سرطان 24, 1402 18:25 Asia/Kabul
  • د ټام کروز د فلمونو د بریالیتوب تر شا په زړه پورې او حیرانوونکی راز

د هالیووډ اداکار ټام کروز په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې څېره ده او د خپلو ځينو ځانګړنو په درلودلو سره هم پیژندل کیږي.

هو، څه موده وړاندې یوه راپور کې ویل شوي وو، چې ټام کروز هر څومره چې په خپلو فلمونو کې منډې وهي، هغومره یې بریالۍ کېږي.

د هغه د یو څو فلمونو پرته ټول د منډو صحنې لري او اداکار په خپله هم دا مني.  

د هغه د ټویټر او انسټاګرام حسابونو په بایو کې، ځان د ۱۹۸۱ راهیسې په فلمونو کې د اداکار، تولید کونکي او منډې وهونکي په توګه یاد کړی دی.

راپور کې ویل شوي چې هرکله چې ټام کروز په فلم کې منډې ووهي نو هماغومره بریالی کيږي.