سرطان 26, 1402 12:13 Asia/Kabul
  • اختر د څو لنډیو په هېنداره کې

لنډۍ، د پښتو ادب بې‌مثاله مرغلرې دي. لنډۍ، د مینې او عاشقۍ، خواږه جامونه دي، چې معشوقه یې، خپل یار ته ډالۍ کوي. لنډۍ د ګمنامو او بې‌نامو شاعرانو د زړونو څراغونه دي، چې د پښتو ادب ته نوی رنګ او نوی ترنګ ورکوي. دلته د یوشمېر هغو لنډو غونډ واړندې کو، چې اختر په کې یاد شوی.

پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

جانانه خپل وطن ته راشه

غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه

– اختره! شکر دی چې راغليپه انتظار درته له ډیرې مودې ومه

-اختر پر وخت د ګلو راغی

زما له نازک زړګي نه خيژي فريادونه

– اختر په ټوکو ټوکو راغینه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاویزونه

– اختر پر ورځ دې ځان سینګار کړڅوک دې په زړه دي چې ډاډه وهي ټالونه

– اختر ته ځکه خوشحالیږمچې مرور جانان به ما پخلا کوينه

– اختر ته ځکه خوشحالیږمچې مسافر اشنا مې کلي ته راځینه

– اختر ته ډیره خوشحالیږمزما د یار وعده اختر ده را به شینه

– اختره! تل تر تله اوسېزه د الله په در کې دا دعا کومه

– اختره! تل تر تله اوسېچې د بیلتون په کور تر مرګه وي ویرونه

– اختر چې تير شي بیا به راشيدا د ځوانۍ عمر چې تیر شي بیا نه راځینه

– اختر خو راغی یار مې نشتهد خندا ډکه خوله به چا ته ورکومه

– اختر د واړو مبارک شهکه مسافر وي که د یار تر څنګه وينه

– اختر یوه لویه خوشحالي ويچې زړونه اخلي پرې د عمر پېوندونه

– اختر زما په نصیب نشتهزه د وصال په تمه ستا یم مړ به شمه

– اختر نیږدې دی یاره راشهمبارکي به یو بل ته ورکوونه

– اختر چې تیر شي بیا به راشيخاورو ته تللی اشنا بیرته نه راځینه

– اختره! ډير دې احسان مند یمچې مرور اشنا مې بیا غیږ ته راځینه

– اختره! ستا خوشحالي به څه کړمزه د بیلتون له لاسه اور کې ستې شومه

-اختره! څنګه به خوشحالي کړمچې مې پراته دي په زړګي دلۍ دلۍ غمونه

– اختر پرون و، پرون تیر شود بغدادي کوترو اوس راغله سیلونه

-هر مازد يګردی لوی اختر دی

ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه

-اختر پرون تېر شو عالمه

د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه

-اختر په منډه منډه راغی

نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه

-ما ويل يوازې زما يار يې

د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه

…ژوند دې وي، مینه دې وي او پښتو لنډیو ناتمامه نغمه دې د مینو زړونو له سپین سمندره په څپو وي!