په ښار کې لويه شوې ده. پدغه ښار کي يې ډېر دوستان موندلي دي او د ښار د تجربو او اسانتياوو نه يې گټه اخيستې ده. کلارا او مور يې دواړو د ښار د ښکلا او کوڅو سره بلدی دي. کلارا پدغه ستر ښار کی خپله مينه يا عشق هم بيا مومي؛ خو يو ناڅاپه يې خپل کلی ور په ياد شي او پرېکړه کوي چي بېرته خپل کلي ته ستنه شي؛ خو دغه پرېکړه ورته څومره ستونزې راپنځوي دا په همدې ناول کې د چټ جي پي ټي ۴ لخوا، په ښه ادبي ژانر سره بيان شوي دي.

د بوهيميا لار:

دغه ناول د يو ليکوال (ارويډ فالک) کيسه کوي چې نا اميدي يې ځوروي او فکر کوي چې د هغه ورور او پلار به هيڅکله نوموړي ته اجازه ورنکړي چې ليکنې وکړي او فکر کوي چې ورور او پلار يې ليکوالۍ ته د (ارويډ) په لېوالتيا او احساس نه پوهيږي. ارويډ پدې هم پوهيږي چې ورور او پلار يې مخه هم نشي نيولای ځکه کيسه ليکل او ليکوالي د ارويډ د وجود يوه برخه ده؛ حتی که پدې برخه کی هاغه يوازې هم واوسي او هيڅوک يې ملاتړ هم ونکړي.

ارويډ فالک يو ناکام ليکوال دی چې په ژوند کې د خپل ځای په لټه کي دی، چې بيا دغه ځای د شرابو او هنر په بوهيميا په نړۍ کې مومي. بيا وروسته د د کارين سره چې د کتابونو خپرونکی ده مخ کيږي. بيا پرېکړه کوي چې د اشرافو د ژوند او تيارو اړخونو په اړه يو چنجالي کتاب ولیکي. او بېرته ليکوالۍ ته مخه کړي.

د هېلگا ازادي:

دغه ناول د (ډاکټر گلاس) او (هېلگا) په اړه دی چې ډاکتر گلاس د کورنۍ په خوښه يو واده کړی دی چې ژوند يې له دردونو او غمونه څخه ډک دی. او د خپل واده څخه راضي نه دی بيا د هېلگا سره مخ کيږي او په هېلگا باندی عاشق کيږي او پرته د هېلگا څخه نشي کولای ژوند وکړي. بلاخره دواړه سره واده کوي او  د خوشاليو ډک عاشقانه ژوند لري خو يو ناڅاپه د ډاکټر گلاس په چلند کی بدلون راځي او غواړي د ژوند ټولې چارې خپله پر مخ بوځي او هيلگا باندې ژوند ترخيږي. چې هېلگا بيا د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

دغه  څلور واړه ناولونه چټ جي پي ټي ۴ بيا د يو کتاب په ډول راټول کړي دي او دغه کتاب ته يې «په بدلیدونکي نړۍ کې زړورتیا او مقاومت» نوم ورکړی دی او پښتۍ يې ورته انځور کړی ده.

ددغو کتابونو له چاپ وروسته په سويډن کې د سويډن د علومو د اکاډمۍ دايمي مشر (ماتس مالم)  د نوويلکس خپروندويه ټولنې ته په يو برېښناليک کې ليکلي: «د سويډن د علومو اکاډمي په ادب او هنر کې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختگ له نېږدي څاري او پرې خبر دي؛ خو په لومړي سر کې دوی ددغې وسيلي لخوا د ژبي د لغت جوړونی او پرمختيا په فکر کې دي. ماتس زياتوی دوی لا تر اوسه داسې څه نه دی ليدلی چې دغه اکاډمي د مصنوعي ځيرکتيا پر خلاف ودريږي.

د سويډن د اوپسالا پوهنتون پروفيسوره  (الکساندره بورگ) چې د مصنوعي ځيرکتيا پر اغېزو او پايلو باندې تمرکز کوي وايي چې نوموړی ډېری وخت ډيجيټل مېتودونه کاروي؛ ځکه پدې سره نوموړې ته ډېر مواد او ارقام په لاس ورځي؛ خو نوموړی اندېښنه لري، چې که چېرته دغه چاره ډېره پرمختللی شي؛ نو انسان به له فکر کولو څخه لاس واخلي او بيا به د تحليل، تفکر او څېړنې ځانگړتياوي او وړتيا له لاسه ورکړي. او انسان به پر انسان د باور پر ځای په کمپويټر ډېر باور وکړي.

زه (ددغه ليکنې ليکوال) پدې باور يم، که مصنوعي ځېرکتيا هر څومره هم پرمختگ وکړي؛ نو بيا هم د خپل ځان څخه يو بل څه نوی نشی راپنځولی يا رامينځ ته کولای؛ بلکې دغه ځېرکتيا به يوازې په هاغه مالوماتو، موادو او ارقامو تکيه کوي چې د انسان پواسطه کمپويټر يا هم ډيجيټل شبکو ته ورداخل شوي دي. ولی انسان دا استعداد توانايي او وړتيا لري چې پرته له ورکړل شوي مالوماتو يو نوی څيز، وسيلې او يا هم ادبي ژانر رامينځ ته کړي. ځکه موږ که د دغه ځلور واړو کتابونو مينځپانگه په غور سره ولولو نو وبه وينو چې دغه ناولونه د سویډني کلاسیک “کالوکین”، “د پرتګال امپراتور”، “سره کوټه” او “ډاکټر ګلاس” څخه په الهام ليکل شوي دي او تر ډېره بريده يې کرکټرونه او ان د کيسې نوعه دغه پورته ناولونو ته ورتوالی لري.

خو بيا هم هر څه چې دي يو پرمختگ دی چط د انسانانو لپاره هم ښه زيری او هم بد زيری دی. او کولایس شي انسانان په ډېرو برخو کې وننگوي خو بيا هم د وخت څخه مخکې دغه پوښتنو او تشويشونو ته ځواب ويل ستونزمن دي. موږ به طمعه پاتې شو چې د مصنوعي څېرکتيا پر مټ رامينځ ته شوي پرمختگونه او کړنې کومې پايلې د ځان سره لري. خو بيا هم د انسان په لاس جوړه شوی دغه ځېرکتيا  ته د انسان لپاره د گټې په هيله يو.

لیکوال: نجيب الله زاخېلوال