سرطان 22, 1402 13:48 Asia/Kabul
  • یوه فرهنګي موسسه د کابل قدیم رستورانت له سره په پخوانۍ بڼه جوړوي

د فیروز کوه کلتوري موسسې د کابل قدیم په نوم په پخوانۍ بڼه د یوه پخواني رستورانت د بیا جوړونې چارې پيل کړې.

یاد شوی رستورانت د کابل په مراد خاني کې د ۱۵۰ کال راهیسې سابقه لري.

 

د فیروز کوه موسسې مسوولینو ویلي، چې دغه هوټل او رستورانت به په ۳ پوړونو کې د ۸ میاشتو په موده کې په پخواني سبک بېرته ورغول شي.

 

د ښار جوړونې وزارت د زړو ښارونو رئیس محمود جان دوست په دغو مراسمو کې ویلي، چې مراد خاني د کابل پخوانی او د لوړ تاریخي هویت درلودونکی سیمه ده او د دې سیمې حفاظت او په پخواني سبک جوړول به د یادې سیمي تاریخي نښې وساتي.

 

 د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ملا عتیق الله عزیزي له داسې پروژو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.